توبه/ علی خان صافی

0 515

زه انسان یـم پـیـدایـښـت زمــا صفا ده

خـوشیطان راتـه ښـودلـې زمـا ګـنا ده

کـه ښـودنـه دې الله مې هـېره نـه واي

بیا ترځمکې مې راتګ کې څـه ماناده

نـه پـوهېږم له کوم ځای نـه یم راغلی

راکـوزشوي یـم پـه ځمکه مې سـزاده

مـلائـکوبــه سـوجـــدې راتـــه کـولـې

نن ایمان بـه پـرې راوړمـه وارزمـاده

مـا پـخـپـله دي کــرلـي زه بــې رېـبـم

ازمېـښـتـونـوجـوتـه کــړې ده رښتیاده

مـاتـوبـــه خـپلـه ګـناه بـانـدې وېـستلي

خـوازمـویـنه دې الله زما پرې رضاده

دنــېـــکـۍ لارې الله راتــــه ښــودلــي

بــده لاره راتــه پــاتــې بـیـا لــه چـاده

خـپـله ږبـه بـانـدې تل ښه ګړه ول کـړ

خـپـلـه ږبـــه هــم کــلاده هـــم بـــلاده

دوه دومـاغـه په یوسرکې یوځای نشي

څلورمغزکې دوه دوماغه کړدې الله ده

الله هــرڅـه زمـوږ لــپـاره پـیـداکــړي

جڼغوزی دی کـه بادام دی که خُـرماده

دبـخـښـنې دروازي یې وي تــل وازې

توبـه وېست ته ډاډورکړی یې بیا بیاده

کـه توبـه دِ زړه له تل نه پېښماني وي

لــه الله څـخـه پـــوره مــرام دې تـــاده

پــه دې آرګـناه تـه بېرتـه مه ورګرځه

هـغـه کـوم شـي چـې الله تــه نــارواده

(علي خانـه) مبارک دې شـه دازېـری

چـې سـتا هــره نــاروارب تـــه رواده

لیدنه:د شعرپه اړینتیاکې پرېښود(اجازه) شته دی،چې دې نرمرست کړ(دی)دې ښخې مرست کړ(ده)راشي لکه:ښ

ملائکوبه سوجدې راته کولې

نن ایمان به پرې راوړمه وارزماده – (وارزما دی)( کړدې الله دی) ( مرام دې تادی).

د افغان پــه ننګ خــوشحال تــوره تــړلې

مـاراخستی دافغان پــه نـنـګ قـلـم دی

   دا چې هلې ځلي وخوښۍ ومبارکي مواوس بې ځایه لاړې نشې له مشر اشرف غني صیب څخه هیله کېږي چې وطن ازاد کړي، د امریکایې اډو وپوځونو پاتېکېدل په وطن کې لاسلیک نه کړي، پښتو وپښتون چې له مرګ سره لاس په ګریوان دي، راژوندي کړي، د پښتون شمله وڅادرد کرزي صیب د قره قل وچپنې په ځای نړۍ ته وروپېږني، ځکه دود وکلچر د سړي ځانښت ، هویت وشخصیت وي ، خټه، اصل وبنسټ یې پرې پېژندل کېږي

 په درناوۍ

Leave A Reply

Your email address will not be published.