فاشیزم څنګه وپېژنو؟ / عبدالواحد رضوانزی

0 1,365

لارنس برټ د الاییډ کیمیکلز، موبل او زیروکس شرکتونو په شمول د امریکا د کثیر الملیته شرکتونو سره تړلی تن دی. نوموړې  په ۱۹۹۸ کال کې د فاشیزم (فسطائیت) په هکله د جون ۲۰۰۴ په نوم  یو ناول ولیکه. د  ناول خلاصه (نچوړ) او په یوه ټولنه کې د فاشیزم د کچې د اندازه کولو د نښانو یو لنډیز په ۲۰۰۳ کال کې د “د فري انکوایري” په نامه مجله کې خپاره  شوي  وو. دا لنډیز په انټرنیټ خپور شو او د بېلابېلو خلکو لخوا تر بحث او تنقید لاندې ونیول شو. دغه لنډیز په لاندې ډول لوستونکو  سره شریکوم :

فاشیست نظام د وطن سره مینه د ړندې قوم پرستۍ تر کچې پورته وړي، بیرغ، وطني سرودونه او وطني کالي ډېر زیات کاروي تر څو خلک په یوه موضوع، په خوښه وي او که په ناخوښۍ ، یو ځای کړي او د هغوی وینه په مسلسل ډول ګرمه وساتي.

د ټولو بحثونو او اقداماتو تمرکز د پټو او ښکاره  دښمنانو پر شتون او ملي خوندیتوب ته پر ورپېښ خطر وي تر څو لدې  لارې د خلکو ذهنونه/پام د دولت د ساتنې او د وطن او خاورې سره د مینې په پلمه د هغوی له اساسي حقوقو څخه واړوي او دوی راضي کړي چې له خپلو حقوقو څخه لاس په سر شي ځکه دولت او وطن ته خطر متوجه دی او دوی باید قرباني ورکړي. بناء خلک تعذیب، لنډ مهاله توقیف او سزاګانې، د محکمې او محاکمې پرته د خلکو توقیف او قتل عادي ګڼي او داسې ورته ښکاري چې دا کارونه د وطن ساتنې لپاره اړین وي.

فاشیزم د خلکو د قومي لیونتوب د جذبې خړوبولو په موخه یو مشترک دښمن یا د قربانۍ یو ګډوری ایجادوي. عام خلک پرته لدې چې په شعوري ډول خپل  دښمن وپيژني ، په  ناسم او غیر مهم دښمن پسې ګرځي. د بېلګې په ډول: یو ځانګړی نسل، سیمه ایزه یا هم دیني  اقلیتي ډله، لبرل، کمونست ، د دیني یا هم ټولنیزې نظریې متبادله نظریه وړاندې کوونکې ډله، له دولت سره مخالفت کوونکي خلک، بهرني هېوادونه او ډلې چې ګواکې همېشه د دغه هېواد پر خلاف په منافقتونو کې بوخت  وي  د دښمن په ډول ورپېژندل کېږي تر څو د خلکو له اصل موضوع او ستونزې څخه پام واوړې.

په دا ډول هېواد کې جګړه ایز چاپېریال د اردو او ورسره تړلو ادارو رول په ډېره مبالغوي  توګه خپرېږي  تر څو د هغوی لپاره د ملي وسایلو یوه د پام وړ برخه ځانګړې کړلای شي او بیا دوی د فاشیست نظام د دبدبې او شوکت د مخ په توګه وکارول شي. په دا ډول  هڅه کېږي چې نور مهم مسایل د خلکو په نظر کې نامهم او ثانوي شي او دغه جګړه ایز حالت د اصل په توګه ښکاره کړل شي.

فاشیزم تر ډېره د سړیتوب پر استعاراتو او سمبولونو تمرکز کوي او دولت د جنس پر اساس د کارونو تقسیم، جنسي میلان او د کورنیو په مسایلو کې پداسې توګه مداخلت کوي چې باید ټولنه د سړیو په کنترول کې وي او وکولای شي چې خپله ټولنه د مذکرې ټولنې په توګه په خلکو ومني.

په مستقیمه توګه یا هم د خپلو تالې  څټو په مټ  د رسنیو کنترول کې ساتل د فاشیست نظام د جرړو د ټینګولو لپاره لازم کار دی تر څو د رسنیو له لارې خلک د متبادلو نظریاتو یا هم حقایقو او پوښتنو له راولاړولو څخه په نورو شیانو بوخت  کړل شي. په دې ډول   خلک د دولت د اقداماتو او کارونو د تحلیل او تنقید له استعداد څخه محروم پاتې شي یا هم دوی تر داسې کچې وډارول شي چې د تنقید او پوښتنو کولو څخه ډاریږي.

په یو فاشیست نظام کې مذهبي سمبولونه، مصطلحات او نظریات د هغوی د اصل روح، سیاق، سباق، انسان دوستۍ څخه په بالکل جلا ډول د فاشیستي نظریاتو او موخو د لاس ته راوړو لپاره په ډېر سیستیماتیک ډول کارول کېږي تر څو خلک له دغه سمبولونو، مصطلحاتو او نظریاتو څخه دغه مصنوعي فهم اصل وګڼي او که څه هم د خلکو اکثریت موافق نه وي خو دغه فهم په ټولو وتپل شي.

په فاشیزم کې نوي خیالات، د فن د پنځونې او خلکو سره د شریکولو، یا تجربو کولو لپاره ځای نه وي. باجراته  هنرمندان، اهل علم او قلم، د تعلیم او تربیې پوهان، ساینس پوهان، د لطیفو فنونو پوهان ټول له یو معلوم سور خط څخه قدم اړولای نه شي او که دغه جرات وکړي نو په مستقیم او غیر مستقیم ډول د بېلابېلو لارو څخه هغوی  وېرول  کېږي، مجبورېږي چې چپ  پاتې شي، یا د قومي او نظریاتي غدارۍ او جنایت تر عنوان لاندې اړ ویستل کېږي چې  وطن پرېږدي.

دا هم مهمه ده چې فاشیست دولت د امنیتي دولت (Police State) شکل لري. په هر قدم به پولیس، اردو او نور امنیتي ارګانونه د خلکو په ازادیو کې لاس وهنه کوي تر څو د وخت په تېریدو خلک په غیر شعوري توګه قانع کړل شي چې دوی د ځینو بنسټیزو ازادیو مستحق نه دي او دغه غیر عادي حالت ورته اصلي حالت ښکاره شي، او که دغه ازادي ورکړل شي نو هم ګوندې دولت پر دوی احسان کړی دی.

فاشیزم کې واکونه او صلاحیت پر شایسته سالارۍ نه، بلکې  په وفادارۍ  او اړیکو  ولاړ وي. حساب د فساد نه، بلکې  د مخالفت اخیستل کېږي ځکه نو یو وفادار که هر څومره فاسد وي خیر دی، خو نظریاتي مخالف به په بېلا بېلو دوسیو کې د فاسد په توګه نومول شوی وي او په دا ډول   به د “شفافیت” رامنځ ته کولو هڅه کېږي. د پالیسیو جوړول او د ملي وسایلو د کارولو واک د یوې خاصې ډلې په لاسونو کې وي او دغه وسایل د نورو وفادارانو پېرېدلو، د خلکو خاموش ساتلو، یا هم د هغوی د نظر د پېرېدلو په موخه کاروي.

په فاشیست دولت کې ټاکنې  هم ترسره کېږي خو د مخالفو او مختلف نظر لرونکو او ډلو د نظریاتو د کمزوري کولو لپاره له دستوري تعدیلونو، په ټاکنیزو  قوانینو کې د خپلې خوښې سره سم تعدیلاتو، د ټاکنیزو ي حلقو د ترسیم پر مهال د خپلو شخصي منافعو په پام کې نیولو، د عدلي او قضایي نظام په غیرمنصفانه کارولو، د رایه ورکوونکو او د کاندیدانو د اهلیت په ټاکلو کې د خپلو منافعو پام کې نیولو، د ځینو خلکو د شهرت خرابولو، د پردې تر شا د ټوپک سالارۍ، وهلو ټکولو، د خلکو د خاموشه ساتلو لپاره د دولت لخوا ټاکل شوو تادیبي مویداتو څخه په رسمي او غیر رسمي توګه د ګټې اخیستو له لارې د ټاکنو  پر پایلو  اغېز  غورځول کېږي تر څو د فاشیستانو پرته بل څوک ټاکنې  ونه شي ګټلای.

اوس یې پلټئ چې د نړۍ په هر ګوټ کې مو دا پورته نښانې وموندلې   هلته د فاشیزم دور چلېږي.

Leave A Reply