جمعیت لویه تېروتنه کوي

0 649

لومړۍ تېروتنه یې دا ده چې که دوی ځانونو ته افغانان نه وايي، څنګه ممکنه ده چې قوماندان مسعود دې ملي اتل وي؟ اوله پوښتنه دا ده چې ایا ۱۷ کاله وړاندې وژل شوی قوماندان مسعود افغان و که افغانستانی؟ که افغان نه و، څنګه دې د افغان ملت له‌پاره اتل وي؟ که افغان و نو دا نږدې یاران یې څوک دي؟ ډېرو افغانانو ته دا پوښتنه پیدا شوې چې د ملي اتل په نوم دغه تپل شوي چریک قوماندان د عمر تر پایه له څو ولایتونو پرته ولې و نه‌شوای کولای ان د کابل سروبي او چهار اسیاب ولسوالۍ وویني.

دا څه ډول اتل دی چې د کابل ښار یې لوټه لوټه کړ او څلور کاله د ده او حکمتیار په جګړه کې په زرګونو خلک شهیدان او ټپیان شول. د امریکایانو په زور د ملي اتل ورکړی لقب له هماغه پیله د ده له پلویانو پرته هیچا ته د منلو وړ نه و، لامل یې اوس مالوم شو چې هغه هم د خپلو اوسنیو یارانو په څېر د افغانانو په پوټکي ور ننوتی افغانستانی و.

جمعیت اسلامي په ښکاره د زور غاړه نیولې او د اساسي قانون په مخالفت کې دریدلی دی. د افغانستان د اساسي قانون ۴مه ماده په روښانه وايي چې په دې هیواد کې هر اوسیدونکي تبعه ته د افغان په کلیمه اطلاق کیږي ، خو جمعیت کې راټول یوزیات شمیر د اساسي قانون دا ماده نه مني. دافغانستان د نویو بریښنا يي تذکرو د ویشلو په درشل کې د جمعیت او یوشمیر نورو غوښتنه داده، چې د افغانستان د اساسي قانون دغه ماده دوی نه مني. په داسې حال کې چې د اساسي قانون د هرې مادې د تعدیل له‌پاره لاره مشخصه شوې او که څوک غواړي چې د اساسي قانون دغه ماده تعدیل کړي، د لویې جرګې له لارې یې تر سره کولای شي، خو دغه سرټمبه مخلوق وايي چې دوی یې په خپل زور د دغې مادې عملي کېدل منع کوي. جالبه خو لا دا چې د اساسي قانون په مټ راغلي د ولسي جرګې یو شمېر کاغذي پړانګان بیا ان د وسله‌وال بغاوت ګواښونه کوي.

یو څوک چې ځان ته افغان نه وايي ولې باید د افغانانو اتل وي او شي؟ د جمعیت اسلامي هغه ټولې ادعاوې ملت ته اوس تر بل هر وخت روښانه شوې دي چې د مقاومت په نوم یې ډنډوره کوي. په تېرو ۱۷ کلونو کې هر جمعیتي چارواکي د یوې ګټورې وسیلې په توګه د مقاومت او ملي اتل له نومونو استفاده کړې. که دوی افغانان نه وي، د افغانانو پر وړاندې یې مقاومت کړی دی؟ د جمعیت سرلاري د طالبانو پر وړاندې د ۹۰ لسیزې په دویمه نیمايي کې شوې جګړې ته د مقاومت نوم کاروي چې ۱۴کاله وړاندې یې په اساسي قانون کې د ځای پر ځای کولو ډېر کلک کوښښ وکړ، خو بریالي نه‌شول. د پخواني ولسمشر له برکته د دوی اتل پر افغان ملت ور وتپل شو او اوس باید د هغه کورنۍ او وروڼه دا روښانه کړي چې قوماندان مسعود افغان و که نه؟ که نه و باید هغه فرمان بېرته رد شي چې د اتل لقب یې پر افغان ملت ور وتاپه.

جالبه ده د جمعیت په نوم ډلګۍ د اساسي قانون ۴ مه ماده چې د افغان کلمه یې په افغانستان کې پر ټولو اوسیدونکيو اطلاق کړې نه مني، خو د همدې قانون پر اساس افغانانو ته مشخص شوي امتیازات لکه پاسپورټ، کار، د اوسېدو ځای، په سیاست کې برخه او نور غواړي.
دا رنګه د ولسمشر د واکونو په تړاو د اساسي قانون مادې هم نه مني، خو د همدې قانون پر اساس ټاکنې غواړي، تابعیت غواړي، ښې چوکۍ غواړي، د پارلمان غړیتوب یې په غیر قانوني ډول مني. دوی وايي فرمايشات او د عبدالله موافقه‌لیک یې تر اساسي قانون لوړ دی او منل يې تر اساسي قانون لوړ او حتمي ګڼي، خو د ولسمشر فرمانونه نه مني. هغه ګمارنې چې د جمعیت په ګټه وي بايد تر سره شي او هغه چې ولس يې غواړي هغه نه مني. افغان نه دی خو خپل قوماندان د افغانانو ملي اتل بولي او احترام یې د دوی په غوښتنه باید ټول تر سره کړي. افغانان نه دي، خو د افغانانو ملکیتونه غواړي د دوی په نامه شي.

ډيموکراسي تر هغو مني چې د دوی ګټه پکې وي، که داسې نه وي دوی جهاد کړى، نه يې مني. جهاد یې د خدای له‌پاره نه، بلکې د قدرت له‌پاره کړی او هر چېرته خپله دغه توره را وباسي. خپل نالوستي او حکومت مخالفو ته له جنرالي په ټیټه رتبه او وزارت راضي کېږي نه، خو د بل قوم مخالفي ته مرګ غواړي. خپله د افغان په ملت د تذکرو د وېش له‌پاره جګړه روا ګڼي، خو له نورو د هر څه په سلبولو او اخیستو هغوی ترهګر ګڼي. خپل ګړنګن ورته سردار برېښي او د بل شهزاده په خپل کلي کې نه‌شي زغملای.
نو دې ټولو مسالو ته په کتو سره جمعیت ټول افغانستان یوازې خپل ګڼي او غواړي چې افغان ملت دې دوی ته لاس په نامه ولاړ وي او هر څه دې د دوی له خوښې سره سم د افغانانو په هېواد کې وشي، خو دا خوب لکه چې نور د اباسین په څپو لاهو کېدونکی دی. افغانان به د افغان په نوم تذکره اخلي، خو درېغه چې دوی د ولسونو تر منځ په دې نامه کرکه زیاته کړه.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply