چې له جبره یې خپل برم له ياده باسو
په مرګي به یې ستم له یاده باسو
د سپېڅلو پرښتو جنتي خاوره
اوس یې اور د جهنم له یاده باسو
منبرونه د پردیو د ږغ څلي
په سانسور آواز ماتم له یاده باسو
د ناځوانه زمان څه ظالمه هیله
چي به سم قدم، قلم له یاده باسو
څه مو ولیدل! څه وینو! څه به وینو!
د دې دور به کوم دم له یاده باسو؟
موږ په اوښکو اوښکي ووینځو له سترګو
درد په درد او غم په غم له یاده باسو