سپوږمۍ خرم/ غزل

0 669

چې مې لا ستـــرګې تورَولې مازدیګره تېر شوې
ما چې نکريزې لګولې نو اختره تېر شوې

زما تکل و، چې پښتو ته به دې غاړه ورکړم
له تا پښتو لاړه، چې تۀ له پېښوره تېر شوې

ما اِقتداء درپسې وکــړه ما ويل ځه امام دی
خو تا جومات په وينو سور کړ له مِمبره تېر شوې

په ګوتو جوړ رومال ما تاته پټ له کوره راؤړ
کمبخته ياره نن په کومه له ګودره تېر شوې؟

زما ټپې د خړ خيـــبر درته وې زړه کــې پرَتې
ما چې کتل نو تۀ کابل ته له ماهيپره تېر شوې

د مخ رڼـــا زۀ د ســـــپوږمۍ په رڼـــا نه ورکوم
د مخ رڼا پسې مې تۀ هم له سپين غره تېر شوې

Leave A Reply