ایران زموږ نه برادر، نه هم کیش او نه هم زبان هیواد دی

محمد داؤد مومند

0 219

د افغان جرمن په سایت کی دوه تنو، چی یو یی جمعیتی او د آخوند ربانی چی با ایمانه، ملی او روئین تن مبارز داکتر هاشمیان پری د (جنګانی) نوم ایښی وه نږدی خپلوان کیږی، ایران ته په پورتنیو صفاتو په لرلو سره، له یوی خوا په تاریخی عینی واقیعتونو خاوری او ایری شیندلی دی او د بلی خوا یی زموږ په ټولنه او هیواد کی د ملی ارزشتونو او څرګندو ملی واقیعتونوسپکاوی کړی دی.

ایران لکه د نورو ګاونډی هیوادونو که پاکستان دی، که تاجکستان، ازبکستان او که ترکمنستان، یو ګانډی هیواد دی.

موږ تل د ایران سره د تاریخ په پړاونو او ادوارو کی کلکی او درنی ستونزی درلودی او لرو یی. د دی تاریخی ستونزو نه زموږ او نړیوال تاریخونه ډک دی او د هغی تکرار ته ضرورت نشته، همدا تاریخی ستونزی څرګندوی چی موږ هيڅکله (برادر) نه وو، او د همدی تاریخی واقعیتونو او د ملی منافعو پر بناء (برادر) کیدای نشو.

که خبره او ادعا پر اسلامی هویت باندی ولاړه وی نو پاکستان تر ایران موږ سره په اسلامی او مذهبی مشترکاتو کی، د ایران به نسبت زیات نږدیوالی لری نو پاکستان هم باید (برادر) هیواد وبولو.

که  ګاونډیتوب د برادرۍ معیار وی، نه ځانله پاکستان بلکه دری نور هیوادونه هم باید زموږ، برادر هیوادونه وبلل شی.

که د اسلام خبره وی، لمړۍ خو زه د ایران په اسلامیت کی شک لرم او ددوی اسلام ته بت پرستی وایم، ځکه دوی خپلو مذهبی مشرانو لکه خمینی او خامنه یی ته د عبودیت مقام قائل دی.

 زموږ ملت حنفی مذهبه امت دی او زموږ په مذهب کی دا رنګه بت پرستۍ نشته.

د ایران اسلامیت دوی ته حکم کوی چی زموږ بی وزله هزاره مهاجر د خپلو فاشیستی او توسعه غوښتونکو مقاصدو او اغراضو دپاره د ګانډیو هیوادونو سره په جګړو کی ، دی جهنمی جګړو ډګر ته ولیږی.

بر عکس پاکستان، تاجګستان، ازبکستان او ترکمنستان زموږ په څیر حنفی مذهبه ټولنی دی.

ایرانیان زموږ هیواد د شرقی ایران په توګه پیژنی او زموږ د تاریخی هویت نه کاملاً منکر دی.

چنانکه علامه حبیبی د ایران د دری زره کلن شاهنشاهیت د نړیوال تجلیل په درشل کی مجبور شو چی د مساوات په درنه اخبار کی د ( تاراج تاریخ) تر عنوان لاندی یوه تاریخی مقاله ولیکی او د ایران فاشیستی مدعیات رد کړی ( افتخار په لوی علامه حبیبی).

دا ټول پورتنی هیوادونه زموږ ګاونډی هیوادونه دی او بس.

 تر څو چی زموږ په مینځ کی ملی، سیاسی، اقتصادی او کلتوری ستونزی وجود ولری او د ملی منافعو د ارجحیت مسئله مطرح وی، تر هغی د برادرۍ او برابرۍ ادعا به یوه بی ځایه او بی رکنه جعلی ادعا ګڼل کیږی.

اسلامی تاریخ څرګندوی چی حتی اصحابو به د غنایمو په تقسیم باندی لکه وحوشو جګړی کولی، نور خو لا پریږده.

اوس به راشو د (هم زبان) غلطی او جعلی فرضیی ته.

هغه دوره چی په دری ژبه کی د (دهه قانون اساسی) په نامه یادیږی او په مجموع کی دا یوه آزادی خواهانه او انسانی دوره وه، ددی دوری په مترقی اساسی یا بنسټیز قانون کی د (فارسی) ژبی اصطلاح د لمړی ځل دپاره د هیواد په تاریخ کی په (دری) باندی واوښته.

ستر ملی هدف دا وه چی په هیواد کی دری ژبه د ایران د فارسی ژبی نه جلا کاندی او دی ژبی ته قسماً د بین المملکتی ژبی په عوض ځانګړی ملی  رنګ او هویت ورکړی.

پدی بنسټیز یا اساسی قانون کی د علامه محمود طرزی د هغی ملی توصیی په اساس چی په سراج الخبار کی یی تصریح کړیوه، په یوه ځانګړی ماده کی پښتو د یوی ملی ژبی په حیث وپيژندل شوه، البته پښتو او دری ژبو د هیواد د رسمی ژبو حیثیت تر لاسه کړ، او ددی دواړو ژبو رسمیت په ټولو بعدی اساسی قوانینینو کی تر نن ورځی پوری تضمین او خوندی شوی دی.

په افغانستان کی د ټولو نړیوالو منابعو په استناد د پښتون تبارانو نفوس له پنځوسو فیصده څخه زیات ښودل شوی، پر هغه مهال چی زه په پوهنتون کی وم، د معاصر افغانستان په تاریخ کی چی استاد یی جنت مکان ملی بی آلایشه شخصیت پوهاند فضل ربی پژواک وه همدا احصائیه ښودل شوی وه.

د لمړی ځل د پاره، بلشویکی چپګراء میرغلام غبار چی د استاد سیستانی په وینا سیاست باز یو وګړی وه او د استاد کاظم د لیکنی په استناد دده تاریخ، د تاریخی دیالکتیک په متود، روش او اصولو چی هماغه مارکسیستی متود وه  لیکل شوه وه، د تعصب او ستمی احساساتو له مخی د پښتنو نفوس په افغانستان کی څلویښت فیصدو ته راټيټ کړ. (په راتلونکی ورځو کی به زه د پښتنو د نفوس او احصایی په ارتباط  د غبار او ستمیانو د ادعا په تردید، یوه مقاله ولیکم)

تر میرغلام غبار وروسته د شورای نظار او جمعیت، ستم، پرچم د حکمرانۍ په دوره کی د پښتنو نفوس به هیواد کی دیرش فیصده وښودل شو او د همدی دوهمی سقوی حکمرانۍ په دوره کی دا احصائیه نړیوالو منابعو ته هم ورکړل شوه.

د پښتنو تر څنګ په افغانستان کی نور لوی او واړه اقوام ژوند کوی چی هغوی هم خپلی ځانګړی قومی او بومی ژبی لری لکه ازبکان، ترکمننان، بلوڅان، نورستانیان او داسی نور. نو آیا ممکنه ده چی ددی اقوامو او ژبو د موجودیت سره افغانستان د ایران سره (هم زبانه) هیواد وبلل شی؟

آیا دا ادعا به د پښتنو او نورو اقوامو د ژبو د موجودیت نه څرګند انکار نوی؟

آیا داسی ادعا د دی ګنو ولسونو د ثقافت څپکاوی او اهانت نه بلل کیږی؟

که په اساسی قانون کی پښتو او دری دواړه رسمی ژبی وی، نو بیا څنګه کیدای شی چی ایران زموږ سره هم زبانه هیواد وبلل شی؟

څو فیصده ایرانیان په پښتو ژبه پوهیږی؟

جواب، صفر فیصد دی.

بر سیره پردی زموږ په اساسی قوانینیو کی ولی د دری اصطلاح د فارسی اصطلاح ځای ونیو؟

که په دی تغییر کی یو ملی هدف نه وی مضمر او دری او فارسی ژبی کلاً یوه ژبه وی، نو غوره به دا وی چی په اساسی قانون کی د دری اصطلاح بیرته په فارسی بدله شی او د دری کلمه د تاریخ لمن ته وسپارل شی.

د دری ژبی نامتو او مسلکی لیکوال خلیل الله معروفی بیچاره شل کاله کیږی، چی دایران د ثقافتی تاراج او د ایرانی اصطلاحاتو د ترویج د مخنیوی د پاره په مبارزه بوخت دی، خو د زمرد فروشانو نظار شوری، سقو پرستان او جمعیت ستم پرچم د ایران په ننګه او ګټه ولاړ دی، تر څو د پښتنو ملی موجودیت او ثٍقافت ته په ټولو ابعادو کی خاتمه ورکړی.

د افغانستان ټول اقوام خپل ځانګړی قومی عنعنات او ممیزات لری چی د ایرانی ولس د کلچر سره نه یو والی لری او نه ورته والی.

پښتانه په پښتونوالی او په پښتنی کودونو سمبال او مفتخر دی، ترکمنانو او ازبکانو او بلوڅو ته خپل عنعنات او قومی ممیزات او دودونه محترم او مقدس دی.

زموږ ددی قومی مشخصاتو او ممیزاتو او عنعناتو د مجموعی نه زموږ ملی کیش او آئین جوړیږی، چی د ایرانیانو د کیش او ملی ممیزاتو سره سمون نه خوری.

لذا په نتیجه کی به صراحت سره وایم چی دا رنګه شعارونه او ملی ضد ادعاګانی د ایران پرستۍ نه به غیر په بل عنوان نشی پیژندل کیدای.

ستر احمشاه بابا (سلام دی وی پر هغه) فرمایی:

چی د هند د ملکو فتح می نصیب شوه

 نو ایران لره په توغ په نغاره ځم

د لوی میرویس خان نیکه او لوی درشل هوتکی شاه محمود او ستر احمد شاه بابا دپاره د هیواد ملی منافع تر هر څه لوړ مقام درلود، چنانکه د بابا په پورتنی بیت کی څرګندیږی چی د هغوی دپاره د هندوستان او ایران کوم فرق نه وه او نه یی د ایران په برادرۍ او اسلامیت اعتقاد درلود.

مننه

Leave A Reply

Your email address will not be published.