ډیورند زمونږه ارضی داعیه ده/وحید عمر

0 1,027

په دنیا کې ۱۹۵ مستقل هیوادونه دي. د دغو ۱۹۵هیوادونو تر منځ لاتر اوسه له ۲۰۰ برسیره ارضی ادعاوې او شخړې لاینحله پاتي. ځینې دغه شخړې حقوقي مبنا لري. ځینی ېې هیڅ حقوقی مبنا هم نلري. تاریخی او سیاسی شخړې دي.
د ډیرو ذهنیت دا دی چې دغه شخړې یواځې د هغو هیوادونو تر منځ موجودې دی چې مستعمرې پاتې شوي. دغه ذهنیت سم نه دی. دم ګړی چې دغه یادداشت لیکم د بریتانیې او اسپانیا تر منځ د جبل الطارق پر سر شخړه روانه ده. پرون د بریتانیې پارلمان اعلان کړی چې جبل الطارق خلک د اسپانیې تر واک لاندې نه شی پاتې کیدای او غواړی چې انګلستان سره په مکمله توګه یو ځای شي.
د هیوادونو تر منځ سرحدی شخړه یواځې زمونږ او پاکستان تر منځ نه ده. پاکستان له هندوستان سره پر کشمیر شخړه لري؛ هندوستان بیا نیپال او چین باندې ارضی ادعا لری؛ ایران ېې له عراق سره لري؛ عراق يې له ترکیې سره لري؛ ترکیه ېې له سوریې سره لری؛ روسیه ېې له اوکراین سره لري؛ ایتوپیا یې له ایریتریا سره لري. حتی امریکا له کانادا سره ارضی شخړه لري. همداسې پسې ورځئ… د نړی ډير هیوادونه دا رقم ځمکني شخړې لري او دواړه خواوې پر خپلو ادعاوو ټینګ ولاړ دي.
د دغو ارضی شخړو حقوقی بنسټ یوې خواته خو د ارضی تمامیت موضوع د Nation State د نظریې د را منځته کیدو ورسته هر هیواد لپاره مهم سیاسی او ملی بحث هم دی. هیڅ هیواد، چی هر څومره ضعیفه او بې وسه هم وي، خپلې خاورې له تمامیت څخه نه شی تیریدی. دا په دنیا کې د هیوادونو د پرستيژ موضوع هم ده.
ډیورند زمونږه ارضی داعیه ده. له یو بل هیواد سره مو د ځمکني بشپړتیا شخړه ده. له دې داعیې نه انصراف کول، افغانستان سره خیانت دی. دا ذهنیت چې که مونږ پاکستان سره ډیورند ومنو نو زمونږ امنیتی ستونزې به حل شي، ډیر سطحی او غیر واقعی ذهنیت دی. په دغه مهم وخت کې پاکستان ته امتیاز ورکول مونږ د پاکستان له شره نه ژغوري، لاېې را باندې برلاسی کوی.
که مو اټک ورسره ومنله بیا به مټک هم ورسره منئ. ختم!
خو دلته یوه موضوع مهمه ده.
د ۱۹۰۱ نه چې NWFP او FATA رسما د برتانوی هند رسمی تشکیلاتو کې شامل شول، د افغانستان هیڅ حکومت رسما د ډیورند موضوع د افغانستان د ارضی تمامیت په چوکاټ کې له انګریزانو سره او وروسته پاکستانیانو سره نه ده مطرح کړې. مونږ همیشه د آزاد پښتونستان له داعیې حمایت کړی چې هندوستانیان په خاصو دلایلو په دې موضوع کې راسره وول.
مونږ تر دې ډیر چې دغه موضوع د ارضي تمامیت له اړخه مطرح کړو د خان برادرز د سرنوشت په ټاکلو مو تاکید کړی. خان برادرز کله له انګریزانو سره سازش کړی؛ کله ېې بیا له کانګرس سره سازش کړی؛ او کله ېې بیا پاکستان حکومت سره سازش کړی. زمونږ داعیه ځکه همیشه ضعیفه پاتې.
مثال درته وایم. د پاکستان د جوړیدو په درشل کې زمونږ د هغه وخت خارجه وزیر نجیب الله خان انګریزانو ته خط ولیکه. ډیر مهم وخت وو. ده په خط کې ارضی ادعا و نه کړه. فقط داېې ولیکل چې برطانوی هند دې د ویش په وخت کې د پورې خوا د پښتنو سرنوشت وټاکي. دا ېې اصلا نه وو ویلی چې مونږ ارضی ادعا لرو. د پاکستان د جوړیدو نه وروسته چې کله د خان برادرز داعیه په موجوده پاکستان کې د پښتنو سیمو د خودمختاری (Autonomy) داعیه پورته کړه، مونږ له هغې داعیې ننګه وکړه.
زمونږه تاریخی ستونزه دا ده چې مخصوصا د ۱۹۴۷ کال را په دیخوا مونږ د آزاد پښتونستان او د پښتنو د خودمختاری له داعیې څخه ملاټر کړی خو په کلیت کې مو د افغانستان ارضی ادعا رسما نه ده پورته کړې. مونږ تر هغه چې د افغانستان د ځمکني بشپړتیا خبره ډيره کړي وي، د خان برادرز د سرنوشت د ټاکلو او د آزاد پشتونستان خبره مو ډیره کړې. ځکه دغه داعیه ورو ورو تر دې چې د افغانستان داعیه وي تر ډیره حده د پښتنو داعیه ترې جوړه شوې.
یوه مشوره لرم.
له ډیورنده تیریدل او خاوره بل چاته بښل نا ممکنه ده. دا د افغانستان لپاره سیاسی انتحار دی. په تاریخی اسنادو کې ډیر داسې مواد شته چې د ډیورند په هکله مونږ له سره حقوقی دوسیه هم جوړولای شو. خو یو کار باید وشی. خو په افغانستان کې د دغې داعیې لپاره باید اجماع را منځته شي. هغه دا چې په دغه هکله زمونږ د داعیې (Narrative) باید په داخلي سیاست او هم په خارجی سیاست کې بدله شي. مونږ آزاد پښتونسنتان نه غواړو. اصلی او اساسی خبره مو د پښتون قوم یو ځای کول او قوی کول نه دي. په دغو سیمو کې چې مونږ ادعا پرې لرو نور قومونه او نور خلک هم اوسیږي. شخړه مو د وګړو په سر نه ده، شخړه مو د ځمکې په سر ده. مونږ هغه سیمې بیرته غواړو چې په کال ۱۸۹۳ کې عبدالرحمن خان برطانوی هند ته د فشار، تهدید او د خاصو امتیازاتو په بدل کې ور بښلې وي. هغه خاص امیتازات هم اوس نسته؛ برطانوی هند هم اوس نسته. ځکه مو اوس دغه ادعا د پاکستان په وړاندې ده.
د برطانوی هند آخری واکمن لارد مونت باتن ( Lord Luis Mountbatten) د هندوستان د تجزیی په وخت کې په ډاګه ویلي وو چې « د هندوستان د شمال غربي سرحدی سیمی د قبایلو په هکله توافقات دې باید د ذیربطې راتلونکی ادارې (Appropriate Successor Authority) سره په مذاکراتو کې حل شي». مونږ لپاره هغه ذیربطه راتلونکی اداره همدغه اوسنی پاکستان دی.
مشوره مې دا دی چې پښتانه دې لطفا دا موضوع نه قومی کوی او یواځې د پښتون داعیه دې ترې نه جوړوي. دا د ټول افغانستان د ارضی تمامیت تاریخی داعیه ده او له دې تاریخې داعیې نه تیریدل به د درست افغانستان لپاره لوی تاریخی شرم وي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.