نېکمرغي/ ع – سحر

0 664

ځینې څومره بختور وي
چې ماښام ستړي ستومانه
له کارونو راستانه شي
مور ولاړه دروازه کې
انتظار یې د راتلو کړي
زویه ! ډېره مې سودا وه
زویه! ښه شولې چې راغلې
دوی لانه پوهیږي وایي
څومره ستړی یم، خواشینی
چې د مور سیوری پرې خپور وي
نو ستړیا به شي له کومه
نیکمرغي خو وي همدغه
ژوند خو دا وي د دنیا
۱۳ /۸ /۱۳۸۳
ع – سحر

Leave A Reply