قربان له پښتنو شمه قربان شم له پښتو
راوړي به راته سوله سوکالــى لرم ارزو
وطن چې راته ساتي او وطن چې چا ساتلى
ترې ځار مې تور اوربل شه او لوګى يې دشملو
نفرت ته محبت ورزده کومه دامې کار
بې ننګو ته ننګ ښايم که څه ستړې کړم ټپو
په غره او په ښاريه کې مې لټون ده د يووالي
راځۍ پيغلو چې وکړو دا سمون لږ دزلمو
زما او دسپوږمۍ روغه هيچا ونګړه بس
زه ستړې کړمه ډيره دا د تشو خولو جرګو