د خزان ګړکۍ

آمنه فنا

68

یه زړګيه،! یه زړګیه!
ته پوهېږې؟ ته پوهېږې؟
موده کېږي، موده کېږي
نړېدلي مې د هلیو دنګ برجونه
خاورې خاورې مې دي ګل ګل امیدونه
مستانه احساس مې شنه لوخړه شوی
هدیره یم، هدیره يمه دننه
ښايستونه، ارزښتونه مې بایللي

د خزان کړکۍ کې ناسته
د پیکي ګل مې رژېږي
د ټیکري پیڅکه مې نیمه ده خوړلې
په ژړا مې دې رانجه له سترګو وړي
ګلابي شونډو مې تور پتري نیولي
شوم د مني ژېړه پاڼه

د لمنې سپین پاولي مې زنګ وهلي
تروو اوښکو مې ټټر را شړولی
مړوندوکې مې بنګړي دي ګونګي شوي
د نغمو مهینې غاړې چا رېبلي
سندربولې مرغکۍ دي بورې شوي
ماشومانې ترانې یې ور وژلې

توبه خدایه مسلمانو
څه کافرې کانې کړي
دروازې د ښونځيو دې تړلي
د جنت پچه سپینه لار یې
دوزخونه دي کرلي

خو زه نه پرېږدم چې بیا دې
په تیارو کې شمه ورکه
یا د جهل، یا د جبر
په وهمو کې شمه ورکه
که اغزي وي، که چړې وي
که دوزخ وي، که لمبې وي
تر رڼا ځان رسومه
زما عشقه مقدسه
زه تر تا ځان رسومه

ته باور راباندې وکړه
او تاوده لاسونه راکړه
یوه ورځ به مې نرۍ ګوتې
رڼا درته ډالۍ کړي
دا لمنه د مریم به مې
عیسی درته ډالۍ کړي

Comments are closed.