سیاسي غزل/ بېکسیار

0 606

نو روز حلال، نو روز حرام دی دلته
پدې خبره جنګ مدام دی دلته

انتحار ، قتل ، چور مجاز دي واړه
په حق وینا بنده اعدام دی دلته

دولت حجاب ګن‌‌‌‌‌‌ډي د تي نجونو ته
او د وطن ناموس لیلام دی دلته

اساسات واړه دي له پښو نه لاندې
په فروعاتو باندې پام دی دلته

په کلمه د یو بل سر غوڅوو
څه عجیبه شانې اسلام دی دلته

بس بېکسیاره چاته څه به وایې
د هر سړي بېل بېل مرام دی دلته

Leave A Reply

Your email address will not be published.