نور یو ستړې له جګړې

شېبه ګهیځ

57

نور یو ستړې له جګړې
نور یو ستړې له جګړې
چا سر ورکړ په وطن
چا هم وکړه تش جګړې
څوک شهید کړل پلارونه
ادې ورکړ زامن درې
ګرد او دوړي دي بادېږي
له ښارونو او کوڅې
ځمکه توره پرده پوښلې
د ابۍ د خولې ښېرې
ده نړۍ لکه دوزخ
د اسمان لمنې سرې
رحم نه کړي ظالمان دي
ماتوي لاس او پښې
شوه دنیا په حقیقت کې
ژړوونکی افسانې
فولادي اسمان جوړ کړی
یا قفس یا زولنې
شوه دریاب د زمانه هم
ډک د وینو پېمانې

نور یو ستړې له جګړې
یوه نوې دوره غواړو
یوه نوې رڼا غواړو
توره شپه په ختمېدو شي
رڼایي د سبا غواړو
نوی ژوند نوې کسیه وي
نوې نوې هوا غواړو
سوال د ژوند او د مرګ نه وي
خدایه!داسې دنیا غواړو
ددې عصر انسانان یو
زده کړه ځانته روا غواړو
دوست دښمن مو شي مالومه
ورور او ورور مو پخلا غواړو

نور یو ستړې له جګړې
سولې راوړه نندارې
څه عجبه خوندوره
دغه ورځ وي او دا شپې
شي زرغون زرغون مو ښار
سیلانۍ مرغۍ میلې
هره شپه پکې بلېږي
د رنو ستورو ډېوې
کوه طور غوندې ځلانده
ښایستې ښې منظرې
د وطن ښایست تشبیه شي
کوچۍ سترګې غزالې
راڼه کله چې بهېږي
د کمرو لاندې چینې
په بیدیاوې کې لږېږي
د جنت د باغ وږمې
په شنو پاڼو کې ژوند ګوره
لوی نعمت خوږې میوې

نور یو ستړې له جګړې
هر ځلمی مو ادم خان
هره پېغله شیرنې
دا شهۍ چې وه په تمه
شها ځار شي له هغې
یو رنګین انقلابي ژوند
دوه میین زړه کې کیسې
ارام داسې شي د سولې
جام د سترګو کې نشې
د بلبل په څېر ګویانه
تولې غزلې د شېبې
نور یو ستړې له جګړې
سولې راوړه نندارې

Comments are closed.