د فرهنگ د تاریخ (افغانستان در پنج قرن اخیر) د څو ټکوتحلیل او کره کتنه (دویمه برخه)

0 1,964

 

ژباړن: زلمی کرزی                                                                             ۶/۴/ ۲۰۱۷

 

د فرهنگ د تاریخ (افغانستان در پنج قرن اخیر)

د څو ټکوتحلیل او کره کتنه

(دویمه برخه)

افغانستان، یو لرغونی نوم دی نسبت د فرهنگ ادعا ته!

 

(لیکوال: کاندیداکادمیسین سیستانی)

 

یادونه:

زلمی کرزی

ما د ښاغلی کاندید اکادمیسن اعظم سیستانی د فرهنگ د تا ریخ د څوټکوتحلیل اونقد ولوست په رشتیا ډیره په زړه پوری کره کتنه ده.

د فرهنگ د تاریخ منفی اړخونه یي خورا ښه روښانه کړی دی، دملی وحدت برخلاف د پام وړ ټکو ته يي ګوته  نیولی ده چي ښایی تر اوسه ډیر پښتانه لیکونکی اولوستونکي دغو مسایلو ته متوجه سوي نه وي، افغانانوته اړینه ده چي د فرهنگ په ناروا روایتونو او جعلیاتو ځان پوه کړي. 

زما په اند د افغانستان په دننه او د باندی کي، ځوانانو او راتلونکی نسل ته باید تاریخی مستند حقایق وکښل سي او د دوی افکار باید په جعلی لیکنو مغشوش نه سي.  

د سیستانی صاحب څخه مننه کوم چي د فرهنگ د کتاب پر مهمو ملی او تاریخی موضوعاتو منطقی او مستدله رڼا اچولی ده، او د ده د تاریخ ماهیت یي افغانانوته څرګند کړ. نوموړی هر وخت  د افغانستان دښمنانو او د پردیو ګوډاګیانو په مقابل کي ټینګ ولاړ دی. د لوی خدای څخه ده ته په دغه فرهنگی خدمت کي لا زیات بریالیتوب او سرلوړي غواړم. ما د ښاغلی سیستانی دغه کره کتنه چی په دری ژبه او په روانه ادبیاتو سره لیکل سوی دی، شپږبرخی په پښتو ژبه وژباړل، هیلمن یم چي ګران لوستونکي دغه په زړه پوری نقد او تحلیل ولولي او دخپلو تاریخي مالوماتو په بشپړولو کی ګټه واخلي.

محترم لیکوال ته دلوی خدای څخه روغتیا او سلامتیا غواړم.

‎ په  درنښت

زلمی کرزی 30 /3/ 2017

 

افغانستان، یو لرغونی نوم دی نسبت د فرهنگ ادعا ته!

 

وطن ای نکونامـت افغانـستان       هوایـت خـوش ومنظرت دلستان

روان بخش دلهاست بوم وبرت       ســرالـفـــت مــا و خـــاک درت

                                                                 (قاری عبدالله)

دفرهنگ د کتا ب دپایلو څخه یوه شخړه د افغانستان د نوم تغییر، ا و د غیر پښتون روښان فکری په ډلو کي د ملي هویت بدلون  وو ، چی د درو لسیزو راهیسی د افغانانو په خپرونو کي د هیواد په دننه او د باندی کي خپری سوی دي.

فرهنگ ، افغانستان در پنج قرن اخیر په لومړی ټوګ کي د خراسان د نوم لپاره یو بیل څپرکی ځانګړی کړی دي ، که یی بل مطلب نه در لودای  نو بویه دغه څپرکی يي د افغانستان په نامه کښلی وای او وروسته یی د هیواد پر نورو تاریخي نومونو بحث کړی وای مګر ده دا کار نه دی کړی.څنګه چي د ده هدف د خراسان د نوم برجسته کول او د افغانستان د نوم کم اهمیت شمیړل دی، په همدی ډول دی په یو لڼد پراګراف کي د افغانستان په باره کي مکرر وایی چي افغانستان د ۱۹ پیړی د مخه په نورو نومونویاد سوی دی.

هغه هیواد چي د ۱۹ پیړی وروسته د افغانستان په نامه وپیژندل سو ، د تاریخ به بیلو اوږدو دورو کي په راز راز نومونو یاد سوی دی. همدا رنګه که څیړونکي د لومړنیو پیړیو، منځنیو پیړیو او نوي پیړیو په آثارو او اخځونوکي د دغه نوم سره نه مخامخ کیږی ، داسی نتیجه باید وا نه اخلی، چي د افغانستان خاوره تاریخي لرغونتوب نه لري . او یا دا چي هغه زمانه د تمدن او فرهنگ څخه بی برخی وه  په اسلامی دوره کي د ۱۹ پیړی تر نیمایی پوری افغانستان د مخه په خراسان یادیده.[۷]

فکر کوم په ۱۹۸۶ کال په امریکا کي «افغانستان در پنج قرن اخیر» د کتاب د چاپ وروسته د غیر پښتون سواد لرونکو لخوا چي په سیمه ییز، قومي او سیاسي ډلو پوری تړلی دي د خراسان غوښتني ږغونه پورته کړل . په داسی حال کي چی دمغول(چنگیز) د يرغل او تاړاک ۱۲۱۷ میلادی له زمانی څخه بیا په کندهار کي د افغانستان د خپلواک دولت تر جوړښت پوری( ۱۷۴۷ م) د شپږو پیړیوپه موده کي د افغانستان هیڅ ولایت  د خراسان په نامه یاده سوی نده . هیڅ اړتیا نه وه چي فرهنگ یو څپرکي د «خراسان» په نامه چی شپږ پیړی د مخه د دی خاوری نوم وو،ځانګړی کړي، خو دافغانستان لپاره چی  دری پیړی د مخه د دی خاوری دیوه زړور او توریالۍ زوی احمد خان ابدالی په نوم بنسټ کښیښودل سو ، هغه فصل دی ځانګړی دی نکړی؟داسی یو اقدام بیله د مولف د خاص مقضد بل څه شی کیدلای سی؟فرهنګ دخراسان نوم په تکرارسره یادوی  ځکه د دغه نوم څخه خاص منظور لري .

سر بیره پردغه، فرهنگ د افغانستان برخلاف د انګلیس او ایران د لومړی تړون یادونه کوی، د لوستونکو پام د افغانستان تازه نوم ته داسی را اړوي: «په نوموړی تړون کي «د لومړی ځل لپاره د افغانستان کلمه د هیواد د رسمي نوم په توګه چي په تیرو وختو کي په بل نوم یادیده کارول سوی ده.»[۸]

فرهنگ د افغانستان د نوم او نښان مخالفانو ته لمسون او پیام رسوي څو د افغانستان د نوم تغییر مطرح کړي، او لدی لاری مطبوعاتو او ټولنی ته سرخوږي پیدا کړی . او دا دي جوته کړي چي د انګلیس مطلب د افغانستان پر ضد د ایران سره د دغه تړون څخه څه شي وو ؟  ولی ایران داسی تړون د انګلیس سره د افغانستان پر ضد لاس لیک کړ ؟ آیا افغانستان پر ایران لښکر کښي کوله ؟ نه خیر ، په هیڅ ډول داسی نه وه.

دافغانستان او فرانسي بر خلاف تړون څخه د انګلیس هدف : 

باید وویل سي چي په ټوله ۱۹ پیړی کي د انګلیس او روس او فرانسی د ټولو یرغلونو لاملونه پر ایران ، افغانستان ، منځني اسیا، دبډا او ثروتمند هندوستان په خاطر وه. د اروپا ښکیلا کي  هیوادونو د لیوانو په شان و دغه  ثروت ته مخه ونیوله. د هند په نیمه وچه کي د انګلیس او فرانسی څو کلن جنګونه وه ، او د ۱۹ پیړي په پیل کی د ناپلیون د جګړیزو عملیاتو وروسته د لویدیځي اروپا سیاسی جوړښتونه تارو مار او وټکول او خلګ یي د ځان ايل کړل ،ټول ځایونه بریتانیا وجګړي ته راوبلل مګر بریتانیا د سمندری لارو ولکي او د ځواکونو برتری ته پام وکړ،  پدي لټه کي سوه  چي هندوستان ته د مځکي له لاري  نفوذ پیدا کړی . نو پدی ډول ډیر ژر دمځکنیو لارو په اهمیت د هندوستان په پولوکي د افغانستان او ایران له لاری پوه سوه، که څه هم انګلیسانو کوښښ وکړ چي په اروپا کي ناپلیون ته امتیاذونه ورکړی څو د انګلیس د قلمرو د مستعمرو او سیالي څخه لاس واخلي ، خو دغه سیاست اغيزه ونه کړه، ناپلیون مصر ونیو او د انګلیس سره يي د جنګ اعلان وکړ. مګر په مدیترانه کي انګلیسانو د فرانسي پوځیانوته ماتی ورکړه ، ناپلیون اړ سو فرانسي ته ستون سي دهندوستان د نیولو څخه یی لاس واخیست.

په ۱۷۹۹  ناپلیون د روسيي تر تړوڼ وروسته د هندوستان  د نیولو نوی نقشه د روسانو په ګډون جوړه کړه . ددی نقشي له مخي د دواړوهیوادو ځواکونه باید د ایران او افغانستان له لاري پر هند یرغل وکړي.[۹]

په دغه وخت کي زمانشاه د افغانستان پاچا د ډهلي د فتح لپاره په لښکر کښي لاس پوری کړ او تر پنجاب مخ ته ولاړ. انګریزان پر هند باندی د زمانشاه په لښکر کښي او د هغه هیواد د مسلمانانو په ولوله او هرکلي خبر سول او داسی انګازه خپړه سوه چي زمانشاه او ناپلیون دهند دفتح لپاره لاس سره یو کړی دي، نو وډاریدل، سمدستی یي په د یپلوماسی لاس پوری کړ. لارد ویسلی په کلکته کي د کمپنی حاکم اعلی خپل ایرانی استاذی مهدی خان ملقب په بهادر جنګ په بو شهر کي لارښوونه وکړه چي د ایران د دربار سره اړیکي ونیسي ، ایران د افغانستان ددولت پر ضد ولمسوی او د انګلیس کومک ته يي هیلمن ګړی .

مهدی خان د (فتح علیشاه قاجار ) پاچا دربار ته ورغي او وویل : « زمانشاه په لاهور کي دی د هغه ځای پر شیعه ګانو باندی ظلم کوي، په زرو شیعه ګان  د ختیځ هند  سیمو ته کډوال سوی دي، که د ایران پاچا پر افغانانو یرغل وکړی ،لوی ثواب به وګټي، ددغه کار لپاره به ښه دا وی ، محمود شاه د (زمانشاه ورور) چي په ایران کي کډ وال دی د کومکي ځواکونو سره افغانستان ته ولیږل سي څو پر ورور بر لاس سي او د زمانشاه ظلم پر شیعه ګانو ختم سي.»[۱۰]

فرهنګ د سر جان ملکم له قوله هغو لیکونوته نغوته (اشاره) کوي چي د زمانشاه د صدراعظم رحمت الله خان او د ایران صدر اعظم حاجی ابراهیم تر منځ تبادله سوي دي او کاږی : که چي د قاجار پاچا د سبزوار مزینان کلي کلابند کړ ، یو تن افغان د زمانشاه د وزیر وفادار خان لخوا یو لیک او یو څو ښایسته شالونه د سوغات په نامه د قاجار وزیر حاجی ابراهیم ته راوړل. د زمانشاه وزیر په دغه لیک کي کښلي وه:«که د ایران واکوال د شاهزاده محمود د ملاتړ څخه لاس واخلي او ډاډ راکړي چي د افغانستان پر خاوره برید نه کوو،څو زمانشاه وکړای سي په سم ډول خپل نقشه په هندوستان تعقیب  کړی، زمانشاه د خراسان د رئیسانو د ملاتړ څخه (د خراسان والي جعفر خان بیات او الله یار خان، د دراني دولت مامورین چی دایرانی دولت لخوا بندیان سويدی) ډډه کوي او ټول ولایت به دهرات تر څو میلي پوری ایران ته ورکوي.»[۱۱]

غبارهم پخپل تاریخ کي دغه لیک راوړی دی او زیاتوی چي: دغه پلا فتح علیشاه رضایت ښکاره کړی دی، شاه محمود ته یي وویل: تاسی باید د خرابی هوا له کبله په طبس او یا ترشیز کی ژوند وکړی او تر راتلونکی کال پوری نسی کولای د زمان شاه پر ضد اقدام وکړی .په راتلونکی کي به  د هغي سیمي عربو ریئسانو ته امر وسي چي د هرات په برید کي ستاسی سره مرسته وکړی . له دی وروسته زمانشاه یوه ورځ د هرات څخه د کندهار په تکل او فتح علیشاه د سبزوار څخه  د تهران په تکل راوکرځیدل . [۱۲]

د حیرانتیا خبره داده چي زمانشاه  دخپل تیار لښکر سره  دهیواد د لویدځو برخو (خراسان) د دفاع لپاره حاضر سو په دی شرط چي ایران د شاهزاده محمود د کمک څخه لاس واخلي، هغه د خراسان تیریږی. ایران چي داسي لوی سوغات د زمان شاه لخوا څخه ولید، په بیړه د زمانشاه په غوښننه راضی سو ، نو شاهزاده محمود يي له خپله ځانه لیری کړ، زمانشاه کندهار ته راغي څه موده دلته پاتی سو .په دغه وخت کي د ده پر ضد خطرناکه توطیه د کندهار د فیودالانو او خانانو لخوا د سردار پاینده خان په مشرتوب د یو هندی (میا غلام محمد ) په حجره کی جوړه سوی وه . هدف يي له پاچاهی څخه د زمانشاه ایسته کیدل، د وزیر رحمت الله خان وژل او د زمانشاه پر ځای د شاه شجاع پاچا کول وو. خو د مخه تر دی چه دغه تو طیه عملی سی، منشی محمد شریف چه په دغه ډله کي شامل و د ډلي اسراریی وزیر او پاچاته افشا کړه .  زمانشاه سمدستی  د غی ډلی ټول غړی بیلا بیل ځان ته را وغوښتل او اعدامی یی کړل. میا غلام محمد هندي هندوستان ته وتښتید مگر د رحمت الله خان  د سړیو لخوا ژر ونیول او ووژل سو .

د وژل سو مشرانو خپلوان او  عزیزان لکه ِ، فتح خان د پاینده خان بارکزی زوی د وروڼو سره،مهراب خان، شهسوار خان، ګدو خانِ، الله داد خان بارکزی ،الو خان او تیمور خان الکوزی ، عبدارسول خان ، امام بخش خان ،عبدالعزیز او محمد کریم خان علیزی،منصور خان ګرجی زی او نورچی د دوی شمیر۸۵  کسانو ته رسیده، له کندهاره ایران ته وتښتیدل او په ترشیز(او په بل روایت د کرمان په بم) د شاه محمود سره یو ځای سول.[۱۳]

په ۱۸۰۰ کال انګریز د زمانشاه د برید له خطر څخه او د هندوستان د ساتنی په مقصد ، د فرانسی او افغانستان پر ضد د یوتړون لپاره خپل فوق العاده استاذی سر جان ملکم ایران دربارته ولیږل.

سر جان ملکم، په ۱۸۰۱ کال دجنوری په میاشت کی د ایران د دولت سره تړون د افغانستان پر ضد لاس لیک کړ. چي ددغه تړون له مخي په هند کي دافغانانو، او فرانسویانو د هر ډول مداخلۍ مخ نیوي وسي  .ددغه تړون دوهمه ماده وایی چي : «کله چي دافغانستان پاچاهوډ وکړی  چي پر هندوستان برید وکړی ، څنګه چي د هنوستان اوسیدونکي د انګلستان د ټولواک وګړی دي. یو ځواکمن لښکر به د ټولواک له مامورینو لخوا د ایران شاهی دولت په واک کي ورکوي څو پر افغانستان برید وکړي او هغه هیواد ویجاړ او لتاړ کړي باید کوښښ وسي چي هغه ملت کمزوره او پریشانه سي.» اوپه څلورمه ماده دا بیانوی :«هر کله چي د افغانستان پاچا د فرانسي د ملت څخه وغواړی د شاهی دولت سره جګړه وکړی …انګلیس د ایران سره پوځي مرسته کوي».[۱۴]

انگریزانو د دی تړون وروسته ، قارجاری پاچایی خراسان نیولو ته و هڅاوه او هم یي فرانسه د هند د نیولو څخه نهیلی کړه او هم زمانشاه چي د هندوستان  د فتح خوب لیده د مخالفانو لخوا لمنځه یوړل.

د مخه اشاره سو چی د دغو فراریانو په جمله کی د سردار پاینده خان زوی  فتح خان هم شامل وو.دپوهاند حبیبی لقوله: «فتح خان یوهوشیار، قوی اود نفوذ خاوند شخصیت وو چی په  درانیوقومونو کی دفراه څخه بیا ترقندهاره دمیدان یوازنی توریالی اود شاهی کورنی وروسته یوازنی د ملی قوت سرچینه بلل کیده. » [۱۵]

فتح خان، شاه محمودیي د زمانشاه پرضد او د پاچاهی وړنګیدوته وهڅاوه.شاهزاده محمود چي دغسي ور ځ له خدایه غوښته د دوی په ملګر توب افغانستان ته رارهی سو. محمود دخپل پلویانو سره دسیستان حاکم ملک بهرام کیانی میلمه سو او د ملک بهرام لوری وخپل زوی کامران ته وروعده کړه او دهغه ځای څخه د فراه په لور روان سو. فتح خان دفراه او هلمند د درانیو اقوامو په مرسته، پرقندهار برید او قندهاریی تسخیر کړه او وروسته  کابل وخوا ته وخوځید. د مقراوغزنی یه مینځ کی  د دوولشکر جګړه وسول چی په نتیجه کی دزمانشاه لشکر ماتی وخوړاو زمانشاه کابل ته په شاتګ مجبورسو، مګر بالاخره زمانشاه دخپل وزیر سره ونیول سو او د خپل ورور شاه محمود په امر په سترګو ړوند سو(۱۸۰۱).[16].

دداکترجاویداو فرهنګ دنظرونو ورتَوالی:

په تأسف سره یو پوه او د نظر خاوند، داکتر جاوید د انګلیس د دغه تړون د هدف دښکاره کولولپاه د دغه موضوع سره علاقه ښوولي ده او وایی چي: د افغانستان نوم د انګلیس او ایران د لومړی تړون تر منځ د افغانستان او فرانسی پر ضد ، د افغانستان نوم نه دی کارول سوي ، بلکي د (افغان خاوره ) او یا (افغان مځکه) ویلی سوي ده.[۱۷] او زیاتوی چی: «دافغانستان نوم په رسمی ډول پر افغانستان باندی د انګریزانو  دلومړی یرغل (۱۸۳۹)په کندهار کي د هند ګورنر جنرال مکناتن اوشاه شجاع تر منځ تړون کي یادونه سوي ده. نو بویه له هغه وروسته افغانستان زموږ د هیواد رسمی نوم سوي دی او تر دی د مخه دغه نوم رسمیت نه درلود.»[۱۸]

پوښتنه پیدا کیږی چی د انګلیس او ایران استاذو په دغه مهم سیاسی تړون کې ولي د افغانستان د پاچا پر ځای د (خراسان پاچا) نه دی ویلی او نه دی کښلی ، ځکه تر دغه مهاله د خراسان ولایت  د افغانستان یوه برخه وه. نو د دغه څخه جوته کیږی چي د افغانستان نوم  ددغه تړون دمخه د ګاونډیو دولتونو تر منځ یو منلی او مشهور نوم پیژندل سوی وو.څنګه چي په دری اړخیز تړون کي د انګلیس ، رنجیت سنګ او شاه شجاع د جون ۲۶( ۱۸۳۸کال) د افغانستان نوم په اوومه ماده کي راغلي دی، نه د خراسان نوم [ ۱۹]. همدا رنګه هغه التوماتوم چي کرنیل ستود دارت  د انګلیسي دولت استاذی په ۱۸۳۸م کال دسپتمبر میاشت کي د فارس پاچاته تسلیم کړي، ویل سوی دی چي : «د بریتانیا ستردولت  د هرات نیول او یا دافغانستان هر ه برخه ستاسو د پاچا لخوا د انګلستان په مقابل کي یو د دښمني عمل شمړل کیږی »[۲۰]

زما په اند دغه یو کمزوره  دلیل او د منلو وړنه دی چی وویل سي د افغانستان نوم د انګلیس او ایران د تړون د لاسلیک دمخه 1801او یا په 1839د شاه شجاع او انګلیس تړون دمخه رسمیت نه در لود .باید ومنل سي چي د افغانستان نوم د دغو تړونو د مخه مشهور وو. انګریزانو او یا فارسیانو نسو کولای بیله د افغانستان د نوم څخه بل نوم پر دغه هیواد او خاوره وکاروي. په اصولی ډول بل هیڅ نوم نسي کولای چي د دغه هیواد پیژند ګلوی وکړی کوم چي د افغانستان واکمنانو پرهغه حکومت کاوه.

داکتر جاوید د افغانستان تر نوم لاندی وایي: «جان فوستر د انګلیس دختیځ هند د مامورانو څخه وو، په ۱۷۸۳ د تیمور شاه درانی په پاچاهی کي له بنګال څخه وخوځید او د کابل ،کندهار ، هرات له لاری ایران ته او له هغه ځایه څخه انگلستان ته ولاړ اوبیایی کتاب په دغه سرلیک وکیښ.»

 «Travels over land from Bangal to England.via Afghanistan.1783». [۲۱]

(د بنګال سفرترانګستان پوري د افغانستان له لاري)

بل افغان پوه داکتر خالدی پخپله مقاله کي کاږي: «جورج فورسترانګلیس په ۱۷۸۳/۱۷۸۲ کلنوکی د الفنستون څخه ۲۶ کاله دمخه د احمد شاه درانی د زوی تیمور شاهی درانی په پاچاهی کي دیوه کاروان سره ، کشمیر ،پیښور،کابل،هرات ، مشهد ، روسي او بیا لندن ته ولاړ…نوموړی پخپل (یون لیک) کي د افغانستان د هیواد او د افغان د دولت څو ځله یادونه کوي او دهغه دولت شا و خوا سیمي هم یادوی چي په هغو کي د تیمورشاه درانی خطبه ویل کیږی، دی بیله شکه دغه ځمکه د افغانستان په نامه يادوي او دغه نوم د خپل کتاب په سرلیک کي راوړي ، نو په همدی توګه د تیمورشاه په پاچاهی کي او د ده د دولت تر قلمرو لاندي ځایونه ټاکلي وه، ددغه هیواد نوم افغانستان وو. او تیمور شاه بشپړ پر دغو ولا یتونو حکومت کاوه.»[۲۲]

څنګه چه لیدل کیږی جان فوستر د خپل کتاب په سر لیک کي زموږ د هیواد افغانستان نوم یادوي، نه د خراسان ، نو دغه ټکي روښانه کوي چي د تیمور شاه درانی د پاچاهی په وخت کي زموږ هیواد د افغانستان په نوم یا دیدی او پیژندل کیدی. کله چي د تیمور شاه په دوره کي افغانستان د هیواد یو مشهور او رسمی نوم وو، کوم سالم عقل به باور و نه کړی چي د احمد شاه بابا  په پاچاهی کي د افغانستان نوم پر دغه پراخ قلمرو کارول سوي نه دی.جوته ده چي دغه نوم دستر ټولواک احمدشاه بابا په زمانه کي زموږ د هیوا د نوم وو، دجمعي د ورځو په لمانځه کي خطبه د افغانستان د پاچا احمد شاه په نامه ویل کیده، نه د خراسان په نوم او یا بل نوم.

که دافغانستان د دښمنانومقصد دا وي چي د افغانستان نوم بیله د باندنیو نړیوالو تړونوکي معتبر نه دی،نو  دوی دی ښکاره کړي چی د هیواد د تأسیس راهیسي ۱۷۴۷/تر۱۸۰۱په کوم نړیوال تړون کي د خراسان نوم د ا فغانستان د رسمي نوم په توګه کښل سوی دی؟ ښکاره خبره ده چي دغسي لاس وند په منځ کي نسته. د داکتر خالدی په خبره «په ۱۸ پیړی کي د هیڅ دولت څلور خوا وي د افغانستان په شمول، فارس، روسیه، عثمانی دولت د هغه مهال زبر ځواک دولتونو او نړیوال تړونو تاکلي نه وی.» [۲۳]

د۱۹ پیړی له پیل څخه چي انګریزانو د هندوستان د پولو د ساتلو لپاره د روسانو له ویري دری اړخیز تړونونه، لومړی له ایران  سره (۱۸۰۱) او بیایی د رنجیت سنګ سره (۱۸۰۹) او بیایی د شاه شجاع سدو زیسره په ۱۸۰۹ کی لاس لیک کړل . په دغو ټولو تړونوکي زموږ د خاوري واکمنان د افغانستان د پاچا په نامه ياد سوي دي، نه د خراسان پاچا. باید وویل سي د ۱۹ پیړی د مخه په هیڅ زمانه او هیڅ تړون او پیښه کي کوم سند شتون نه لری چي زموږ د هیواد واکمنانو، دګاونډي هیوادونه سره لاسلیک کړی وي او په هغه کي ز موږ د هیواد رسمی نوم خراسان یاد سوی وي. په  په دغه وخت کی افغانستان د دو لویو ښکیلاکی ځواکونو یعنی تزاری روسیي او بریتانیا په منځ کي د لویی تختي موقعیت وموند چي تر ۱۹ پیړی یی پایښت درلود.[ ۲۴]

مګرخراسان  د تاریخ له نظره:

منصفانه نه ده ، چي جغرافیایی او تاریخي حقایق تر سیاسی ملاحظاتو قربانی کړو،او د یوه تاریخي ارزښناکي او لرغونی خاوری د شتون څخه منکر سو . خراسان یو تاریخي واقعیت دی چی  د چنګیز تر یرغل پوری دهندوکش شمالی ښارونه لکه بلخ ، تخارستان د هرات په شمول د خراسان یوه برخه شمیړل کیدل .

هر څوک چي په اسلامی پیر کي د افغانستان ، ایران، او منځنی اسیا په تاریخو کي لږ مطالعه ولري، نسي کولای په جغرافیایی سیمه او تاریخ کی د خراسان د نوم او شتون څخه منکر سي.ځکه زیاتره پاڅونونه د استبداد پر ضد د امویانو او عباسیانو په دورو کي د خراسان او سیستان څخه راپاڅیدلی دي. د عباسی د وخت  تاریخ پوهان او جغرافیه لیکونکي لکه : ابن خردادبه، مسعودی،اصطخری، ابن حوقل،مقدسی او یعقوبی د خراسان جغرافیایی او سیاسی اوضاع ټاکلي ده. احمد ابن واضح یعقوبی د طاهریانو د دوری تاریخ پوه (۲۹۲ هجری ،مړینه)د خراسان ولایت د ګورګان څخه بیا تر نیشاپور ، بلخ او بخارا پوری شمیري. [ ۲۵]

زموږ د هیواد پخوانی جغرافیه لیکونکی، د حدود العالم مؤلف (۳۷۲هجری) د ګوزګانان (جوزجان) اوسیدونکي د خراسان څلور خواوي، د هندوستان ختیځ او لویدیځ د ګوزګان سیمه او د هغه شمال د جیحون سیند ټاکلي دي. تخارستان ، بلخ ، فاریاب او دهندوکش شمالی ښارونه د خراسان په نواحیوکی شمیري.[ ۲۶]

 بله خبره دا ده چي د عباسیانو او د امویانو د خلافت په ټوله موده کي د طاهریانو ترراوتلو پوری ، د اسلامی خلافت په تشکیلاتو کي د نیشاپور ښارد خراسان مرکز وو.او د خراسان د ولایتونولکه: طبیسین،قهستان،هرات ،بلخ، تخارستان،بخارا،سمرقند ، فرغانه،چاچ(تاشکند) مالیات عربی مامورینو راټولوله او د نیشاپور په خزانه کی زیرمه او بیا بغداد ته لیږل کیده . د مالیو راټولول او د عربی لښکر راغونډول د فتوحاتو لپاره او یا د اسلامی سرکښانوټکول ، د زرنج ښار د سیستان مرکز و وچي تر بلوچستان، کابل ،کشمیراو د بلخ تر پولو پوری یی پراختیا درلوده .د طبری خبره دخلګو ګڼوڼ او پولی یی تر خراسان ټینګی وي. د جغرافیا،لیکوالو په کتابو کي دغه جغرافیایی ویشینی د چنګیز تر تاړاک پوری د خوارزم پاچاهانو تر وخته ۱۲۱۷م پایښت درلود.

هغه څه چي واقعیت دی دا دی چي په منځنیو پیړیو کي د خراسان څلور خواوي دسیمي په سیاسي پيښو اړه درلوده. پر منځنی اسیا افغانستان، ایران، کوچنۍ اسیا باندی د چنګیزخان تر یرغل وروسته ،خراسان د تاریخی شهرت او نوم څخه ولوید.په تيره بیا د نادر افشار تر وژلو وروسته ۱۷۴۷ م لوی ایران د منځنی اسیا ، افغانستان اوایران په منځوکی وویشل سو، په دی مانا چي د مرو،سمرقند او بخارا ښارونه له خراسان څخه بیل ،د منځنی آسیا د خان نشینو(خانانو او ملکانو)په ډول چي لوی یی د بخارا خان وواداره کیدل. د احمد شاه ابدالی ددولت په جوړښت او دفتوحاتوپه پراختیا سره هرات، بلخ ،تخارستان ، نیشاپور، طوس(مشهد) طبیسین، قهستان د افغانستان په قلمرو کی داخل سول.

نو ویلای سو چي د نادر افشار تر وژلو وروسته د خراسان پراختیا کمه سوه،ځکه پراخو سیمو لکه : مرو ، بخارا ، تاشکند، سمرقند، خوارزم، هرات،بلخ، تخارستان له هغه څخه جلا سول او په نورو هیوادونو وتړل سول. ددغه بیان څخه مطلب دادی چي وویل سی خراسان د څو پیړیوپه اوږدو کي تر اسلام وروسته د مغلو تر راتګ پوری لوی وو.مګر د مغلی ځواکونوتر یرغل وروسته یی جغرافیایی پراختیا کمه سوه نو خراسان هم کوچنۍ سو. اوس مهال په ايران کي خراسان په درو ولایتونو ویشل سویدی دی.

 ما د ۱۹۸۱ کال څخه تر ۲۰۰۶کال پوري، ۲۶ کاله د خراسان د جغرافیي او تاریخ په باره کي مطالعه کړی ده او لیدلی می دی چی د هیواد نامتو تاریخ پوهانو لکه: ارواښاد غباراو ارواښاد حبیبي او نورو پوهانو هر یوه د خراسان په باره کي مقالي لیکلي دی، ماهم په ۱۹۸۳ د افغانستان د علوموپه اکادیمی کي د«ملکیت اراضی وشیوه های بهره برداری از زمین در خراسان قرون وسطی» تر سرلیک کتاب تألیف کړچی  د علومو داکادمی لخوا چاپ سوی دی. زه اعتراف کوم چي د افغانستان دښمنانو اصلی غوښتنه د لوی خراسان او یا کوچنی خراسان ثبوت نه دی، بلکی د افغانستان د نوم پر ځای د خراسان د نوم ځای کول دی.

موږ ټول پوهیږوچی ایران تر اتیا کلونو د مخه د فارس په نامه پیژندل کیدی، مګر په ۱۹۳۵ دهغه هیواد دولت د ایران نوم د فارس پر ځای بدل کړاو په رسمیت یي وپیژاند.  د هغه وروسته په هغه هیواد کی پردی نوم باندی کومه لانجه پیدا نه سوه، مګر په افغانستان کي 270 کلونه د مخه احمد خان ابدالی بریالی سو چي په کندهار کي د افغانستان دخپلواک دولت بنسټ کښیږدي ترڅو د افغانستان خلک پر خپل برخه لیک بر لاس او مسلط وي ، او هیڅ د باندني قدرت ته ایل نه وي، خو د شوروی  تیری او یرغل سره یو ځای زموږ هیواد ته ځیني مزدور کسان د پښتنو ملی شخصیتونو لکه : احمد شاه بابا ، میرویس نیکه ، وزیر اکبر خان ، سردارایوب خان او امان الله خان ته سپکاوی پیل کړ او وروسته یی موضوع ته تغییر ورکړ او دهیواد د نوم بدلول یي مطرح کړه.

د افغانستان څخه د شوروی پوځیانو وتل په۱۹۸۹، په تیره بیا د داکتر نجیب راپرزول په ۱۹۹۲ او بیا ربانی داسلامی حکومت د رئیس په توګه ټاکل، په پوهنتون کي د تاریخ استادانو خپلوشاګردانو ته د درسی وخت د پښتنو د ملی مشرانوپه سپکاوی او توهین تیراوه.

په همدغه وخت کي د افغانستان د تجزیی ، پاشلی توب او هیواد د شمالی برخه د(خراسان) په نامه د ستمی ډلی لخوا[ ۲۷] چي لطیف پدرام [۲۸] په هغه کي ونډه درلوده، او هم د سیمی د استخباراتی ډلو په همنوايي انګازی خپری سوی او بیا د سویلی سالنګ په دروازه کي لوحه وځړول سوه چي «خراسان ته ښه راغلاست!» او دغه د افغانستان د تجزیی لومړنی زیګنال وو. مګر امریکا د جنرال دوستم سره دغه طرح ونه منل. وروسته تر دی  ربانی غوښته چی د لوی تاجکستان طرحه وړاندی بوزی ،خو دغه موضوع د روسیی فدراتیف د داخلی استخباراتو لخواپه ایزویستیا ورځپاڼه کي افشا سوه او ربانی مجبور سو چي دغه ادعا رده کړی.

مګر طالبانو پخپل ټول تعصب او بنسټ پالی سره ، دشمالی اتحاد بولندویانو او ربانی ته دغه وخت ورنه کړ. ځکه دوی د جګړو په ټولو مورچلو کي د شمالی اتحاد بولندویان تارو مارکړل، نژدی و چي د نظارشورا کمبله دخواجه بهاوالدین د کلي څخه ټوله کړي او خلک ددوی دشر او فساد څخه وژغورل سي، مګر بخت دطالبانو سره ياری و نه کړه ،اوپه امریکا کي د سپتمبر ۱۱پیښه رامنځته سوه . امریکا دنړۍ د ۴۴ هیوادونو په مرسته د طالبانو له مینځه وړلو ملا وتړله اوپر افغانستان يي یرغل وکړ. د طالبانو د را پرزولو وروسته شمالی ائتلاف او شورای نظار د حامد کرزی له حکومت سره یو ځای ډګرته راووتل، یو ځل بیا د هیواد د نوم بد لول او د افغانستان د فدرالی موضوع د لطیف پدرام او شهرستانی وروڼو او پلویانو لخوا مطرح او زیات تبلیغ سوه، خو د ملی وحدت غوښتونکو او ملی کسانو د غبرګون سره مخامخ سول د منطقي مقالو کښل د قوی استدلال او شواهدو سره د دغو توطیو مخه ونیوله سوه.

د فدرالی او هیواد د نوم د تغییر په تبلیغاتو کي، ماهم لکه نور ملیګرایان د دغو تبلیغاتو په شنډولو کي د نوم د تردید او د فدرالی موضوع په باره کي  مقالي وکښلي او د افغان جرمن انلاین په پورتال کي خپری سوي ، ټوله زما دمقالو په آرشیف کي سته ، وروسته د افغانستان نوی اساسی قانون ریاستی نظام د فدرالی پر ځای په مرکزیت غوښتني مسجل کړنو د تجزیه غوښتونکو زهرجن غشي  د خاورو سره برابر سو.

افغاستان:

فیض محمد کاتب هزاره د افغانستان د نوم ایښودلو په باره کي کاږي : «دغه هیواد…د ستر ټولواک احمد شاه په زمانه کي د ټولواک (نادر شاه)د حکومت تر ړنګیدو وروسته په ۱۷۴۷م /۱۱۶۰هجری کال احمد خان د پاچاهی پر ګدی کښیناست، د(افغان) دډیرولس او خلکو په اعتبار چي په دغه هیواد کي میشته دي د(ستان) د لفظ په نښتون سره د افغان په پای کي (افغانستان) ونومول سو.»[۲۹]

که د فرشتي د تاریخ روایتونه چي داکتر جاوید راوړی دی د باور وړ وي،د افغانستان د نوم لرغونتوب او سابقه دوهمي هجری پیړی ته رسیږی. جاوید د فرشتي له تاریخ څخه داسی کیسه کوي:« لنډه دا چي افغان مسلمانان په کرهنه او ژون ژواک بوخت سول،خدای آس ، غویی او پسونه ډیر کړل ، مسلمانان چي د محمد قاسم سره د ملتان له لاري راغلل په هغه ټاټوبي کي میشته سول، دپیژندګلوی اړیکي یی وموندلی،په۱۴۳هجری قمری کي ددوی زوزات (اولاده)دیره سوه، دغرو څخه راووتل د هندوستان آباد ځایونه له (کرناج،پیښوراو شنوران)يي ونیول، د لاهور راجه چي داجمیر راجه سره يي خیښی درلوده، د دوی دشخړو دله منحه وړلو هوډ یي وکړ .یو د امیرانو څخه یي د دو زرو سپرو او پنځوزرو پلیو سره د سرکښو افغانانوپر ضد ولیږل.

په دغه وخت کي د خلج ،غوراو کابل خلک د اسلام په دین ګروهیدلی وه، د دین په ګیڼوسمبال وو. او ددوی مرسته یي د خپل همت لپاره مهمه ګڼله ،څلور زره کسان کومک ته راغلل او ددوی دخپل ملاتړ او مرستي له کبله د مقاومت جنډه خوړنده کړه د پنځو میاشتو په موده کي یی د کافران سره او یا نښتي او جنګونه وکړل او په ډیرو جګړو کي سوبمن وو. په دغه وخت کي پر کافرانو سړه هوا راغله، دوی زمول او زبون سول ټولو د جګړو څخه لاس واخیست،…د خلج او کابل خلک خپلو ځایوته بیرته ولاړل،هر چا چي د دوی څخه پوښتنه کوله چي د(روه) غرنیو مسلمانانو احوال څنګه وو؟ دوی ځواب ورکاوه چي غرونه مه وایاست، افغانستان وایاست،چي بیله فغان،ږوږ او بلغاک څخه په هغه ځای کي بل شی نسته.»[۳۰]

ددغه روایت څخه وروسته داکتر جاوید زیاتوی چي : «په ښکاره خلګو په خپله ژبه  ددوی کنډو او مینه افغانستان او خپلو ځانوته افغان ویل.»[۳۱]خو جاوید د شهنامي دغه بیت چي د کک کهزاد په ستاینه کي ویلی دی،هیرکړی دی:

نژادش زافغان،سپاهش هزار             همه ناوک انداز و ژوبین گداز

په دغه بیت کي د کک کهزاد د داستان څخه د« افغان» دکلمی مانا سر نه خوري کوم چي فرشتی پخپل تاریخ کي مانا کړی ده، همدغه د جاوید نقل قول په هر نیت چي وی دافغانستان نوم د معاصر افغانستان د جوړښت (۱۷۴۷م ) دمخه څو پیړی مشهوروو.

په بل عبارت (۷۰۰) کاله مخکی د افغانستان نوم د هرات  دال کرت د وخت تاریخ پوه سیفی هروی پخپل تاریخ کی د «تاریخ نامه هرات» کي ( ۳۵) پلا یاد کړی دی. نو ویلای سوچي دافغانستان نوم د مخه تر دی چي سیفی هروي یی په(۷هجری او۱۴ م) پیړی کي دهرات په تاریخ نامه کي وکاږی، مشهور نوم وو. چی د هرات په سویل او دهند په شمال کي موقعیت درلود، دکابل ، سیستان اود بلوچستان دمستونگ پوری ارتوالی لرلي.

دغه نوم په ځانګړی ډول د هرات د آل کرت(یاکُرد) په واکمنی کي په ۷ هجری پیړی کې هغه هیواد ته ویل کیدی چي د خاشرود او دلارام څخه پیل تر هلمند، ارغنداو، ترنک، روزګان، او بیا

ترسویل ختیځ سلیمان غرونو،وزیرستان، او د اټک دسیند ترسواحلو پوری اوږدوالي درلود.[۳۲]

معین الدین زمچي اسفزاری جغرافیه لیکونکي (۹هجری پیړي)څو پلا د افغانستان د نوم یادونه کوی. اوحدود یی پس له فراه او سیستان ښوولی دی. دی وایی «امیرانو وویل چي: اسفزار،فراه او سیستان د افغانستان  تر پولو پوری دهرات سیمي دي.» [ ۳۳ ]

کوم وخت چي احمد شاه درانی په کندهار کي د پاچاهی پر پلاز کښیناست، په جرګه کي د قبایلو خانانو او مشرانو هغه ته د افغانستان د پاچا مبارکی ورکړه ،نه د خراسان د پاچا په نامه.جوته ده د احمد شاه د پاچا د ټاکلو وروسته ،دامامانو او خطیبانو لخوا د جمعی په لمانځه کي د ده نوم د افغانستان د پاچا په توګه په خطبوکي ویل کیدی ؛نه د خراسان دپاچا په نامه، ځکه خراسان د نوی دولت د جوړښت څلور کاله وروسته د احمد شاه په قلمرو کي شامل سوو(۱۷۵۱). څنګه چي دافغانستان نوم په هغه مهال کي په خلګواو دقومونو په مشرانوکي یو منلی او مشهور نوم وو. نو دی ته اړتیا نه وه چي د هیواد د نوم لپاره  فرمان صادر کړی، دغه د افغانستان نوم د احمد شاهی درانی د پاچاهی دپراختیا سره د درانی حکومت پرټول قلمرو اطلاق کیدی.

د مشهد ،نیشاپور،تون طبس او قاین د افغانی قلمروسره مښلیدل(۱۷۵۰/۱۷۵۱م )او د خراسان نوم د احمد شاه د واکمنی پر قلمرو باندی خپرښت وموند.څنګه چي عبدالله خان دیوان بیګی دکندهار دښار د پرانیستلو په ورځ احمد شاه بابا یی د(جمال ملک خراسان) په نوم یاد کړ. او منشي محمود الحسینی په  ۱۷۵۱ د احمد شاه درانی په دربار کي مامورو، هغه ته یی دخراسان پاچا ویلی دی.

باید داڅرګنده سي چی د افغانستان نوم که په(۱۷۴۷م) کي ایښودل سوی وی،یا د ۱۸۰۱م ۸۳۹هجری کال څخه وروسته رسمیت موندلی وی، ډیر مهم ټکی دادی چې دغه نوم نن ورځ د نړۍ په نقشه کي او نړیوالو ټولونوته یو مسجل او منل سوی نوم دی. ددغو خلګو او ددغه نوم په پټه په زرهاو کتابونه او مقالی کښل سوی او خپاره سوي دي. ددغه هیواد لپاره د بل نوم پلټل او راوړل، نه یوازی د دی وطن دملت کوم درد نه دوا کوی بلکي ددولت او ملت ستونزې لاډیروی،قومی بیلتون ته لمن وهی او ملی وحدت ته صدمه رسوی. د افغانستان اصلی ستونزه ، د ټولینز عدالت نه درلودل،پر ټولو خلګود قانون ڼه پلی کول، بیسوادی، بیوزلې او وروسته پاته کیده دي؛ نه د هیواد نوم .

زموږ د خلګو بیوزلی، اکثره بی لوسته او ټولني اصلی ستونزه د هیواد نوم نه دی چي دهغه په تغییر ټوله ستونزی او لانجي له منځه لاړی سي .کار بیکارو ته پیدا سي، د دباندنیو هیوادونو مداخلی زموږ په داخلی چارو کي بندی سي، دتاریاکو دکښت مخنیوی وسی،او دملی پانګی غله او د جنګي جنایتونو مجرمان ونړیوال او ملی محاکموته وسپارل سي، ټولنیز عدالت پلی سي ټول د اساسی قانون اطاعت وکړی، شخصی ملکیتونه اومځکي لاندی نه سي.نه خیر! د هیواد دنوم په تغییرسره دغه ستونزی له منځه نه ځی. ښه به دا وی چي ووایو هر څوک چي په افغانستان کي ژوند کوي افغان دی ټول سره برابر یو او هیڅوک پر نورو امتیاز نه لري .

ښاغلی داکتر نور احمد خالدی په دغه باره کي کاږي:« کاشکي د نوم په تغییر زموږ د ستونزو حل وای، هر ډول تجزیه او قومی فدرالیزم به بد مرغی او مصیبت وي ځکه د ناراضه لږکیو د حساب په تصفیه به ختم سي. ددی خاوری قومونه تاریخ او جغرافیی د سیمه یزو سیاستونو په جبر سره یو ځای په یوه دولت کي شریک کړی دی. چي راتلونکی یی ددغو خلګو په لاس کي ده . زموږ دخلګو ستونزه قومی نه ده بلکي بیعدالتی او ورسته پاته کیده دي، زموږ اوسني ستونزه د قومونود یو ځای ژوند نه ده ، زموږستونزه سیاستونه دي چي قومونه یی یو دبله سره اچولی دی ، اوس کولای سو چی د ناوړی پیښي مخه ونیوله سي او د مرکزی دولت تر واک لاندی محلي ادارو او چاروته زیات اختیارات ورکړه سي.»[ ۳۴ ]

دافغانستان معاصر لیکوال ښاغلی عالم افتخار کاږی :«په لرغونو هیوادونو کی لکه افغانستان آسانه کار نه دی چي هر کس او ناکس چي وغواړی هر وخت نوم اوهویت ته تغییر ورکړی . نن ورځ زموږ هیواد د جغرافیا اودولت په توګه د بشریت په توله نړۍ کی د افغانسان په نامه مشهور دی. او خلګ يي (افغان او افغان نیشنل) بلل کیږی . تنګ نظره او سکتاریستی بحثونه د نوم او د افغانستان پرهویت دومره بد مرغی ده چي د افغان مانا پښتون او افغانستان مانا ، پښونستان!!!

دا بیړاتوب دی ، په رشتیا سره د افغانستان د ملت ټبرونه بیله رنځورو سیاستوالو څخه ،په خپلو ځایونوکی یو دبله سره ستونزه نه لری  او ددغه هیواد نوم (افغانستان)اونیشنلیتی هویت یی (افغان) دی.دنورو هیوادونو خلګ پښتانه وروڼه او خویندی(افغان) بولی.ښه دا ده چي ووایم د یوه ځانګړی قومی صفت څخه د ټولو اوسیدونکو په نامه افغانستان یو تاریخی او نړیوال نوم ګرځیدلی دی. زموږ مشهور جهانی هیواد په درولسیزوکي ډیری سرښندنی او قرباني ورکړي دي.»[ ۳۵ ]

نوربیا

مآخذ:

[۷]- فرهنگ افغانستان در پنج قرن اخیر،جلد1،ص31/32،چاپ 1371 مشهدایران

[۸]- فرهنگ، افغانستان در پنج قرن اخیر، ج۱، ص۱۹۴

[۹]- رقابت روس و انگليس در ايران و افغانستان ،از دکتر پيو، کارلوترنزيو،  ترجمه دکتر عباس آذرين ، چاپ بنگاه ترجمه و نشر کتاب ، تهران ، ١٣٥٩ ، ص ١٥ ، شوهاز، ‏مجله تحقيقى و فرهنگى بلوچ ، شماره اول ، ١٩٨٩، ص ٩ ‏

[۱۰]- افغانستان در پنج قرن اخير ، چاپ ايران ، ج ١، ص ١٩٠

[۱۱]- فرهنگ ، ج ١، ص ۱۹۲‏، غبار،ص۳۸۷

[۱۲ّ]- غبارُ افغانستان درمسیرتاریخ،ج۱ِص۳۸۸

[۱۳]- غبار،ج۱، ۳۸۹

[۱۴]- فرهنگ ، ج ١، ص ١٩١‏،مقایسه شود با غبار، افغانستان درمسیرتاریخ،ص503

[۱۵]- حبیبی، تاریخ مختصرافغانستان ،چاپ پشاور، ص 274

[۱۶]- الفنستون، افغانان،ترجمه فکرت،چاپ مشهدایران، ص۵٠٦-۵٠٧ ، حبیبی، همان، ص 274

[۱۷]- داکتر جاوید، اوستا،چاپ استکهلم، ص ۱۱۴

[۱۸]- داکتر جاوید، اوستا،ص ۱۲۸

[۱۹]- موهن لال کشمیری،زندگی امیردوست محمدخان، ترجمه دکتورهاشمیان، ج١، ص٣٢٣

[۲۰]-همان اثر ، ص٣٤٨

[۲۱]-داکترجاوید،اوستا،ص122

[۲۲] داکترنوراحمدخالدی، بازنگری به تاریخ افغانستان، سایت افغان سباون،20 جنوری2017

[۲۳] بازنگری به تاریخ افغانستان، سایت افغان سباون،20 جنوری2017

[۲۴]- بعد از فروپاشی اتحادشوروی در1991بازی بزرگ جدید درمیان کشورهای بزرگ جهان و در رأس امریکا برای تسلط برذخایر نفت وگاز اسیای میانه آغاز شده است که این بار نیزافغانستان بحیث مرکز ثقل این بازی خونین وکثیف قرارگرفته است.

[۲۵]- مجلۀ خراسان ، شمارۀ اول ، سال اول ، مقالۀ خراسان ، بقلم حبيبی ، ص ۴ و5

[۲۶]- حدودالعالم ، چاپ دکتر ستوده ، ص۶۲

[۲۷]-ملی ستم یوه سیاسی ډله ده، ظاهراً د تاجک قوم  دحقوقو لپاره جوړه سوی ده . مګر په باطن کی د پښتنو د حاکمیت پر ضد او د هندو کش دشمال څخه په زور د پښتنو لیږدول دي او د روسانو لخوایي ملاتړ او جوړه سوي ده. نو هغه څوک چي په پوهاوی سره د پردیو استراتیژیکو هدفونو لپاره کار کوی، د افغانستان د نوم تغییراو تجزیه وغواړی، د قومونو ورور ګلوی ته زیان ورسوی، هغه ته ستمي ویل کیږی.

[۲۸]-  د داکتر خاکسار په خبره ،لطیف پدرام په کال ۱۳۶۰ د ګوند د مرکزی کمیتی اخبار (حقیقت انقلاب ثور ) چي مدیر یی محمود بریالۍ و د مارکسیزم – لینیزم د څانګي مسؤول وو.په ۱۳۸۳ کي یي د دولت سره همکاری پریښوده او د شورای نظار سره یو ځای سو. د (پیام مجاهد ) چلوونکی وو. دا هغه وخت و چي د داکتر نجیب سره سازایان یو ځای سول. (د داکتر خاکسارمقاله ، اریایي سایت) اوس لطیف پدرام د ولسی جرگی غړی اود کنگره ملی په نوم دیوحزب مشر دی. په تیره اونی کی دخپل حزب کنګره په کابل کی دایره کړه او پخپل وینا کی وویل چی دیورند خط زموږ او دپاکستان بین المللی پوله ده او هیڅ څوک دپاکستان سره د دی خط په نامه  دعوا حق نلری. د ده دا موضعګیری د ډیروافغانانو احساسات و پارول او غبرگونونه وښودل سو.او  په  ولسی جرګه ګی ځینی وکیلان  لکه عبیدالله بارکزی او حمیدلالی او یوتعداد نورووکیلانو وویل چی لطیف پدرام دپاکستان ګوډاګی دی او باید محکمی ته وسپارل سی .(فیسبوک او یوتیوبته رجوع وکړی)

[۲۹]- فیض محمدکاتب،سراج التواریخ، جلد ۱ و۲، ص۳

[۳۰]- تاریخ فرشته، از محمدقاسم بن غلام علی، ص ١٨-١٩،بحوالۀ اوستا،ص118

[۳۱]- داکتر جاوید،اوستا، ص ١١٨

[۳۲]- تاریخنامۀ هرات، تاليف سيفی هروی،به تصحیح غلام رضا طباطبائی مجد، 1383تهران ،صص۱۶۹،۱۸۶،230- 244

[3۳]- معین الدین زمچی اسفزاری ،وضات الجنات فی اوصاف مدینه الهرات،جلد اول،به تصیح سیدمحمدکاظم امام ،1338،ص 489،416،410،

[۳۴]- داکترنوراحمدخالدی، بازنگری به تاریخ افغانستان، سایت افغان سباون،20 جنوری2017

 [3۵]- [ رک:سایت آریائی، لینک :  “http://www.ariaye.com/dari13/siasi2/eftekhar7.html” ]

 

لومړۍ برخه دلته ولولۍ:

د فرهنگ د تاریخ (افغانستان در پنج قرن اخیر) د څو ټکو تحلیل او کره کتنه (لمړی برخه)

 

Leave A Reply