په سترګو به یې ساتم ستا دردونه پښتانه دي
دا خاوره پښتنه ده او دا زړونه پښتانه دي
نو ګرانه زه او ته به سره څنګه یو ځای کیږو?
په مینځ کې مو ولاړ چې ، دیوالونه پښتانه دي
په داسې نیت راځه ! مه ګوره غرونه به دې وخوری
خبر نه یې له دې چې دغه غرونه پښتانه دي
اتله د دې خاورې ،هر خدمت په تا فرض شو
اتله ستا بدن کې چې رګونه پښتانه دي
خپل ورور وژنو د بل په لمسون دې ته پښتو واېې؟
جوړ شوي زمونږ څومره ضمیرونه پښتانه دي
سپوږمۍ په ما یې ستا دمخ رڼا نه پیر زو کیږي
زما په سر ولاړ دا اسمانونه پښتانه دي