کتل به يې يو بل ته له سانسوره نه وي وتي
ميين چې د حالاتو له پېغوره نه وي وتي
چې تګ کوي غورځېږي به، پاڅېږي به، باګ نشته
خړسترګي هغه بويه چې له کوره نه وي وتي
بس ولږه به نو ولې ژرنده ګړي پېژنده، خو
اوړه به دې موړ نه کړي چې له اوره نه وي وتي
تر هغې دې له مخې کاڼي لرې غورځوى شې
تر هغې چې لاسونه دې له زوره نه وي وتي
چې ستا د عشق ورقې رانه تشې پاتې دا خو
وېرېږم چې لفظونه مې، له شوره نه وي وتي
د وږي ۲۱مه، ۱۳۹۶لمريز/بلخ