شرموونکې اصطلاح/ محمد نعمان دوست

0 698

چې کله هم یونیفورم پر تن منظم امنیتي ځواکونه ووینم؛ نو د خوشالي احساس کوم، دا احساس راته له یوې پرتلنې پیدا شي او دا مقایسه له ماضي سره ده.

ما ته هغه وختونه په یاد دي چې په یوه پلازمېنه کې څو ډوله پوځ و، د یونیفورم وال، څڼېور او پکول پر سر، تر زنګونونو پایڅې بډوهلي، برګ دسمالونه له سره تاو او…
دا وسله‌وال تنظیمي وو. دوی نه یوازې د خپلو مشرانو ساتنه کوله، بلکې د مشرانو د خوشالولو له‌پاره یې کابل هم نړاوه، لوټ یې هم کاوه او خلکو ته یې بې‌عزتي هم ور اړوله. د ښار په هره کوڅه کې به د شګو بوجۍ ایښې وې او تر شا به یې په خپل ذوقي پوښاک کې پټ وسله‌وال ولاړ وو. ځینې خو دومره وېروونکي وو چې موټر ته به راپورته شول د سورلۍ پښې به سستې شوې، لکه د افریقا په کوم ځنګله کې چې موټر روان شي او ځنګلي مخلوقات پر موټر هجوم ور وړي. هو به هو همداسې او تر دې هم خطرناک، ځکه ممکن ځنګلي مخلوقات موټر ته په راختلو کوم یو وداړي او بېرته ولاړ شي، خو دوی په داړلو سربېره لوټ هم کاوه او سپکاوی هم.
اوسنی امنیتي ځواک به مشکلات لري، خو په لیدلو یې دا احساس خامخا پیدا کېږي چې افغانستان اوس یو هېواد دی او د افریقا ځنګل نه دی.

دا ځواک له یو ډېر سخت او پېچلي ماموریت سره مخ دی. په خطرناکه او حتا مرموزه جګړه کې ښکېل دی. جګړه هم له یوې مشخصې ډلې سره نه ده. د خپرو شویو راپورونو له مخې له کابو شلو مخالفو وسله‌والو ډلو سره لاس و ګرېوان دی.

امنیتي ځواک هم په وسایطو ښه سنبال دی او هم په لوړه روحیه. په یوه خاصه جذبه خپل ماموریت سر ته رسوي، که داسې نه وای اوس به د امنیتي ځواکونو لیکې هم لکه د پارلمان چوکۍ تشې وې. دا ډېره سخته ده چې هره ورځ دې په لسګونو سرتېري سرونه ورکوي، خو بیا دې هم دا صفونه داسې ډک وي، لکه د روژې د ختم اخېري شپه چې وي.

خو د دغه شان پیاوړي ځواک په شتون کې یوه کمزورې اصطلاح هم اورېدل کیږي. دا اصطلاح ډيره بې‌خونده او حیرانوونکې ده. تاسې به هم په خبرونو کې په وارو واور اورېدلې وي، خصوصاً د ځمکو د غصب په خبرونو کې.

تاسې به اورېدلي وي چې د «زوراکيو» له خوا ان په پلازمېنه کې زرګونه جریبه دولتي ځمکه غصب شوې. تاسې به اورېدلي وي چې د دولتي ملکیتونو پراخه برخه همدې «زورواکيو» تر خېټې لاندې کړې ده. تاسې به دا هم اورئ چې ځینې زوراکي د بعضو پرمختیايي پروژو په لاره کې خنډ دي او حتا باج اخلي.

سړی حیران شي، سړی د خپلو زړورو امنیتي ځواکونو په موجودیت شکمن شي او په فکر کې ولاړ شي چې ښه، هغه ځواکونه چې له شلو وسله‌والو ډلو سره مخامخ ډغره وهي. هغه ځواکونه چې په یوه ډېره پېچلې جګړه کې راښکېل دي، خو د «شاګرز» په نوم څه نه پېژني او… نو د همدغه شان ځواکونو په موجودیت کې دا «زورواکي» څوک دي؟ په کومو کېمیاوي وسلو سمبال دي؟ کوم ډول اټومي بمونه ورسره دي؟ څه ډول پولادي زغرې یې اغوستې چې دومره زړور دي او مقابلې ته یې څوک زړه نه ښه کوي؟ دا څومره قوي هیکله موجودات دي؟ د ډایناسورانو له نسله دي؟
نه، داسې نه ده. د دې ټولو پوښتنو ځواب «نه» دی او دې «نه» ځواب خلکو ته شکونه پیدا کړي، ممکن شک اصلاً د یقین په مرحله کې وي.

شک دا دی چې همدغه زورواکي د ځینو دولتي مقاماتو په ملاتړ زورواکي شوي. د همدوی په ملاتړ غصب کوي. د همدوی په ملاتړ د هېواد د پرمختیايي پروژو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

نو دا د شرم او بدبختي ځای نه دی چې د هېواد امنیتي ځواکونه د وطن ساتنې په موخه خپلې ښایسته ځوانۍ قربانوي، په خپلو وینو د دولت بېړۍ چلوي او بیا ځینې دولتي مسوولان د داسې ډلو او اشخاصو ملاتړ کوي چې موجودیت یې تر وسله‌وال مخالف هم خطرناک دی.

که له دې ملاتړه څوک سترګې پټوي، ایا زورواکي به دومره شخصي طاقت ولري چې د یو منظم ځواک پر وړاندې مقاومت وکړي؟ ولې له دوی سره مقابله نه کېږي؟ ولسمشر خو د خپلې حنجرې په اخېري زور ویلي وو چې غاصبان وولئ! خو تر اوسه د کوم غاصب جنازه چا و نه لیده، حتا لوی غاصبان د عادلانه محکمې مېز ته هم راکش نه‌شول.

Leave A Reply

Your email address will not be published.