غزل

پروانه شېرزاد

114
د زړه له کور د درد ټولې کیسې راټولومه
په خوله به خندا پالم ترې ګیلې راټولومه
څو څاڅکي د باران یې بیا غوټۍ د وږم سپړي
له پلونو پخوانو د یاد وږمې راټولومه
دا سره د افق غاړه که زما د سیمې رنګ دی؟
ورخېژمه آسمان ته سرې لمبې راټولومه
زما تر قدمونو رارسېږي مینه ناکې
د سیند تر غاړې ځمه څو څپې راټولومه
پدې کې دي له راز ډکې بلها خبرې پټې
ټوټې ټوټې هندارو کې څېرې راټولومه
زما نابینا سترګو ته که لار د تلو رڼا کړي
ډیوو ته ستا له حسن نه، شغلې راټولومه
چا وېلې چې په قدر کې تر ځمکې رارسېږي
ورځم پسې ورځم هاغه لیمې راټولومه
شېرزاد ته د لفظونو ښاپېرۍ راوړل لمن کې
څو کرښې د غزل به ترې د شپې راټولومه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.