ما خو به خامخا راځي وباسي
دا چې له کلي لیوني وباسي
هغه چې ټول عمر مې خوب کې لیده
اوس مې له خپل شکي زړګي وباسي
دا مینه هم څه عجیبه لوبه ده
سړی له ټولې زندګي وباسي
زما بیوسې مور ملا راغوښتی
سر نه مې ستا د عشق پیري وباسي
دا جنکۍ د خدای ناترسه نه دي
تش په خندا زړه له سړي وباسي
پیغلې ګودر ته په جومات تیریږي
شیخ چې لمانځه کې اسویلي وباسي
پخوا په ښار کې یو د جیب ویره وه
اوس خو له خلکو نه کالي وباسي
هادي له وخت سره په جنګ اوښتی
غریب لګیا دی او خواري وباسي