د لعلونو پر خزانه پروت وږی ملت

پوهنمل دکتور اندوس رحمت ځواکمن

0 165
 د لیکنې انکیزه: په یوه بهرني تلویزیوني کانال کې د شوکاڼې (تالک) د منرال په هکله د يوه بهرني خبریال مصور رپوټ. 
 هسی خو سرسری ټول پوهیږو چې د افغانستان غمیزه او اوږده  جګړه یوازی د ایدیالوژیو جګړه نه ده. که ژور فکر وشي او جنجالونه راوسپړل شي نو خبره د ښکیلاک تاریخ او تیرو ټولو تاریخي پېښو او جګړو ته رسیږي.
 موږ پوهیږو چې څرنګه، چېری او کله بشری جګړی پېښی شوي او علتونه یې څه وو؟
 دومره ویلای شو چې د افغانستان وروستۍ څلویښت کلنه غمیزه هم، د نوموړي هېواد د ستراتیژیک اهمیت او طبیعي زیاتو او نادرو زیرمو له امله، یوه جیو ایکونومیک او جیو پولیتیک شخړه او لانجه ده.
په دغه لنډه لیکنه کې زموږ د هېواد پر بدمرغیو د جګړي پر عواملو او د وطن د رنګارنګ شتمنیو پر چور او لوټ زیاتي خبری نه شی کیدای ، خو غواړم چې یوازی د افغانستان د یوه قیمتي منرال ارزښت ته، چې اروپايې او امریکایې بازارونو ته یې لار موندلی او د دغو هېوادونو اړتیاوی یې پوره کړي د لوستونکو پام راوګرځوم.
 د دی پاسته ، مهم او ګټور منرال چې تالک یا شوکاڼې نومیږي ارزښت او اهمیت دومره زیات دی،چې له اروپا یو خبریال د ننګر هار تر شیرزادو ځان وررسوي او غواړي چې د تالک اصلي ټاټوبی و مومي. خلکو ته ووایې چې دا او دی ته ورته نوري الاهي شتمنۍ د ځمکې پر مخ په یوه داسی ملک کې لکه لعلونه خورې وری پرتې دي، چې ملت یې په خیټه نه دی موړ او له جګړی او بد مرغیو کړیږي.
 خبریال په یوه تلویزیوني کانال کې د راپور له خپرولو دمخه له یوی راډیو سره یوه مرکه هم لرله. نوموړی په خپله مرکه کې د ځنو پوښتنو په ځواب کې وویل چې، د غه کانی مواد د افغانستان له رنګارنګو لسګونو غوره قیمتي کاني توکو او طبیعي زیرمو څخه یوازی یو ډول دی.
دهغه په وینا که د نوموړی هیواد له طیعی شتمنیو سمه ګټه واخستل شي، نو په نړۍ کې به د ډیروشتمنو هیوادونو په ډله کې ودریږي. د خبریال په وینا چې اوس شوکاڼې د ملیونونو ډالرو په ارزښت له ننګرهاره پاکستان ته لیږدول کیږي او بیا له هغه ځایه د پاکستان په نوم، ځنو اروپایی هیوادونو، امریکا، چین او نورو ته صادریږي.
 د نوموړی په وینا افغان ولس ته یې دومره خیر نه رسیږي او زیاتره ګټه يې ځنی د دولت دننه فاسدی مافیاي ډلی، سیمه ییز ټوپکسالاران او وسله وال مخالفین ترلاسه کوي.
 په دغه مستند تصویري رپوټ کې ، خبریال هڅه کړی چې هغه شوکاڼې یا تالک چې اروپايې بازار ته رارسیږي او دلته په لسګونو درملو ، غذایې توکو او د سینګار په سامانونو لکه میکپونو او نورو کې ورنه کار اخستل کیږي، اصلی ټاټوبی ومومي.
 نوموړی د معلوماتو پر بنسټ له کابله جلال آباد ته د تالک یا شوکاڼې فابریکی ته ورځي. هلته د فابریکي له له یوه جارواکي سره تر خبرو وروسته، ځان شیرزادو ته رسوي او کان ته نیږدی ورځي. خو څرنګه چې خپله د کان ځای دومره امن نه دی، نو خپل موبیل تلیفون یوه ځايی کارکوونکي ته ورکوي، تر څو د شوکاڼې په کان کې د کار بهیر عکاسي کړي.
 له ځنو کارکوونکو سره خبری کوي، بیا بیرته ښار ته راځي، له یوه تن د غټو لاریو له چلوونکی سره چې شوکاڼې لیږدوي خبری کوي، د ننکرهار د ولایتی شورا له یوه تن سره، یوه ځایې خبریال سره، همدارنګه د کانونو په برخه کې له یو بل چارواکي سره خبری کوي. بیا د شوکاڼې په بار لارۍ کې تر تورخمه ځي او دا ټول حالت په یوه مستند فلم کې تنظیموي.
همدارنګه په دی مصور راپور کې له یوه برتانوي سره چې د ستلایت له لیاری د فضایی عکسونو له مخي د افغانستان ځمکه څاري او د کانونو حالت څېړي هم خبری کوي.
په پای کې دیوه اروپایی هېواد د شرکتونو له ځنو مسؤلینو سره د شوکاڼې په هکله پوښتنی کوي ، چې دوی دا شوکاڼې له کومه ځایه او له کوم هېواده ترلاسه کوي. هغوی ورته وایی چې دا شوکاڼې له پاکستانه ترلاسه کوي.
 ځنی نور غوره ټکي هم شته چې د خبریال په راپور کې ورته ګوته نیول شوي ده
 : ۱- په کان کې په کارکوونکو کې کوچنیان هم تر سترګو کیږي. په درنو او خطرناکو کارونو کې د کوچنیانو ګمارل، د کار د بشري قوانینو له امله یو ناروا عمل دی او خبریال ورته ځانګړی اشاره کوي.
 ۲
– د یوه کارکوونکې په وینا چې د خبریال پوښتنه ځوابوي، وایې چې دا یو دروند کار دی زیاتره کار په کولنګونو کوي، ښه کاري وسایل او کاري مصؤنیت نشته، کله کله له غره ډبری خویږي، کارکوونکي ژوبلوي او د مرګ پیښي هم رامنځ ته کوي.
 ۳-
کان په نا امنه سیمه کې دی، د دولت وسله وال مخالفین هم خپل باج اخلي، او دا پیسي په جګړو لګیږي
. ۴-
 د کانونو د ویستلو دولتی قراردادیان هم دولت ته سمه مالیه  نه ورکوي او په دولت کې فاسده کړۍ له دغو غیری فني او ځنو غیری قانوني کیندنو ګټه ترلاسه کوي
. ۵-
دا ښایسته او ګټور منرال، تالک یا شوکاڼې له افغانستانه پاکستان ته وړل کیږي او له پاکستانی مهر او ټاپي وروسته په دوه چنده بیه د کراچۍ بندر له لیاری بهر ته صادریږي، پاکستانی نوم ځان ته خپلوي او ویاړ یې هم پاکستان ترلاسه کوي.
 ۶-
بهرني شرکتونه یې هم د پاکستاني تالک په نوم پیژني، خبر نه دي او یا نه غواړي خبر شي چې دا د افغانستان شتمني ده او له یوی جنګځپلی سیمي راوړل کیږي.
 ۷-
 په پای کې د اروپایی سیاستوالو او حکومتی چارواکو پام دی ته را اړوي، چې په شرکتونو فشار راوړل شي، ترڅو د تالک یا شوکاڼې په واردولو کې قوانین په نظر کې ونیسي او د شوکاڼې یا تالک په کان کې کاري مصؤنیت، قانوني استخراج او دا چې پر جګړه کې ښکیل وسله وال مخالفین تری ګټه ترلاسه نکړي، باوري شي.
 زما په اند چې د یوه بهرني خبریال دا مستند راپور د دری ژبی د متل ( مشت نمونۀ خروار) یوه ښه بیلګه ده. زموږ ملت پر خپله ځمکه بیشمیره شتمنۍ، لعلونه، د سرو او سپین زرو خزانی او په لسګونو نور کاني توکي لري، چې زرګونه کلونه زموږ د خاوری په خیټه کې خوندي و، خو د جګړی او بهرنیو یرغلونو په کلونو کې د سیمه ییزو قاچاق وړونکو، جنګسالارانو، یو شمیر فاسدو دولتي چارواکو، ځنو دښمنو ګاونډیانو او وطن پلورونکو منګولو ته لویدلي، بی له دی چې د افغان ولس لپاره د یوه ډاډمن کار او گټی وسیله شي، بی له دی چې له نړیوال نورم سره برابر په قانوني توګه استخراج شي، په ډیره ارزانه او غیری فني توګه دځمکې له سیني راسپړل کیږي، ځنی یې په قانوني او ځنی په غیری قانوني توګه کاونډیو هېوادونو او له هغی لیاري بهرنۍ نړۍ ته وړل کیږي. ولس خبر دی چې د بدخشان لعلونه، لاجورد، زمرد او نور قیمتي منرالونه په تیرو څو لسیزو کې په غیری فني توګه کیندل کیږي، او قاچاق کیږي. همدا سی د هیواد په ګوټ ګوټ کې نور کاني قیمتي توکي، طبیعی ځنګلونه اونوری شتمنۍ د لوټ او قاچاق سره مخ دي .
 ډیره به ښه وي چې که چېرې زموږ د کانونو شتمني د ملت په درد نه خوري، سیمه ییز جنګسالاران او وسله وال مخالفین یې د جکړی د اوږدولو او ګټلو لپاره کاروي، یا په ډیره ارزانه بیه د ځنو فاسدو چارواکو، مافیایی کړیو او بی انصافه سوداګرو جیبونو ته لویږي، نو ښه به دا وي چې لومړی دولت په بشپړه توګه د قانونی او معیاری کیندنو، رڼو معیاري قراردادونو، کاري مصؤنیت او امنیت زمینه برابره کړي او بیا د کانونو استخراج پیل کړي.
که دا نه شي کولای نو د نورو کانونو د کیندنو او قراردادونو مخه دي ونیول شي. ولس او دولت دی په ګډه دناقانونه کیندنو او قاچاق اساسي مخنیوی وکړي. تر څو چې سراسري سوله نه وي ټینګه شوي، د کانونو قرادادونه به هم په معیار برابر نه وي، کیندنی به یې هم په غیر فنی ډول ترسره کیږي، ضایعات به يې هم زیات وي. کارکوونکي به یی هم روغتیايی بیمه، د معلولیت، معیوبیت او مرګ په حالت کې د کورني د عایداتي تأمین قانونی مصؤنیت نه لري، زیاتره به قاچاق کیږي، دولت او ولس ته به یې هم لږه ګټه رسیږي. قراردادیان به یې هم زیاتره جنګي قوماندانان او سیمه ییز هغه زورواکان او قاچاق وړونکی وي چې حلالی پیسي نلري او د ظلم، غلا، فساد او خیانت په پیسو ملیونران شوي، پانګوال شوي او سوداګر شوی دي. فاسد او بډی خوړونکي چارواکي به ورسره شریک وي او ګټي به په خپلو منځونو کې ویشي. ولس به بیا هم له دی ملی شتمنۍ بی برخي، وږی او بی وزلی وي.
په کار ده چې په هغه سیمو کې چې کانونه استخراجیږي، سیمه ییزو اوسیدونکو ته د ژوند اسانتیاوي، اړین خدمات او د کار او ګټي مناسبه زمینه هم برابره شي. په پای کې له خبریال مننه کوم چې په اروپایې بازارونو کې یې د ښایسته تالک سرچینه په مستنده توکه افغانستان ته رسولي او خلکو ته یې سپینه کړی او روښانه کړی چې د لویدیځ بازار ته راغلي تالک د پاکستان نه دی، بلکه د یو جګړه ځپلی هېواد افغانستان دي.
په محصلینو او نورو څېړونکو غږ کوم جې د کتابتوني متود تر څنګ د څېړنی په ساحوي متود هم تمرکز وکړي. په خپلو مونګرافونو او نورو اکادمیکو څېړنو کې سیمه ییزی ستونزي په سمه توګه وڅېړي، د غوره او تازه کره معلوماتو په زیاتوالي او پوهاوي کې مرسته وکړي.
 څیړونکې کولای شي د شیرزادو، د ننګرهار د نورو سیمو او کونړ د شوکاڼې په کانونو څېړني وکړي. دی ته ورته نور کانونه چې په ټول هیواد کې پراته دي، همدارنګه داسی نور د ورځي موضوعات د خپلو مسلکونو په عینکو کې وګوري او د بیلابیلو مسلکونو خاوندان یې بیلابیلي برخي و څېړي.
 همدارنګه هیله لرم چې رب مو په وطن کې سوله ټینګه کړي، دښمنان مو د رڼايی او پوهی مرکزونه او ښوونځي د رڼا او پوهی خپرولو ته پریږدي، تر څو دا ولس خپله ګټه او شتمني وپیژني او په خپلو فکرونو او لاسونو یې د ځان په ګټه وکاروي.
 د یادولو وړ ده چې د ننګرهار د شیرزادو د جګړو په هکله چې زیاتره د شوکاڼې پر کان د ولکې پر سر پیښیږي ، د انعکاس رادیو تلویزیون هم په زړه پوری راپور خپور کړی دی.
 که جګړه پای و مومي نو دا د شتمنیو او خزانو وطن به هرومرو د شتمنو هېوادونو په لیکه کې ودریږي. ځکه چې دا هېواد د بیشمیره پراخو طبیعي زیرمو څښتن دی.
 کلونه پخوا په دی ملي ترانه کې هم داسی یاد شویدی:
  ای زما وطنه د لعلونو خزانې زما
 ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما
 ای زما وطنه،
 ای زما  وطنه
…….
پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
 20- 12- 2020

Leave A Reply

Your email address will not be published.