امید شته دی چې ارمان ته به ور رسم
چې تعلیم کووم میدان ته به ور رسم
دا منمه چې لږ لرې رانه تللې
چې همت وکړم کاروان ته به ور رسم
ته زما د استعداد نه خبر نه ئې
چې لږ زغم تیر کړم اسمان ته به ور رسم
ما لیدلې خوب زما پوره باور دی
یوه ورځ به وي جانان ته به ور رسم
د وطن ناسازو مونږ ټول حیوانان کړو
لا انسان یم نو انسان ته به ور رسم
په بې دینو کې مې ژوند دی افغانۍ یم
هیله منده یم ایمان ته به ور رسم
افغانۍ