جهادي تاړاک او ملي تاوان؛ د افغانستان د لوټ شويو نظامي تجهیزاتو بوږنوونکې احصائیه-دویمه برخه/ ډاکټر ظهير

0 2,513

په ۱۳۷۱ کې پر کابل د پاکستان جوړې جهادي خپسکې کښېناستل په حقیقت کې لکه څنګه چې عنوان ورکړل شو، د یوه لاسپوڅې نظام سقوط نه، بلکې د کلیوالۍ او بدویت په مقابل کې د افغانستان د تمدن (ښاريتوب) له پېړیو د ودان کلتور سقوط، له پښتنو څخه د واک د مؤسسې د څو سوه کلن مالکیت لېږد او د افغانستان د څو سوه کلنې دولتي دستګاه او بیورکراسي، چې په تېرو دیارلسو کلونو کې د زر ملیارډو ډالرو په لګښت لا هم بېرته ځای ته نه ده راغلې، تالا ترغه کېدل و.

د لیکني په لومړۍ برخه کي د نظامي تجهیزاتو په اړه مالومات شریک شول او پدې برخه کي د هوايي ځواک د له منځه تللیو تجهیزاتو/وسایطو احصائیه په لاندي ډول ستاسو مخ ته ږدم:

لومړی: ټول پرسونل؛ دېرش زره (۳۰۰۰۰) تنه.

دویم: د څرخکو په ګډون ټولي الوتکي؛ شپږ سوه څوارلس (۶۱۴) وزره.

درېیم: مسلکي پیلوټان؛ اته سوه (۸۰۰) کسه.

هوايي ځواک او هوا سات [مدافعه هوايي] له لاندي برخو جوړه شوې وه:

۱ – هوايي ځواک ۲ – راکیټي ځواک او دافع هوا ۳ – د راډار ځواک ۴ – د لوجیسټیک ریاست ۵ – پوهنیزه/اکاډمیکه برخه لومړی: هوايي ځواک لاندي الوتکي/څرخکي لرلې: الف: د مېګ ۲۱ ښکاري غونډ چي په باګرام کي وو؛ ۵۰ الوتکي درلودې. ب: د سوو-۲۲ بم غورځاند ښکاري غونډ چي دا هم په باګرام کي وو؛ ۵۰ الوتکي درلودې. ت: د مېګ ۲۱ ښکاري غونډ چي په کندهار کي وو؛ ۴۵ الوتکي درلودې. ج: د سوو-۲۲ بم غورځاند ښکاري غونډ چي دا هم په شینډنډ کي وو؛ ۴۵ الوتکي درلودې. چ: د څرخکو خپلواک غونډ چي په کندهار کي وو؛ ۲۵ څرخکي یې درلودې. س: د څرخکو غونډ چي په شینډنډ کي وو؛ ۶۰ څرخکي یې درلودې. ش: د څرخکو غونډ چي په مزار کي وو؛ ۶۰ څرخکي یې درلودې. ص: د څرخکو غونډ چي په کابل کي وو؛ ۷۰ څرخکي یې درلودې. ض: د مزار تعلیمي غونډ L-39 ډوله ۴۰ الوتکي درلودې. ع: مېګ-۱۲ ډوله ۲۶ الوتکي. غ: د N-32 غونډ هم په کابل کي وو؛ ۷۰ الوتکي یې درلودې. و: د AN-12 کنډک چي په کابل کي وو؛ ۱۶ الوتکي درلودې. ل: د AN-26 کنډک چي په کابل کي وو؛ ۲۲ الوتکي درلودې. ه: د MI-35 کنډک هم په کابل کې وو؛ ۳۵۵ جنګي الوتکي یې درلودې. ی: د میګ-۱۲ الوتکي د جوړوني او ترمیم کارځی (فاریکه) چي AN-32-26-12 او MI-17-35 یې هم ترمیمولې او کابو ۳۰۰۰ (درې زره) تنه پرسونل یې درلود.

دویم: راکیټي ځواک او دافع هوا: الف: د هیواد راکیټي ځواک کولای شول چي چي ۱۷۷ کیلومټره لري ۲۵ کیلومټره لوړ په هوا کي موخه له منځه یوسي. د دې راکیټونو سربېره مو ۱۰۰ملي مټري، ۸۵ملي مټري، ۳۵ملي میټري او ۴میله توپونه هم درلودل.

درېیم: د راډار ځواک: د افغانستان راډار ځواک هغه مهال

P-35 P-37 P-18 P-12 کارول چي په مټه یې د ګاونډیو هیوادونو په دننه کي تر ۵۰۰ (پنځه سوه) کیلومټره د دښمن د تعقیب وړتیا درلوده.

څلورم: د لوجیسټیک ریاست: ۱ – د پوځ ټول هوايي او ځمکني اکمالات د لوجیسټیک ریاست په غاړه وو؛ پدې مانا چي موږ په زرګونه ټېره/چینه اکمالاتي وساطیت/شوبلي او الوتکي درلودې. ۲ – د ټول افغان پوځ؛ هوايي او ځمکني پنځه کلن اکمالات د لوجیسټیک ریاست په زېرمتونو کي زېرمه ول.

پنځم: اکاډمیک/پوهنیز ډګر: لومړی: حربي پوهنتون دویم: هوايي پوهنتون او هوايي مدافع چي هوايي پوهنځی، د راکیټ و دافع هوا توپچي پوهنځی، د راډار و مخابرې پوهنځی او د لوجیسټیک و خصوصي نقلیې پوهنځي یې لرل.

یاده دي شي چي هغه مهالن افغانستان د سیمي په کچه پياوړی پوځي ځواک وو؛ مګر له ناښې مرغي پاکستان د خپلو جاهلو نوکرانو په مټه هر څه تلا و ترغه او پاکستان ته ډالۍ کړل.

ثور اتمه جهادي تاړاک او ملي تاوان- لومړۍ برخه/ غلام سرور ظهیر

Leave A Reply