زه د وطن نه یوه لرې جېنۍ
په اروپا کښې زندګې کومه
زندګی څه خو بندګي کومه
زه خو دا نه وایم چې خوښ مې نه دی
نه یې د مینې نه منکر یمه
خو چې سهار سبا تر کاره لاړ شي
هغه سړی چې تر روزګاره لاړ شي
د کور کارونه نو به وې څه کارونه
دوه درې لوښي وي
وينځلې مې وي
خپلې جامې هم اوتو کړي مې وي
یوه کوټه ده
مرمرمینه شانتې
هغه هم نه خيرنيږې څه اوکړمه
زه بلا ژبې بلا کار پېژنم
ژوندون هم پېژنم روزګار پېژنم
خو هغه داسې وایې
ګل ګل جېنۍ
زه خو ژوندی یم لا مړ شوې نه یم
ته به نو کار ته ځې
دا نه شم زغملې
ورځ مې په خوب کښې تېره شپه تېره شي
خو د ماښام د بوږنونکي تېاري
د ترږمې هغه ناترسې لمحې
د تنهایې خامار شي تاو زما نه
ما په بلا واړوي
زه تنهایې د دغه وېْْْْْر احساسه
داسې پاګله لیونۍ لېونۍ
لاړه شم خوا کښې بالکونې ته نژدې
زه یو نااشنا احساس ته غاړه اوځم
دا تنهایې ده که قیامت دی مرمه
دا تنهایې ده که قیامت دی مرمه
دا تنهایې ده که قیامت دی مرمه