د ماسکو ــ مسعود تړون او د امریکا ــ طالب د دوحا تړون

503
د ثور د ۸ په مناسبت:
د ۱۳۷۱ کال د غوایې د ۸ مې نیټې پېښې چې د جهادي مافیا بېلا بېلې ډلې يې په لویلاس او یا ناخبرۍ د جنون تر بریده ستایې، په حقیقت کې د نظارشورا ــ جمعیت او ماسکو ترمنځ د ۱۹۸۸ کال د تړون د پلیتوب په موخه رامنځته شوې. د ماسکو ــ مسعود تړون کې لومړي د افغانستان د فیدریشن او په بل ګام کې د تجزیې پلان په پام کې نېول شوی. د نظارشورا او جمعیتیاتو پرته، د ګلبدین د اسلامي ګوند په ګډون د جهادي مافیا نورې ډلې خوشې د غوايې د اتمې په جشن کې څڼې غورځۍ او د هېواد د تجزیې جشن (ناورین) ته خوشحالیږي!
په ۱۹۹۶ کال کې بروس ریچارډسن «افغانستان د شوروي د ډاروونکي واک پای ته رسوونکی» نومي کتاب کې د مسعود او د شوروي د ۴۰ مې فرقې ترمنځ شوی تړون راسپړې او په دې اړه لیکي:
«په افغانستان کې د شوروي پوځي مشرتابه د مسعود سره اړېکې ټینګي کړې او له هغه سره يي د خبرواترو لپاره وړاندیز وکړ، چې په کابل کې د شوروي سفارت لخوا پرې هوکړه شوې وه او نښانې شوي وو.
لاسوندونه :
مسعود سره د خبرو اترو په اړه د پاموړ ټکي دا وو:
۱ ــ د بدخشان، تخار، کندز، بغلان او د پروان او کاپيسا د ځینو برخو په ګډون د تاجیک میشته سیمو ټاکنه او د افغانستان په چوکاټ کې د تاجیک قوم لپاره کورنۍ خپلواکي. همدارنګه په دغو سیمو کې د خپلسرو حکومتونو بسیا
۲ ــ جمهوري ریاست، پارلمان او کابینه کې پر پلان شویو مقامونو، د تاجیک قوم د استازو ځای په ځایتوب
۳ ــ د مساوي حقوقو او خپلواک ګوند پتوګه د ( رباني ) د جمعیت اسلامي ګوند په رسمیت پېژندنه
۴ ــ د جمعیت اسلامي ګوند په چوکاټ کې د تاجیکو د یوه منظم پوځي ځواک جوړښت او د افغانستان په اردو کې د هغو شاملول. د ملي ګټو ( دلته د تاجیکو له ګټو څخه موخه ده : د کتاب لیکوال ) د حکومتي عمومي ګټو او د کابل ــ حیرتان د لویلارې په اړوند د دې پوځي ځواک تعریف او د موخو څرګندونه
۵ ــ د تاجیک قوم خپلواکو شویو سیمه کې د سولې بسیا او عادي ژوند ته د تاجیکو د راستننېدو په اړه د شرایطو سمون
۶ ــ په شمال ختیځ کې د اقتصاد ي چارو پراختیا او په دې اړه د افغان دولت همکاري، د طبي مرستو او د سرحدي سوداګرۍ پراختیا
د دغو لاسوندونو د راکړې ورکړې په پلاوي کې لاندې کسانو ګډون درلود:
په کابل کې د شوروي سفیر بوري، ام ورانتڅوف او د شوروي د دفاع د وزارت د عملیاتي ګروپ قومندان جنرال وی، آی وارنیکوف
د نوموړو امتیازونو تر لاسه کولو وروسته، مسعود له پلاوي سره پروتوکول لاسلیکوي چې هغه کې د ځینو لاندینو مکلفیتونو په اجرا کولو ژمن کیږي:
۱ــ د سویلي سالنګ او کابل ــ حیرتان په لویلار د پوځي عملیاتو بیخي بندول
۲ ــ نورې تنظیمي ډلې نه پریښودل چې تړون شاملو سیمو کې پر شوروي ځواکونو یرغل وکړي
۳ ــ د شوروي د ورکو شویو اتباعو په پيداکولو کې د مالوماتو راکړه ورکړه او نورې ګډې هڅې
۴ ــ تړون نه پورېخوا سیموکې د پنجشیر ځواکونه حق لري چې د نورو وسلوالو ډلو او دولتي ځواکونو پر وړاندې عملیات مخې ته یوسي
۵ ــ دا پروتوکول له لاسلیک څخه وروسته بېله ځنډه پلی کیږي
پروتوکول د ۱۹۸۸ کال په دیسامبر کې د شوروي دفاع وزیر جنرال بې، وی ګرموف او احمدشا مسعود لاسلیکوي.
په پورته تړون کې ښکاره لېدل کیږي چې مسعود د افغانستان لوی کور کې د تاجیک میشتو لپاره کورګی جوړول غواړي او د هغه وخت شوروي په ملاتړ هڅه کوي چې د افغانستان د تجزيي د بنسټ ډبره کیږدي. مسعود هیڅکله د ټول افغانستان په کچه سوچ نه دی کړی او تل يي د هېواد د ملي او سراسري ګټو پر وړاندې د هېواد د یوې کوچنۍ سیمې او ټاکلي ایتنیک ګټې مخې ته ایښې دي.
د مسعود پلوي ډلې او رسنۍ اوس هم، هغه یوازې د تاجیکو اتل بولي او د افغان پتوګه د هغه پېژندګلوو د نوموړي د شخصیت لپاره عیب او ځان لپاره شرم ګڼي. دوی ښکاره په تاجیک میډیا کې مسعود «فرزند دلیر ایران بزرګ» بولي. دوی د مسعود په افغانیت شرمیږی او دا خبره له چا پټوي هم نه!
نن هم د مسعود لارویان لطیف پدرام او زوی یې احمد مسعود د افغانستان لپاره د اسلام اباد د ځانګړي استازي محمد صادق سره د پټو دروازو تر شا د افغانستان د ملي ګټو په سوداکولو خبرې کوي.
د ماسکو ــ مسعود تړون پر بنسټ په ۱۹۹۲ کال کې نظارشورا او څو نورو وطن پلورو ډلو، د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ د افغان دولت او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سولې ګډه تګلار سبوتاژ کړه او د جهادي کړیو تر منځ يې کورنۍ جګړې ته لار پرانیسته!
تر ۳۲ کلونو وروسته د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ مه، امریکا د طالب ډلې سره د قطر په دوحا ښار کې تړون لاسلیک کړ چې په ډېرو برخو کې د ماسکو ــ مسعود د ۱۹۸۸ کال تړون سره ورته لري.
د ماسکو ــ مسعود په تړون کې د مرکزي حکومت د ګوښه توب او کورنۍ جګړې ته د لار هوارۍ په موخه، یوې ځانګړې ډلې یعني نظارشورا ــ جمعیت ته پاملرنه شوې وه. د امریکا ــ طالب د دوحيې په تړون کې هم د ولسمشر غني په مشرۍ د انتخابي حکومت د پیکه ښودلو او سبوتاژ لپاره طالب ته توجه شوې.
په داسې حال کې چې امریکا ستراتېژيک او امنیتي تړونونه افغان مرکزي دولت سره لاسلیک کړی، خو د خپلو عسکرو د ایستلو لپاره د افغان دولت پرځای په دوحا کې طالب سره چې د امریکایانو په نږد ترهګره ډله وه، تړون لاسلیکوي.
د دوحا تړون له مخې طالبان امریکايې پرسونل نه په نښه کوي، خو د افغانانو په وړاندې د جګړې د ادامې او افغانوژنې په اړه کومه څرګنده ماده نه تر سترګو کیږي.
د دې تړون په یوه برخه کې ویل کیږي« د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، به خپل هیڅ غړي او د القاعدې په شمول هیڅ ډلې او یا فرد ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د متحده ایالتونو او د‌ هغوی د متحدینو امنیت ته ګواښ پیښ کړي.
همداراز د دې تړون یوه بله برخه کې راځي« په دې توافقنامه کې به د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، مسئولیتونه په هغو سیمو کې وي چې د دوی تر ولکې لاندې دي»
طالب ته د دوی د عملیاتو په سیمه کې داسې واک قایلېدل، چې پخوا ماسکو مسعود ته په شمال کې ذمه وهلې وه، په عمل کې افغانانو ته په کومه بیه تمامیږي؟
د دوحا د امریکايې ــ طالبي تړون څخه د ماسکو ــ مسعود د تړون بوی راځي. که د ماسکو ــ مسعود تړون کورنۍ جګړې ته لار پرانیسته، امریکايي ــ طالبي تړون پلیتوب به هم افغانانو ته له کورنۍ جګړې پرته، بله ښېګڼه ونه لري.
تېر مهال افغانان پر مرکزي حکومت راټول نه شول او د خپلې خطا ثمره یې په تېرو ۳۰ کلونو کې ولېده. نن هم ورته سیناریو روانه ده. که بیا هم افغانان له تېر تاریخه درس نه اخلي او په مرکزي حکومت نه راټولیږي، له هغې بدترې ورځې راتلونکې دي.
په هیڅ بهرنی طاقت تر بریده زیاته تکیه نه ده پکار. بهرنی طاقت ته باید د یوه فرصت په سترګه وکتل شي او د خپلو ملي ګټو په خدمت کې ترې ګټه پورته شي.
په لنډ ډول:
ــ په دواړو تړونونو کې د افغانستان خلک هېر شوي
ــ د مسعود روسانو تړون کې به نظارشورا پر روسانو برید نه کوي، خو د دوحیې تړون کې به طالبان پر امریکایانو برید نه کوي، د نورو افغانانو مرګ مباح الدم دی
ــ په دواړو تړونونو کې ملي ګټې او ملي واکمني هېرې شوي او د ملي ګټو پرځای د تنظیمو ګټو ته لومړیتوب ورکړل شوی.
څه ښه يې ویلي دي«پردی کټ تر نیمو شپو وي!»
د ۲۰۲۱ کال د غوايې ۸ مه
سرلوڅ مرادزی

Comments are closed.