سپوږمۍ/ غزل

0 925

 

زما دې لېچو کې بنګړي دانه وانه شې کنه
پريږده چې مينه مو اوس سمه افسانه شې کنه

وطن دې جوړشې زه او ته دې په خيمه کې اوسو
اوښکه دې خير زما دسترګو ميلمنه شې کنه

داخپل ثواب هم درکوم تابه جنت ته بيايم
دميزان تله که زما چـــيرته درنده شې کنه

زه به رباب ورته په نرمـــو نرمو ګوتو وهم
لالى دې خير دغـــر ه په سر يوه ټپه شې کنه

خالونه وران کړم او پيزوان په پوزه نه ګرځوم
اشنا چې کله دسپوږمۍ مخکې غوصه شې کنه

سپوږمۍ

Leave A Reply