غزل: زړه مه ماتوه / هلال، مهاجر

0 507

هـــلال، مــهـاجر

بس دې وي بس دخدای لپاره زړه مې مه ماتوه
ډېـر یـم بې وسـه او ناچاره زړه مې مـه ماتوه

لږ خو مې پرېږده د وصال په خوند لا پوی نه یم
اې دهجران خونې ښاماره زړه مې مه ماتوه

په نه خبره مې زړګي ته بلا درد راځي اوس
راتـه کیـسه کـړه په قـراره زړه مې مـه ماتوه

حالاتو ډېر یم دردولی ګیله مه کړه رانه
لـه زغـم وتـلی یـم نـګاره زړه مې مه ماتوه

بې امني دومره زیاته شوې ده څښتنه دلته
چې له کور نه شو تلئ تر ښاره زړه مې مه ماتوه

دزړه په للمه مې باران د وصل واوراوه
ورک شې زوي مړیه انتظاره زړه مې مه ماتوه

په ژوندون ډېر یم بې باوره چیرته مه ځه رانه
مــوری څــاره مې ترسـهاره زړه مې مـه ماتوه

سرمې دمور غیږه کې ایښی ده لګ صبر وکړه
دوخت یازیده او خونخواره زړه مې مه ماتوه

لاسونه لپه کړه دعا وکړه فاتح مې غواړه
اوښکي دې مه تویوه یاره زړه مې مه ماتوه

یو رسیدلي تر منزله ډیر څه پاتې نه دې
پښه رانه مه نیسه دلداره زړه مې مه ماتوه

ما به خدای وساتي خو تاسره به نه ښایي دا
چې مې پریږدې په نیمه لاره زړه مې مه ماتوه

که په ژوندون درته بیا رانغلم (هلال)کلي ته
بیا مې راځه تر وران مزاره زړه مې مه ماتوه

Leave A Reply