ګاډي ته ناست ومه زه / رحمت ګل حلیم

0 333
د وږي ۱۸مه
ګاډي ته ناست ومه زه
پکول په سر و زما
په هرسرک چې تللم
په هر یو لاس چې به وم
چا راته نه ویلې
چې
یاره څوک یې داته
ته په کوم لاس روان یې
د لنډغرو سره فرق
زما چا نه شو کوی
ځکه چې ما هم
تصویر د مسعود
و لګولی پرون
بخت مې یارې ونکړه
ښار کې آشنا ولیدم
سلام یې واچولو
ویل یې چېرته ځې ته
ټولې خبرې زمونږ
ترافیک واوریدلې
ترافیک پوه شولو چې
دی له پنجشېره نه دی
ځکه یې وپوښتل چې
چرا بیدست آمدی
لیسنس ګرفته ای تو
ما ورته وویلې
دغه کتار ګاډي
چې
په همدغه لاره
دستا په وړاندې تېر شول
ولې دې ونه پوښتل
ترافیک چوپ شولو لږ
نظر یې ځمکې ته کړ
سوړ آه یې وویستلو
داسې یې وویل چې
تو کار خودته کو
اوواره چي میکني؟
ما وې وسله ورسره ده
خلک یې هم ووهل
څه یې ټپي کړل دوی
څه یې هم ووژل
دغه مظلوم ترافیک
داسې وویل چې
دولت از خود شان است
زور ما نمیرسه
برای یک لقمه نان
اینجا استاد شده ام
اګر چیز بګویم مه
باز مرا هم میکشد
حالت چې ما ولیده
ځان سره مې وویلې
هغو چې پريښی دولت
لاس یې وسلې ته کړی
دوی به وي هم لکه مونږ
ځورول شوي به وي
کړول شوي به وي
دوی به په لوی لاس
د استعمار په مټو
له خپل وطن نه
شړل شوي به وي
ځکه
که ونه شړل شي
ترې اکثریت جوړیږي
دولت کې برخه غواړي
له دغه یوې ولسوالۍ
چې نن حکومت چلوي
بیا اقلیت جوړیږي
خلک حساب ترې غواړي
چې کړی چا جنایت
بیا ترې پوښتنه کوي
رحمت ګل حلیم

Leave A Reply

Your email address will not be published.