د زمانې جفا/ عظم الدين عليمي

0 552

راتـــه يـې ټــول عــمــر تـرخــه راکړې
کـلـه نـــاکـلـه يــــې خــــــواږه راکړي
د دلـبـر تـريـخ نـظــر کې اور و مـدام
پـه سـرو لـمـبـو يـې سـوځـيده راکړي
مــهــر يــې پـــه قـهــر اړولــی دی ژر
که خوږې شونډې يې په خوله راکړي
چــې يـرغـلـگـر د زړه حـريـم ته تللی
نــو گـــوزارونـــه ېـې پــاخــه راکړي
بــدن ټـوټـې هــره ټـوټـه يـې پـرهــر
څـــومــره دردونــه بـيـلـتـانــه راکړي
شوم د ديورنـد پر خنـجر وينې وينې
د ســر کـاســه کـې يــې اوبــه راکړي
چـې رغـاوي تـه مې امان (1) راغلی
جـهـان پـه ښـه سـتـرگـه کاته راکړي
بـيـا وهـل شـوی پـر لـغـتـو مـــړ يم
ښـکـيـلاک د کور دنـنـه خـره راکړي
عظم الدين عليمي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(11) امان الله

Leave A Reply