غزل/ هیله افغانۍ

0 514

په درد دي ډيره درديدلي يم ستومانه مور يم

بچيه هيڅ مي درته ونه کړه ناتوانه مور يم

انسان چي ولي مي په ځمكه فرياد وانوريدو

زما د زړه چيغي خو رسي تر اسمانه مور يم

يو وخت ميرمن وم درباري زما به راج چليدو

کړمه حالاتو اوس مجبوره بی زبانه مور یم

ما نه پرديس کي چا پوښتنه د هويت مي وکړه

سوي پلو زما ګويان شو چي افغانه مور يم

زما افغانۍ ازار لګېږي نوره مه مي چيړه

زما د قوم دوښمنه زه د يتيمانو مور يم

Leave A Reply