تیر یادونه افـسانې شــوې آرمـانونه پاتې کـیږي
سره ګلونه خاورې کیږي تصویرونه پاتې کیږي
څو خبرې راته وکړه چې مې زړه پرې لږ تسل شي
بیا به ګرځې چیرته نه یم آوازونه پاتې کیږي
د چـینـتروک او پټپټوني هـلکتوبه بیرته راشـه
آ کوڅې شوې رانه هیرې ماښامونه پاتې کیږي
زما د زړه د وینورنګ نه پيغلتوب دوران پرې جوړ کړه
که نکریځې نه غږیږي خو رنګونه پاتې کیږي
تا خــو ویل آرینه راشه سـم په پل راته پل کیږده
څنګه ستړې،ستړې ښکارې مـنزلونه پاتې کیږي