غزل /سپوږمۍ

0 553

نه کیږې له ما نه بی دیداره محبته
یوځل خو مې بوځه بس تر یاره محبته

تندې لیونۍ کړمه په ‌‌‌‌‌‌ډکې میخانې کښې
راکه څو جامونه بی خماره محبته

زه دنوی دور ملالی یم ټپه کیږمه
پریمږده لږ ته تر ایکه زار ه محبته

لا مې دیدن نه ده کړې لا په شوګیروکښې یم
کله به قرار شم انتظار ه محبته

اوس هم په لټون یمه سپوږمۍ ده نادرکه
تیارو کی یم روانه اوس تر داره محبته

 

Leave A Reply

Your email address will not be published.