خوږې ترخه ګرځه خو کبر نه دې ځان وساته
بدرنګه مه شې د ښکلا دُرو مرجان وساته
ها کوټنۍ د لمدو شګو، ناوکۍ په کې ستا
ها ماشومتوب راته د سوي لاس په شان و ساته
هغه له پورې غره نه غږ د کوکوکو د قمري
ها راته غوټه په دسمال کې د الوان و ساته
چې رېږدېدلې چې آسمان ته دې ښېرې کولې
کیسه کیسه راته د هر څاڅکي باران و ساته
له بوړبوکۍ یې وېرېدې وې دې دیوان دي په کې
راته له کلي نه ور اخوا بیابان و ساته
که دې خامک یاد وي زما پر زړه یو ګل وکاږه
په کې خواږه خواږه دردونه د ارمان و ساته
کاروان دې هېر ښه دی ځه خیر دی خپل کار به کوي
خو یو کار وکړه ځان په یاد کې د کاروان و ساته