زما نه ورکه شوله لاره/ بصیر بیدار ستوری

0 568

زما نه ورکه شوله لاره خدایه څه وکړمه
ک‌‌‌‌‌‌ډه به اخلم له دي ښاره خدایه څه وکړمه

د نفرت وریځو دخلوص اسمان په یو دم ونیو
مینه کمبږي بي اختیاره خدایه څه وکړمه

ژاړي سلګو کې چې دیو بل نه بیليږي زړونه
یار چې بیلږی د خپل یاره خدایه څه وکړمه

د کار سړي رانه د مرګ بلا یو یو وخوړو
ستوري پریوزي له مداره خدایه څه وکړمه

چې د بي وزلو د خولي آه ورته مانا نه لري
هیڅ نه ویریږي له ازاره خدایه څه وکړمه

زړګي مي ‌‌‌‌‌‌ډک دې کوم یو یاد، کومه خبره وکړم
خوله مي ونه سپړي بیداره خدایه څه وکړمه

بصیر بیدار ستوری

Leave A Reply

Your email address will not be published.