غزل /سپوږمۍ

0 536

باچا خاني کوم د خپل قوم خدمتګاره یمه
له پښتو ځار شم پښتنو ته تابعداره یمه

له جنګه کرکه کوم بس دی د یوالي په نوم
کچکول را اخلمه او سولې ته بیداره یمه

په قدمونو د بابا مې قدمونه ایښې
وخت به راځي چې د پښتون قوم به سرداره یمه

راټولوم دا پښتانه به یو کوم همزولو
فخر کومه چې افغانه ایمانداره یمه

رڼا د علم خورومه که مرګي پریښودم
له سپوږمۍ اخلمه رڼا بس نا قراره یمه

Leave A Reply