د مرګ آذان __[ماتمي کابل ته] __/ بارکوال مياخېل

0 911

د مرګ آذان
_____________ [ماتمي کابل ته] ____________

په خواږه خوب ويده کابله!
بيا دي څومره تېره چيغه تر خولګۍ ووته
زړه دي د خاورې مورکۍ و لړزاوه
در ننوتي بيا څه تور لړمان
بيا دي چيچلى دى وجود کومې وحشي اژدها
له زخمي تنه دي را خېژي څه مرګونې سلګۍ
کور د زړګي د هر افغان لړزوي
اورم دي بيا له هره لوري د ژړاوو محشر
روح د انسان لړزوي

په خواږه خوب ويده کابله!
بيا دي څه د اور لمبې له خولې را و ايستلې
سپرغۍ سپرغۍ يې کړه د خاورې مورکۍ
بيا درته راوړې کوم مختور سکروټې
چې په وجود کې دي بهېږي سور سېلاب د لمبو
وړي په اور سوي لوغړن ګلونه
چا دي در روږدي کړل کاله ته اورلړوني د جنګ
در سوځوي دي چې ټوټې د زړګي
دوزخ دوزخ انګار انګار دي کوڅې
له توښه و سول جنتي بادونه
لولپه شوې دي د ښار دي کوڅې

په خواږه خوب ويده کابله!
بيا را ويښ کړې چا د مرګ په آذان
چې خاوره مور دي په سرو وينو باندې ولمبېده
د کوم امام په خوله د کوم لمانځه لپاره دي نن
بچي کوي پخپلو وينو اودس
شوې له تا ده څومره لويه ګناه
چې هره ورځ دي سور په کاڼو د سجدو وي تندى
تا چې راوړى دى ايمان پر ژوندون
او تل د حسن او د مينې عبادت کوې
څنګه به وکړې ته د مرګ له تکې تورې فرشتې نه د رڼا خوبونه
پر تا واجب دى ماتم
چې رغوې بيرته چور شوي د بودا خوبونه.
________________________________

بارکوال مياخېل

Leave A Reply