غزل/ ګل رحن رحماني

0 816

هغه سپوږمۍ شوه، زه لا کاڼى د بيابان پاتې يم
دومره توپير ته خو په خداى چى زه حيران پاتې يم

دلته د کوم ښايست د وصل ارمان خاورې نه شو
زه بختور يم چې په مينه دې ودان پاتې يم

حسن وغرور ته دې سلام، خو لاس دې نه ښکلوم
همدومره بس ده چې تا غواړم او انسان پاتې يم

بې له تا عمر مې په عمر حساب کړى نه دى
ژوند مې په هغه ځاى ولاړ دى، ځکه ځوان پاتې يم

سيورى مې مه ګڼه خو دومره بېګانه هم نه يم
هسې د لمر په خوښه تا پسې روان پاتې يم

ګل چې زما د خيال په بڼ کې غځونې وکړې
بس له هغه شېبې ورېږمه، باران پاتې يم

٢٠١٦، د جنوري ٣١مه

Leave A Reply

Your email address will not be published.