دا رنځوري توري شپې به مي سبا سي
زه به ستا په غېږ کي مرم سبا به راسي
په تیارو کي ډوبېدم پر نیلي سپور وم
چي دي نه منل خوبونه به ریشتیا سي
لندوې به مي په اوښکو سړې شونډي
شپه به تېره وي آذان به د ملا سي
زکندن مي لاس تړلی ګورته بیا یی
چي هر نوم مي خولې ته راسي هغه ستاسي
چي مي دار ته خېژوي راته رانه سې
ستا له سرو سترګو به زما مینه رسوا سي
زه به نه یم پر نیکریزو به مي یاد کې
سرې منګولي به دي پورته په دعا سي
زه دعا درته کوم چي روانېږم
د ښادۍ دي درته مخ د غم دي شا سي
نن مي غېږي ته در وبوله چي ځمه
خدای خبر چي جهاني به بیا پیدا سي.
عبدالباري جهاني
ویرجینیا2017 سپټمبر26