د ثور اتمه، بریا که غمیزه؟ /  ولي الله ملکزی

0 2,743

د اعلیحضرت نادرشاه په پاچاهي کې د شینوارو په هسکې مینې کې د حضرت ګل په نوم یو سړی اوسیده چې بیرې څڼې او غټ جنډه جنډه بریتونه یی درلودل. دی د خدای یو مسکین او د پولۍ پړک ته ناست وو خو په کلو او بانډو کی په لاپو خان مشور وو. هر چیرې به چې کوم قتل وشو، نو ده به په بریتو ګوتې کش کړې او وبه یی ویل چې ځوانان هم پکې وو. بله ورځ د دوئ پخپل کلي کې څوک ووژل شو، په منډه کور ته لاړ او بریتونه یی پاک وخرییل. بیا جومات ته ورغی او د نغري غاړې خوا ته غلی کښیناست. چا ورڅخه وپوښتل چې حضرت ګله څه وایی چې دا ستا کلیوال به چا وژلې وي او دا بریت دی ولی خرییلي؟ نو ده خوارکي ځواب ورکړ چې خدایږو دا مړی خو ما ندی کړی او دا بریت می ځکه کل کړل چې ددی نه را ته غم جوړیده.

نن د ثور اتمه او د یو ملت د ارادې د بریا ورځ ده. همدا پرون، هورا والو او پرولتاریانو د لور او څټک تر سور بیرغ لاندې د کور، کالي، ډوډۍ، تورې ارتجاع او د مرګ بر امپریالیزم د نارو سورو ورځ ولمانځله. خو نن د شنو بیرغونو په سیوري کې د جهاد وارثین، د مقاومت او غنیمت ټیکداران او د راشده خلافت علمبرداران، د خپلې غلبې شعارونه ور کوي، د تکبیر نعرې زمزمه کوي او پخپلو سینو د تاریخي سوبې مډالونه وهي.

نن ورځ که له یوې خوا د شهامتونو او سرښندونو د لمانځلو ورځ ده، نو له بلې خوا، دا ورځ د شپیتو زرو کابلیانو د وژلو، لوټلو او بی کوره کولو د ویر او ماتم ورځ هم ده. د ثور اتمه د ډیرو لپاره، د ویاړونو، نازونو او امتیازونو ورځ ده. خو دا ورځ د هغو سلګونو پاک لمنو پيغلو لپاره چې د عصمتونو جنازې یی پورته شوي، سینې یی غوڅې شوی، په کوتره شوو ککریو یی رقص مرده شوی او په غوږونو یی میخونه ټک وهل شوي، بیا د تلین او ماتم ورځ ده.

دا به یوه لویه جفا او د تاریخ د مسخ کولو یوه رسوا هڅه وي که څوک د مجاهدینو له قربانیو او سرښندنو سترګې پټې کړي. ځکه د روسی ښکیلاک او د خلق او پرچم د سړي خورو ګوندونو په وړاندی جهاد، پاڅون او مبارزه، یوه ملي او دیني وجیبه وه. روسان په چک چکو او تشو سورو نارو باندی ندی وتلي، بلکې همدا د مجاهدینو د سرو وینو اوغازیانو د تورو شرنګ وو چې د کمونیزم طلسم مات شو، سره امپراطوري دړې وړې او انساني ټولنه یی له شره خلاصه شوه. خو دا ویاړ یواځی د هغه مجاهد ندی چې ټوپک په اوږه، پکول په سر او په سنګر کی یی په وچه ډوډۍ شپه سبا کړیده. بلکی هر چا چې د کمونستانو پخلاف که یواځی د مرده باد شعار هم ورکړی، د لوږې اعتصاب یی کړي، په سړک یی لاریون کړی، د خپل ولس د ملاتړ پخاطر یی یوه مقاله لیکلې او یا یی د کوم شهید د کونډې او یا مهاجر کیږدۍ ته سر ښکاره کړی، دوئ ټول د دی افتخار وارثان ګڼل کیږي.

کله چې د هجرت په اتم کال کې د رسول علیه السلام تر مشرۍ لاندې لس زره په تورو، زغرو او نیزو سمبال غازیان د مکې د فتح په مهال د بیت الله حرم ته داخلیدل، نو حضرت پیغمبر د خپلې سپرلې (اوښې) د پاسه سر ښکته نیولی او له ډیرې تواضع او عاجزۍ یی ځمکې ته ټیټ کتل. نه یی غرور وکړ او نه یی د کوم مشرک او کوم شخصي مخالف د وژلو، تړلو او بی پته کولو قومنده ورکړه. ولی پینځه ویشت کاله وړاندی د غوایي پدې ویاړمنې ورځ، مجاهدینو کابل ته د داخلیدو په شپه، ترهر څه لمړی د ارګ، وزارتونو او دولتي دفترونو په قالینو، یخچالونو او چوکېو باندی تالان جوړ کړ. د یوې اونۍ دننه یی عسکري قشلې چور، الوتکې او ټانکونه کباړ او د خلکو په شخصي ملکیتونو یی ناتار جوړ کړ. ما پخپله ولیدل چې پکول په سر مجاهد نما داړه مارانو، څرنګه د اطلاعاتو او کلتور د وزارت او احصائي د ریاست سرې غالۍ په تنظیمي ډاټسونو کې وتښتولې او رسمي دوسیې او د ارشیف معتبر اسناد یی په دهلیزونو کی وپاشل.

د مکې د فتح په ورځ حضرت پیغمبر (ص) ته د هغه د تره زوي، د هغه زوم او د هغه د ښي لاس یار او مشاور علي بن ابی طالب راغي او د بیت الله د سرپرستۍ او د کعبې د کونجي غوښتنه یی وکړه چې ده ته یی حواله کړي. خو پیغمبر پوښتنه وکړه: عثمان بن طلحه چیری دی را یی ولئ! عثمان راغي او رسول الله ورته پخپل لاس د کعبې کيلي ورکړه او ورته یی وویل چې دا به د تل لپاره له تاسو سره وي مګر دا چې کوم ظالم یی په زور له تاسو واخلي. له نیکه مرغه چی همدا نن هم د بیت الله کونجي د دغه قدرمن صحابي د کورنۍ او لمسیانو په واک کې ده.

خو ځینو جهادي مشرانو خپل بی سواده او بی کفایته خپلوان، تنظیمي یاران او د سمت او ژبې په خم کې رنګ شوي افراد په لوړو څوکیو اومنصبونو کې وګمارل. هغه څوک یی سفیران کړل چې د ډیپلوماسۍ الفبا یی په ژوند کې هم نه وه لوستې. د هغه چا په اوږو یی د جنرالۍ دوه او دری ستوري وټومبل چې د دولسم ټولګی په درشل یی لا قدم نه وو ایښی  او یو جهادي جناب خو دومره په جوش کی راغي چی د شمال د ملیشو سردار ته یی د خالد بن ولید لقب نذرانه کړ.

نن که مجاهدین ګیله کوي چې ګواکی له صحنې ویستل شوي او د دوئ سیاسي حضور او ونډه له پامه غورځول شوې، نو دوئ ته پکار ده چې د خپل شکایت جواب د سورت انفال په شپږ څلویښتم آیت کی ولټوي، هلته چې الله تعالی فرمایی: ( وَأَطيعُوا اللَّهَ وَرَسولَهُ وَلا تَنازَعوا فَتَفشَلوا وَتَذهَبَ ريحُكُم وَاصبِروا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصّابِرين ــ د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ او پخپلو منځونو کې شخړې مه کوئ، کنه نو ناکام به شئ، باد او دبدبه به مو لاړه شي. صبر وکړئ او الله د صبر کونکو په خوا کې دی).

که مجاهدینو پخپلو منځونو کې اختلاف نه وای کړی، یو بل ته یی د ټوپک شپیلۍ نه وای نیولی، د خپلو همسنګرو ورونو پخلاف یی د قاتلو او مجرمو کمونستانو سره نامقدس ائتلافونه نه وای کړي، د خلکو جایدادونه یی نه وای لوټلی، د ملت شتمنۍ یی نه وای کباړ کړی، نو اوس به نه معلوم الحاله پرچمیان وزیران او مشارورین وو، نه به دوئ له صحنې تجرید شوي وو او نه به د خپل میړني ملت او اسلامي امت په سترګو کې دومره ټیټ راغلي وو.

د ۱۹۹۴ کال د جنورۍ د میاشتې غالبا دریمه اونۍ وه، د کابل غرونه او رغرونه سپینو واورو پوښلي وو او د ښار هر دیوال په مردکو سوری سوری او کړکۍ په پلاستیکونو پینه پتره شوې وې چې د یو بوږنونکي او وحشت ځپلې ښار ژوندۍ تابلو وه. زه د خپلې مجلې د یوې ګڼې لپاره د مجاهدینو د یو ډیر مهم مشر کور ته د ځانګړې مرکې پخاطر ورغلم. مرکه ښایسته اوږده شوه او دغه جهادي مشر… پخپلو تیروتنو او د مجاهدینو په نادودو د اعتراف په ځای به یی ماته بیا بیا ویل چې (مونږ د یوې نړیوالې دسیسې ښکار شوي یو، دا د یهودو او نصاراوو او ځینو ګاونډیو هیوادونو ګډ پلان دی چې مونږ ناکام شو).

ما ور څخه وپوښتل چې آیا فکر کوئ د خیرخانې د کوتل تر شا او د چارآسیاب په کروندو کې یهود او نصاری یا هندوان او روسي کماندویان ناست دي چې په کابل د اور او باراتو دا باران وروي؟ نو دوئ ځواب راکړ چې: هو دوئ په فزیکي ډول دلته نشته خو بړیڅي یی ماشه په لاس دغه جګړه پر مخ بیایی. د مرکې په پای کې می بیا وپوښته چې صاحبه! ددې ستونزې جرړه چیرته او اصلي عامل یی څه دی؟ نو دغه جناب عالي نه یوه کړه او نه یی دوه، ویی ویل ( مونږ ته دا غم د جهاد له کلمې نه جوړ دی، مونږ مجاهدین یو او غواړو چې یو خپلواک اسلامي حکومت ولرو) نو ماته د حضرت ګل شینواري د بریتونو د غم خبره را په زړه شو.

د یو منلي اصل په توګه، د ثور اتمه ځمونږ د معاصر تاریخ یوه مهمه ورځ او ددی مسلمان او باتور ملت د شاهکاریو مظهر دی. خو له بده مرغه، د یو نیم ملیون پاکو شهیدانو د وینو په بیه ګټل شوې لوبه د نړیوالې دسیسې ترڅنګ، د څو تنو جهادي مشرانو د بی ځایه غرور او هوسونو قرباني شوه. او څومره به ښه وي که پینځه ویشت کاله وروسته، دغه مشران د ښکاري ګوربت (عقاب) په هکله د ناصر خسرو د قصیدې دا بیت د شهیدانو او غازیانو د روح د تسکین پخاطر د اعتراف، ملامتۍ او ناغیړۍ په توګه زمزمه کړي چې:

چون تیر نګه کرد و پَر خویش، در آن دید

گفتا، زکه نالیم، که از ماست که بر ماست

 

Leave A Reply