غزل / خیال ستانکزی

0 368

زما د ستړي وجود ستړې سا مې
درته زوریږي خوله په خاورو مښي
ګرانه وطنه خپله غږ پرې وکړه
زموږ خبرې اورېدلی نشي
په تا کې څه تېریږي څه روان دي
هم مې وجود مري هم مې زړه ټوکیږي
وینې ارزانې شوې مرګونه ډېر شو
غرور مو پړمخې په ځمکه ولوېد
ها د افغان دنګه شمله څه شوله
چې په یوه ټغر به ټول وو سره
چې سوله سوله ورور ولي وه پکې
اوس هغه وخت بدل که خلک بدل
کور مې په کلي کې بمو لاندې کړ
ګېله له چا وکړم له چا وژاړم
دا غریو نیولی غږ په چا وکړمه
هرچا غوږونو کې پلتې ایښې دي
لا دړۍ پاتې وې د ناوې په سر
لالی یې مرګ لکه چینار واخیسته
دنګه ځواني دا غرونه غرونه سټه
دا خو د مرګ نه وو ناځوانه ولې
روان له وینې سېلابونه جوړ دي
میندې په ځوانو بچو بورې شولې
ها ګلالي بچي یې خوا کې نشته
تورو بمو تورو توپو وخوړل
ربه چې دا وطن به جوړ شي کله
چې هر څوک ژوند وکړي رڼا وشیندي
سیمه سپرلی شي ونې پاڼې وکړي
ګلان مسکي شي او غوټۍ وڅپړي
چې ماشومان مو شي ښونځي ته روان
کتاب راواخلي هم قلم راواخلي
په سپینه پاڼه باندې کرښې کش کړي
وصلح خیر وصلح خیر ولیکي.

Leave A Reply