د نارینه‌‌وو او ښځینه‌وو خلوت او اختلاط

نقیب احمد عزیزي

342
په يوه تمثيلي استعاري کيسۍ کې راځي:
که يو لېوه درسره و، يوه وزه او يو څه رشقه، مخې ته رود درته درغی اول به کوم شی پورې باسې؟
که لېوه اول پورې باسې، دلته وزه رشقه خوري. که رشقه اول پورې باسې، دلته لېوه وزه خوري. که اول وزه پورې باسې او دويم هر شی ور پورې باسې چې بېرته راځې دا درېيم شی ور پورې باسې، هلته به يا لېوه وزه خوړلې وي او يا وزې رشقه؛ نو بناءً حل څه دی؟
د عمر بن عبدالعزيز رحمه الله د خلافت په باره کې ګڼې کيسې مشهورې دي، يوه دا ده چې وايي دوه کسان په لاره روان وو، يوه لېوه وزې ته خوله ور واچوله و يې خوړه. له دغو کسانو يوه وويل چې قسم په رب چې عمر وفات شوی دی. ښار ته چې راغلل، خبر شول چې کيسه رښتيا هماغسې وه. عمر بن عبدالعزيز وفات شوی و. دا خو د عدالت تاثير وو چې ان لېوان او وزې ګډ څرېدل.
د کيسۍ د حل په اړه به وروسته وغږېږو.
په اسلامي شريعت کې د ټولنې د خير لپاره اوامر او نواهي موجود دي او په پلي کولو يې ټولنيز ساختارونه جوړېږي او غښتلي کېږي. هدف يې د انسانانو ستونزې را کمول او د انساني ټولنې د ماشين سم چلېدل وي. داسې چې يوه ګرارۍ او يوه پرزه هم د بلې د چلېدو او د ماشين د اصلي هدف د تر لاسه کېدو خنډ نه شي. هره يوه پر خپل ځای وڅرخېږي، که د بلې د په څرخ راوستلو کار نه ورکوي، د دې موجب خو په هيڅ صورت و نه ګرځي چې د ماشين د عمومي حرکت مخه ونيسي.
په يو بنده کلا کې يو هلک او نجلۍ سره ناست دي، دوی يو تر بله سره هيڅ هم نه دي. که يې جنګ شي او که اتڼ وکړي، ګاونډيان نه پرې خبرېږي. که دوی يو او بل په چړو سره ووهي هم څوک نه سره خبرېږي. که ښکل کړي او ان که جنسي تماس هم ونيسي. دغه شي ته خلوت وايي. خلوت په لفظ کې يوازې کېدو ته وايي.
رحمان بابا وايي:
چې په زور ورسره نه يې برابر
د هغو له څنګه مه کېنه زړور
عقلاً هم هيڅ کمزوری له يوه غښتلي خطرناک سره چېرته يوازې تګ يا ناستې ته زړه نه شي ښه کولای. په خلوت کې د کمزوري د قرباني کېدو يا متضرر کېدو خطر شته. يوسف عليه السلام د مصر د عزيز مېرمنې ته په يوازې کوټو کې په لاس ورغلی و. دغه راز ممکن کومه نجلۍ هم په څه چل ول يو څوک يوازې کور ته بوځي. چل او فريب خو چل او فريب دی، خو په خوښه رضا هيڅوک ځان د قربانۍ او خطر ځای ته نه ور ولي. که يې ور ولي، شريعت يې ګناه بولي او مخه يې نيسي، واضح ايت شريف دی: ولا تلقوا بأیدکم الی التهلکة.
ژباړه: ځانونه لاسي په هلاکت کې مه اچوئ.
خو که په دفتر، الوتکه، ټولګي، طواف، عرفات، کنفرانس، جومات، بازار، واده، هوټل، جګړه، درس او نورو ځايونو او مراسمو کې ګڼې ښځې او ډېر نارينه سره يو ځای وي، کار کوي يا ځينې نورې چارې ترسروي، خلوت نه دی. دا بيا په شريعت کې اختلاط بولي. اختلاط سره ګډولو ته وايي. حجاب ځکه لازم شوی چې اختلاط د بشري ټولنې جزء لاينفک دی، يعنې رغېدن ترې نه شته. که اختلاط نه وای، حجاب به هم نه و، ځکه په کور کې ناسته ښځه له چا حجاب وکړي؟
د رسول عليه السلام په زمانه او بیا را وروسته خلافتونو کې د اختلاط د ممنوعيت يو مثال او سابقه هم نه شته. د اختلاط د حرمت لپاره منصوصي بنسټ هم نه شته چې مثلاً ايت يا حديث راوړل شي او وويل شي چې بايد انساني ټولنې تک‌جنسيتي اعلان شي، مثلاً ښارونه جلا شي چې دا د نارينه‌وو ښار دی، دا د ښځينه‌وو. دغه د نارينه‌وو د طواف ورځ ده، دغه د ښځينه‌وو. نن پر عرفات نارينه درېږي، سبا دې ښځې راشي. نن دې دفتر ته ښځيه کارمندانې حاضرې شي، سبا نارينه… دغه ډول زرګونه نور مثالونه…
په شريعت کې د هر ناروا شي نښې نښانې دا دي چې هغه د انسانانو د عمومي ژوند د حرکت مخالف او يا تاواني وي. داسې روا شی نه شته چې د ژوند لپاره يې سردرد پيدا کړی وي. درېيم دا چې د هيڅ دين پيروان نه شي کولای چې په خپل طبيعت په خپل شريعت کې له ځانه يو ناروا يا روا شی زيات کړي. دين له رباني مقامه د انساني تصرف مقام ته نه شي را کښته کېدای او که را کښته کړل شو دا بيا دين نه دی. څلورم دا چې که مو د انساني ټولنې پر ضد يو حکم وليد او ضرر يې واضح په عقل هم د ادراک وړ و، منصوصي بنسټ او شرعي سابقه يې هم نه درلوده، په نورو پرمختللو ټولنو کې هم چا د مثبتې تجربې په توګه نه کاراوه؛ نو هغه ديني امر نه دی، حتماً د کوم انسان د شخصي غرض پيدوار دی، ځکه هيڅ امکان نه لري چې دين د ټولنې پر ضد ودرېږي. دين راغلی د هغو شيانو د محوې لپاره دی چې بشري ټولنه به يې له فزيکي، معنوي او سلوکي خطر سره مخ کوله.
دا د انسان شرعي او مدني حق دی چې هغه ته به د مجرم، خطاکار، دروغجن او مفسد انسان په سترګه نه ګورې، خو کله چې يې پخپله د ځان دغه حقوق سلب کړل، متهم شو او يا محکمې مجرم او مخطئ اعلان کړ، بیا افراد هم حق لري چې په هماغه پخوانۍ سترګه ورته و نه ګوري. که موږ په بازار کې ټولې ښځې يا سړي د مجرمانو، خطاکارو، دروغجنو او مفسدو په سترګه ګورو او په جمعي ډول ټول د خپل شخصي ذوق په څارنوالي کې ګنهګار قلمبند کوو، موږ پخپله په خطا او جرم اخته کېږو. د قذف حد په همداسې انسانانو جاري کېږي چې ناخبره پاک لمنې ښځې د تهمت په تيږو ولي. که زه ووايم چې په جده کې ګرځېدونکې ښځې ټولې په فحشا اخته دي، معقوله او مشروع خبره نه ده، خو که ووايم چې د جدې ښار د څلوېښتم سړک د نهم بلاک په اووم منزل کې هغه خونه چې د شپې په يوه بجه څراغ پکې بل دی، سره ناست هلک او نجلۍ په فحشا اخته دي او دلايل او معلومات مې د باور وړ وي، ګنهګار نه يم.
الله تعالی فرمايي چې: وَ لَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ اُخْرَی.
ژباړه: په اخرت کې به هيڅ پېټی پورته کوونکی د بل بار نه پورته کوي.
يعنې يو انسان د بل انسان په جرم او ګناه نه مرتکب کېږي، څه خو لا دا چې د جدې د هماغه اپارتمان په اطاق کې د سره ناست هلک او نجلۍ په ګناه د جدې ښار ټول سړي او ښځې ونيول شي.
د اختلاط ځينې مخالفان په دې خاطر اختلاط غندي چې وايي، خلوت ته لاره هواروي. د دې په ځواب کې يو استدلال دا دی چې ګڼې چارې خلوت ته لاره سره هوارولای شي، نن سبا خو د اړيکو وسايل هم بې سابقې پرمختللي دي. دغه راز په کلي کې واده د هلکانو او نجونو خلوت ته لاره هوارولای شي. که دوه وروڼه په ګډ کور کې اوسي (زموږ په ټولنه کې اتفاق همدې ته وايي.) او د کاکا زامن او د کاکا لوڼې، هره ورځ اختلاط سره کوي؛ نو خو هلته ته هم خلوت ته لاره هوارېدای شي. دا استدلال پر ځای نه دی چې د سد للذرائع (د ګناهونو د مخنيوي لپاره د يو شي منع کول) په خاطر دې حلال شيان حرام شي، ځکه بيا وضع د تخصيص مجهوله ده، يعنې بیا انتخاب نه شي کېدای چې څه شی پکې ممنوع کړو، څه شی نه. دا استدلال بیا داسې دی لکه څوک چې په سد للذرائع کې د افراط هغې کچې ته ورسېږي چې د زنا د مخنيوي په خاطر د ټولو نارينه‌وو خصي کول وغواړي، ځکه جنسي اړيکه د تناسلې الې په وسيله نيول کېږي. دا سلسله نو بیا پسې درازېږي، مثلاً د غيبت د مخنيوي په خاطر چې په ځينو روايتونو کې تر زنا لويه ګناه بلل شوې، بايد پر خوله چسپ ووهل شي او په دې ډول خلک له غيبته را وګرځول شي. يا بازار وتړل شي چې دلته د ربا او سود وېره ده. يا فرضاً طواف بند شي چې دلته نامحرم سړي او ښځې يو له بله نښلي.
د اسلامۍ نړۍ فيلسوف او لوی عالم ابن رشد وايي، امکان نه لري چې الله تعالی يو ځل عقل درکړي او بیا د هغه خلاف شريعت درته راولېږي.
که بالفرض په يوه ځای کې د اختلاط د مخنيوي لپاره تک‌جنسيتي حکم صادر شي، تر هغه ځايه د رسېدو لاره هم بايد مختلطه نه وي، ځکه فقهي قاعده ده چې وايي ما لا يتم الواجب الا به، فهو واجب. که يو واجب شی له يو بل شي پرته نه تر سره کېږي؛ نو دا دويم شی هم واجب او لازمېږي. که اختلاط حرام وي؛ نو په کوم ماحول کې چې حرام دی تر هغه ځايه د ښځو د رسېدو لاره هم بايد له اختلاطه پاکه شي. که زه ووايم چې دفتر ته دې يوه اوونۍ ښځينه کارمندانې راځي، بله اوونۍ نارينه. اوس دا هم لازمېږي چې د عملې موټر په داسې لاره لاړ شي چې اختلاط پکې نه وي. موټروان يې بايد نارينه نه وي، په دفتر کې بایدهيڅ نارينه نه وي، ځکه دا بیا د همدې تصور له مخې لا خطري خبره ده چې شل نجونې او يو نارينه سره پکې اختلاط کوي يا شل نارينه او يوه نجلۍ. په هغه ورځ بايد په دفتر کې اشپزه هم ښځينه وي، د دېګ پخولو لپاره سودا هم بايد بلې ښځې راوړې وې. د سودا لپاره چې کومه ښځه بازار ته ځي، بايد محرم ورسره وي، مګر محرم بايد دفتر ته ور ننه نه وځي، ځکه بیا اختلاط پېښېږي. له کومه بازاره چې دا ښځه دفتر ته سودا راوړي، هغه بايد د نارينه‌وو او ښځينه‌وو له اختلاطه خالي وي، دوکانداره بايد ښځينه وي او د دې سودا کوونکې ښځې محرم بايد د بازار په دروازه کې ودرېږي، ځکه که ننوت بیا اختلاط پېښېږي. په لاره بايد دغې ښځې او سړي ته تر دفتره پورې بله ښځه او سړی په مخه ور نه شي، ځکه که ورشي اختلاط دی. ايا دا هر څه ممکن دي؟ د ژوند نظم او دسپلين ورسره غښتلی کېږي؟ شريعت دومره ثقالت او حرج ايښی؟
که موږ ښځينه په طبيعي ژوند کې د ګناه او خطا تر ارتکاب مخکې مجرمانې او مزنیې اعلان کړو، موږ د بهتان ښکار کېږو او د قذف حد راباندې جاري کېږي. که يې دغسې فرض نه کړو؛ نو بیا د اختلاط مخنیوی ولې غواړو؟ نارينه او ښځينه ولې تر عام حکم لاندې د پاسني لېوه، وزې او رشقې غوندې ګڼو؟ يا ولې د عدالت د بیان په برخه کې دومره افراط کوو چې ښځې او نارينه وزې او لېوان فرضوو؟
په تاريخ کې د عمر بن عبدالعزيز رحمه الله دوره د عدالت دوره ياده شوې، مګر وزې او لېوان ګډ نه څرېدل. موږ ته د ماضي داسې رنګينه خيال‌پردازي خپل اوسني واقعيتونه لا بدرنګ ښکاره کوي. ابن عبدالعزيز صحابي نه دی او زمانه يې په ايت يا حديث يا بل تاريخي روايت او د عملي تجربو په قياس هغسې نه ثابتېږي لکه څنګه چې فانتيزي يا خيال‌پردازي ورکول کېږي. لېوه له وزې سره ګډ واښه خوړل؟
پاسنۍ استعاري کيسۍ چې د ژوند د کشکمش ضمني او استعاري بيان دی، داسې حل کېده چې اول وزه پورې ايستل شي، دې غاړې ته خو لېوه رشقه نه خوري. بیا راشې او بیا رشقه پورې باسې، له هغې خوا وزه بېرته را ټوپ کړې او له دې خوا لېوه ها بلې غاړې ته واړوې. درېيم ځل راشې وزه بېرته ور واړوې او حرکت ته دوام پيدا کړي.
زموږ نارينه او ښځينه يو د بل په ليدو، دستي جنسي اړيکه نه سره پيلوي. که اختلاط يو څو شېبې ناروا وګڼو، يوه معنا يې دا ده چې تر دې مخکې کومو ښځو او نارينه‌وو په اختلاط کې حضور درلود، ټول زانيان او فحاش وو. دلته موږ پخپله بیا د قذف د حد مرتکب ګرځو.
د اختلاط مخالفان یو دلیل د نارینه‌وو او ښځینه‌وو د هغه اختلاط راوړي چې هلته رقص کېږي، شراب څښل کېږي او نامحرم یو او بل لمس کولای شي. دلته خبره دا ده چې د دغسې احتفالاتو حرمت لذاته دی، معنا دا چې دا کارونه پخپله حرام دي، وجه یې اختلاط نه دی. مثلا شراب که په خلوت کې وخوړل شي هم حرام دي او که په اختلاط کې وخوړل شي هم. هغه اختلاط ته بیا څوک د حرمت ګوته نه نیسي چې د مسلمانانو په ښارونو کې ښځې د جومات په انګړ کې او د سړک پر څنډه له نارینه‌وو سره مختلطې فقر ته ناستې وي او یا ګډ په کثافتدانیو کې خواړه سره لټوي. نه پوهېږم د صائب که د بیدل دا بیت چا ژباړلی و:
موږ ټول عمر همدغه غلطي وکړه صائبه
چې ګرد مو په څېره و موږ هینداره پاکوله
محض اختلاط او د ژوند چلول شريعت نه دي حرام کړي، بلکې لا يې د کاميابيو لارې را په ګوته کړې دي. دا چې موږ په اجتماعي لحاظ ځانونه څومره له نړۍ خلوت ته بيايو، دا ځانګړتیا يوازې زموږ ده.
يادونه: استثنايي حالتونه له دې عمومي مسالې بېل تشريح کېږي، لکه قاضي چې کومه ښځينه په خلوت کې پوښتي، ګډ ژوند، د مېړه ورسره څملاستل، جنسي کيفيتونه او نور يې معلوموي… يا مثلاً داسې ناروغه چې يو يا دوه ډاکټران يې په خلوت کې تداوي (مثلا عمليات) کوي. دا بیا استثنايي تشريحات لري چې زموږ د اوسني بحث موضوع نه ده.
May be an image of 10 people and outdoors

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.