سپوږمۍ/غزل

0 891

اختره مه راځه ، جانان مې نشته

له ځانه ورکه یمه ، ځان مې نشته

نکریزی څنګه پوری کړمه په لاس ؟
لاسونه نه لرم درمان مې نشته

ځه ته بچو له پیزار راوړه له ښار
زه خو یتیمه یم خپګان مې نشته

ننګ په لالي نه کوم ننګ تری تللی
شوڼدی لرم خو، سور پیزوان مې نشته

سوله دې راشې سوکالي دې راشی
دا مې ارمان دی بل ارمان مې نشته

ما به تیاری وی ړنا کړی سپوږمۍ
څه وکړم ؟ سر باندی اسمان مې نشته

سپوږمۍ

Leave A Reply