غزل / ذکیه باران

0 605

وا مې خله خرڅېږمه کنیزه یم لیلامه یم
ښځه یمه خپل زړګي ته پړه یمه ناکامه یم

ته مې یادوه ما پرېږده غلې یم آرامه یم
ما دې که نوم واخېست فاحشه یمه بدنامه یم

تاته به مین ماته به ټول بې لارې ووایي
خدایږو ډاره شوې دې د مینې له انجامه یم

ته د آدم زوی یې ته اشرف المخلوقات یې خو
زه د حوا لور بې منزلته بې مقامه یم

چېرته چې زما لپاره دنګې کلاګانې دي
زه د داسې ځای یم ګرانه زه د داسې قامه یم

ستا په زړه به اورم چې باران دې راته وویل
ته چې راته وایې خامخا به ګل اندامه یم

ذ. باران

Leave A Reply

Your email address will not be published.