پرخې/سید منتظرشاه

0 492

شمه مړه شوه

ستوري ویده شول

زه او باد ویښ وو

ما خپلې ګیلې

لکه تڼاکې اوښکې،

په بڼو کې نیولې وی

باد،

لکه ماشوم،

یوه یوه ګلپاڼه یې تخنوله

څو زما لیونتوب وستایي

زه لکه نسیم

ستا برخه،

تڼاکې ګیلې مې

پرخې، پرخې

پر ګلونو او ګلپاڼو

ویشلې

چې لمر را ویښ شو

سراسیاب- بامیان

Leave A Reply