غزل

هېواد شیرزاد

418
بيا يې جوړې جوړ سينگار ته بهانې دي
پاکې کړې يې له گرده آينې دي
خدايه شکر، په يارانو کې دې پټ کړم
خدايه شکر، تا راکړي خزانې دي
يو خاموش غږ راته غلی غلی وايي
“د وير نه دي، د سندرو زمانې دي!”
دا چې ړنگ بنگ درروان يمه ملگرو
ما نوش کړي بې نوبته پيمانې دي
مونږه څه يو؟ خو ځيږه د غره په شانته
ته غږېږه، ستا خبرې دُردانې دي
دواړې سترگې مې نژدې ورپسې اوځي
دوه و سترگو په ما کړې څه کانې دي
رنگ مې څه گورې، د زړه تل ته مې کوز شه!
د هېواد غوندې يې خونې ويرانې دي

Comments are closed.