غزل / سپوږمۍ خرم

0 667

راځې چې وژاړو مونږ ټول ، دا در په در پښتانه
راځې چې یو شو زیاتې ، نور دا کوځ او بر پښتانه

ټوټې ټوټې او دا شلیدلې وجودونه ټول کړو
په یو ټغر شو د خیبر او دسپین غرپښتانه

مینه یوه کړو ، زړونه یو دا غر او سیمه یو کړو
د خوبه جیګ ګړو بس دی نور دا نا خبره پښتانه

په دی لار مه ځه نور په دی لاره بمونه مه ایږده
په دی لا ر ځې اکثره هر وخت شملور پښتانه

سپوږمۍ رڼا را خوروه یم تورتمو کښې ګیره
سپوږمۍ له ما نه دې ورک شوي ټول دسر پښتانه

Leave A Reply

Your email address will not be published.