بهرنيان وځي؟

سید شاه سقیم

0 189
بهرنيان وځي؟
ورځه، ورځه تر توره تېر شې!
زما اغا هم عالم و، هم پير و او هم به ورپسې په جومات کې خلک په صفو درېدل.
دې سړي سره له دې چې امامت درلود، زما نه يادېږي چې په ژوند يې کور ته د ځيرې ډوډۍ راوړې وي، چې پوښتنه به دې وکړه، ويل به يې په دنيا کې يوه د خنځير غوښه ده چې غيرت وژني، بله د ټوک ډوډۍ ده چې له انسانه سپی جوړوي. زه نه غواړم اولادونه مې سپي وروزم.
اغا دې خدای د جنتو سرداري کړي، ډېرې خبرې مې ځنې اورېدلې وې، اوس يې يوه يوه رايادېږي او پوهېږم چې هغه د تجربو غره څه سړې او تودې تېرې کړې وې او څومره ژور غږېده.
د ځيرې ډوډۍ او د خيرات لوبيا پر بدن يو ډول اغېز کوي؛ اوس يې وينو چې په تېرو شلو کالو کې د پرديو مرستو دومره غيرت راځپلی چې بهرنيان د تګ لپاره موزې په پښو کوي او زموږ ځينې يې په لېنګو پسې ټال دي، فکر کوي، العياذ بالله خدای مخ ځنې اړوي.
وه وروره! لږ پښو ته وګوره، جسامت، اندامو او برېتو ته دې وګوره، وشرمېږه، په ږيره سړی يې له ډاره دې لېنګي رېږدي؟
دا دی ووتل؛ څه به وشي؟
له لوږې به مړ شې؟ ولاکه مړ شې.
پاکستانيان به دې پر وطن راوخېژي؟ اوس خو يې لنګ وهلی؛ چې د پرتاګه پر ځای زغره تر کونه وتړي، لا يې ولاکه ارمان پوره شي.
ښه نو څه به وشي؟ کورنی جنګ به ولګېږي؟
فکر کوې دا اوتو کړې درېشۍ، هر سهار په کلونيا اموخته ښوی مخونه، پېچلې نيکټايانې او رڼه وېښتان د غرو توند شمال ته د ټينګې دي؟
دا يې لګېدلی؛ څوک ډېر تاوان کوي، ته، که هغه چې جنګ کوي؟
ته چې په وطن کې د سر سيوری او پر اسمان ستوری نه لرې، له جنګه دې اروا رېږدي، هغوی به څنګه جنګ کوي چې له اخيرته يې تمه ختلې او پر دې دنيا يې همدا څو لوړې ودانۍ په جنت منلې؟ فکر کوې دوی لېوني دي، ځان چا په چاړه وهلی وي؟
طالب به خروړی شي؟
نو دې وحشي تر دې مخکې کله رحم درباندې کړی؟ که فکر کوې زور يې درلود، خو له تا يې سپماوه او په حساب يې وژلې؟ د طالب زور همدومره دی، تر دې هاخوا زور نه لري، که‌نه چې د هغه په زړه شي، په وطن کې به ژوندی سر پاتې نه وي. پاکستان همداسې درواخله، يوازې هغه پلاسټيکي اټوم بم يې نه دی درباندې کارولی، نور يې ټول زور همدومره و او ختلی دی. ټرت هم ولاکه وکړي.
طالب لکه د کلي شريکه سپۍ داسې ده، هم لکۍ وهي، هم داړې ښکاروي؛ که ځنې وډارېدې درپسې ځغلي، که دې پښې ورته وټکولې، کونه در اړوي.
هيڅ مه‌ کوه، هيچېرې مه تښته، يوازې پر دا خپله ځمکه ودرېږه. لږ دې ريښو ته وګوره، د ځمکې تر زړه رسېدلې، د دنيا هيڅ توپان دې نه شي چپه کولای.
راسه اوس له پرديو پر پاک وطن وغږېږو!
فکر وکړه دا سره، تور، نخودي، خيرن او خام سپين پرديان له وطنه ووتل؛ ساه دې نه خلاصېږي؟ پر ځان دې مينه نه راځي؟ غيرت دې هوا نه کوي؟ د وطن د واکداري له حس سره دې زړه نه دربېږي؟ ته به د بسته وطن مالک نه يې؟ د وطن جوړولو ته به دې ملا غيرارادي نه ټيټېږي؟ بېرته به خپلو مقدسو دودونو، رواجونو، اشرونو، جرګو، مرکو، کاڼو، نرخ، څليو، پګړيو، پلوونو، لمنو او د يو بل پاللو او زغملو ته مخ ور وا نه ړوې؟ له دې خيرات‌خوري او سوال کولو به، د عزت او پر خپلو مټو ولاړ ژوند ته و نه ګرځې؟ نو وارخطا ولې يې؟
پوهېږې بهرنيانو دلته څه کول؟
پرديو د طالب او طالب د پرديو څوکيداري کوله، زما او ستا له شره يې يو بل ساتل.
زه به د اخيرت په ورځ په همدې ټکو شاهدي ورکوم چې د غزني پاڅونوالو طالبان محاصره کړي وو، د همدې پرديو بهرنيانو الوتکې راغلې، د پاڅون پوستې يې وويشتې او طالبانو ته يې لاره ورکړه.
هغه وسلې ورته غورځول، له زندانونو په زرهاوو خروړي طالبان خوشې کول، د پاکستان پر نامرديو او بې‌ناموسيو هغه تکې شنې سترګې پټول، د صليب په موټرو کې د زخمي طالبانو پاکستان ته رسول او تداوي کول، تبليغات ورته کول، دفترونه ورته جوړول او په نړۍ پېژندل او د طالب له خوا بيا دا څه موده مخکې د امريکايانو پر ټانک له ږيرو او پاجونو سره پيره درېدل دې هېر شول؟
رښتيا دا ده چې په افغانستان کې د بشر د حقونو ادارې د طالبانو مېندې، امريکايان يې پلرونه او طالبان يې اولادونه ول.
زه و ته د دواړو دښمنان وو، يوه له لېرې ويشتو، بل له نږدې وهلو. يوه وژلو، دې بل ورته تړلو، شکر وباسه چې اوس دښمن يو شو او د خوند خبره لا دا ده چې هغه بدماش يې لاړ او دا پاتې د ټوک په ډوډۍ لوی شوی، يوازې وچه ډوډۍ مه ورکوه، له لوږې مري.
امريکايي ستا د سرتېري مخ ته ولاړ و، نه يې ورپرېښود، چې طالبان به يې زيات ووژل، تېل به يې ورباندې کم کړل.
اوس د طالب بدې ورځې پيل شوې!
انډيواله! کله دې فکر کړی چې د همدې خروړي طالب لکۍ ولې په هغو سيمو کې مړه ځړېږي چې ولسي پاڅونونه پکې شوي؟ پر علي‌پور ولې نه شي ورختلای، يوه بل وسله وال چې چېرته وسله پورته کړې، طالب ولې سلامي ورته وهلې؟ ځکه چې پاڅونوال او وسله‌وال لکه د نظام د سرتېرو غوندې د بشري حقونو او د پرديو د فرمايشونو په پړي لکه د قرباني اووښ، اووه ځايه حلالولو ته نه دي تړلي. هغوی د خپل زړه مني، طالبان په حساب نه وژني او دا غم نه شته ورسره چې د کال په اخير کې به د شهرزاد اکبر کمېسيون پر دوی کوم تورونه پورې کوي.
طالب پوهېږي چې پر هغو وسله‌والو د ده د پرديو بادارانو فشار نه‌شته، زندان نه لري چې طالبان پکې چاغ کړي، هم يې وژني، هم يې پر مړي متيازې کوي او بيا يې سپيو ته غورځوي.
اوس چې پردي ووځي، د حکومت به لاس خلاص شي، بيا دې د طالب لاس تر هيرا منډه‌يي خلاص وي او نر دې شي په دې وطن کې دې د کونې ايښودو ته ځای پيدا کړي.
پردي چې ووځي، پاکستان اهميت له لاسه ورکوي، څوک بيا لاس نه ور ته نيسي او تر غوږو په پورونو کې غرق پاکستان ته به بيا طالبان زموږ د وطندارانو په لوړه بيه اخيستي، بې‌ارزښته شوي خره شي چې په مړولو به يې حيران وي.
بيا به د سرګودې پر پالوان خپل سامان بار وي، چېرې به يې پيتاوي ته ځړولی وي او وايي به، پاکستان خپلو خرو وغوو.
پردي که سبا وځي، دا نن دې ووځي او که نن وځي، دا اوس دې لاړ شي.
ورځه، ورځه تر توره تېر شې
په ځان پوره يم، زارۍ نه درته کومه
له سرخط څخه په مننې
Leave A Reply