په یوه شک په یوه ګمان پسې روانه
ځان مې شته دی یم په ځان پسې روانه
پورته شوې له خپل اوره لکه دود یم
بې امــکانه په امــکان پسې روانه
نه راتلـمه تندې راوستمـــه دلته
تږې تږې وم بـاران پسې روانه
سترګې مه پرانیزه بېرته ترېنه لوېږم
بیاشم چېرته بل امان پسې روانه
د اوبو غوندې دنرم سرود غږ دی
راچاپیر دی بیابان پسې روانه