زموږ ګران افغانستان تباه او برباد شو!/ احسان الله ارینزی

0 1,196

د کال 13577 هـ.ش د ثور یا غوایي د اوومې ورځې هغه مازدیګر و چې د کابل له نورو مازدیګرونو سره یې څرګند توپیر درلود. د ښار په ځینو څلورلارو کې د څلورمو او پنځلسمو زغروالو ټولګیو T62 روسي ټانکونه ولاړ وو، ځوانو برېتورو خلقي افسرانو خلکو ته د نظام د بدلانه او نیکمرغه اوښتون مبارکي ورکولي او هغوی یې د پاڅون کوونکو انقلابیونو ننګې او ملاتړ ته بلل!
په دې مازدیګر لا وضع داسې وه چې پاڅون کوونکي د جمهوري نظام په پلویانو په بشپړه توګه نه وو بریالي شوي؛ خو اټکل داسې و چې په قرغه، ریشخور او ننګرهار کې به د جمهوري دولت پلویان ژر مات او د یحیی خان د کورنۍ وروستنۍ واکمن ولسمشر محمد داوود خان به سلامي شي.
په فضا کې د بګرام د پوځی اډې د میګ 211 الوتکو غږونه اورېدل کېدل چې د نظام د مدافعینو په سنګرونو او جمهوري ارګ یې بمونه غورځول او په ځمکه یې د خلقي پاڅون کوونکو ملاتړ کاوه.
زه په دې مازدیګر په پروان مېنه کې بهارستان سینما ته مخامخ د استاد حبیب الله رفیع راتګ ته په تمه وم. زه ماسپښین مهال د افغان لوی پلورنځي څنګ ته هم تللی وم چې ارګ ته نژدې موقعیت لري او له هغه ځایه مې د هغه ټانکونو او پوځیانو ننداره کوله چې د ارګ له محافظتي ګارد سره په اخ او ډب لګیا وو.
په هر صورت په واټونو باندې د موټرانو تګ راتګ کم و؛ خو د پلیو لارې د کودتا په ننداره چیانو ځوانانو ډکې وې. ښکاره خبره ده چې هر چا خپل- خپل نظرونه درلودل او خپلې تبصرې یې کولې.
قضا مازدیګر و چې اوازه شوه چې پاڅون کوونکو خپل بندي مشران نورمحمد تره کی، ببرک کارمل او نور له توقیفه خوشې کړي او اوس یې د افغانستان په ملي راډیو-ټلوزیون کې انقلابي شوری جوړه کړې او وضع د پاڅون کوونکو د بریالیتوب په لور په مخ روانه ده.
کله چې له راډیو افغانستان څخه د حفیظ الله امین (وروستنه ټولواکمن او ګوندي منشي)، محمد اسلم وطنجار (وروسته د کورنیو چارو وزارت) او قادر خان (وروسته د ملي دفاع وزیر) غږونه واورېدل شول ډېر خلک ډاډه شول چې داوودي نظام ړنګ شوی او (انقلابیون) به سبا بل سبا د خپل بري مارش ته راووځي.
خیر رفیع صاحب راورسېد. داسې ښکارېده لکه چې ډېر دوک نیولی وي او ژړا ته تیار ښکارېده.
له روغبړ وروسته دواړه لاړو د اسدالله شعور(داکتر اسدالله شعور چې اوس په کانادا کې اوسي) کور ته چې د بهارستان سینما شا یا اړخ ته و.
اسدالله شعور هم د حبیب الله رفیع په شان خپه او ژړغونی و. دوی په هغه وخت کې په عمر پاخه، د مطالعې خاوندان او د افغانستان په وضع پوه کسان وو او خبرو یې اورېدونکي درلودل؛ خو ما چې احساساتي او په بدلانه مین ځوان وم، داسې فکر کاوه چې له شاهی نظامه جمهوریت ښه و او دا دی له جمهوریته به خلقي ولسواکي او دموکراتیک نطام ښه وي او کېدای شي چې د یو آباد، آرام، هوسا، بسیا، نیکمرغه او پرمختللي افغانستان د لیدلو له پاره، د ملیونونو هېودپالو او زیارایستونکو انسانانو ارمان پوره او ګران وطن د ګړندي پرمختیا او پراختیا په لور (انقلابي) ګامونه واخلي!
خو رفیع صاحب بل ډول فکر کاوه. موږ د ډېرو خبرو وخت نه درلود او هره شیبه مو د نویو بدلونونه لارې څارلې او راډیوګانو ته مو غوږونه نیولي وو. په دې کې رفیع صاحب له یوه ساړه اسویلي سره په ډېر ډاډ وویل چې زموږ ګران افغانستان تباه او برباد شو!!
ښکاره خبره ده چې ما هغه وخت داسې فکر کاوه چې رفیع صاحب، د (افغان ملت) اونیزې مسوول مدیر، ناسیونالیست او وروسته پاته انسان دی او د نویو افکارو منلو ته لا ډېر چمتو نه ښکاري!
خو اوس چې د ثور د اوومې له کودتا څخه 39 کلونه تېر شوي او هېواد لا هم د وینو په دریاب لاهو دی، زه د رفیع او شعور هغه پوهې، درک او ژور لید ته د عقیدت ګلونه ږدم چې آن د کودتا په همغه لومړنۍ ورځ یې د افغانستان د تباهي او بربادي خبرې کړې وې؛ خو ارمان چې ما ته هغه وخت (بابیزه) ښکاره شوې او اوس پرې پښېمانه یم!
ښایي دوی به په دې پوهېدل چې دا (اوښتون) به د هېواد په ټولنیز جوړښت یو ټوپان راولي،
ښایي دوی به په دې پوهېدل چې په افغانستان غوندې مذهبي سنتي ټولنه کې په هر مدني خوځښت، هر نوي فکر، هر نوي حرکت او هره نوې او علمي خبره د (کفر) ټاپه لګي او د اعلحضرت غازي امیرامان الله خان په سرنوشت اخته کېږي.
ښایي دوی به په دې پوهېدل چې د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند نژدې ټولو غړو انقلابي خصلت نه درلود، د هېواد نور خپلواکي غوښتونکي، پرمختګ غوښتونکي او د بدلانه او نوي کېدو پلویان یې خپل ایدیولوژیکي مخالفین ګڼل او په نتیجه کې د یوې لویې وطني جبهې جوړېدل ناممکنه ښکارېدل،
ښایي دوی به په دې پوهېدل چې د دې انقلابییونو احساساتي او غیرعملي شعارونه او اعمال به ژر د خلکو غبرګون وپاروي او یوه ستره جګړه به ونښلي،
ښایي دوی به په دې پوهېدل چې د افغانستان خلکو دموکراتیک ګوند په زرګونو غړو، حتی درې کتابونه نه وو لوستي، خپله ایدیولوژي یې سمه نه وه هضم کړې او د احساساتو او عواطفو په مرسته په مخ روان وو، دوی ډاډه وو چې د ډېرو خلقیانو د معلوماتو او (فلسفې لید) یوازني منابع د نورمحمد تره کي( د بنګ مسافري)، (څړه) او (سپین) کتابونه وو. دې ځوانانو (کارل مارکس)، (فریدریک انګلز)، (ولادیمیر لینن)، (جوزف استالین)، (ماوتسي تونګ)، (کیم ال سونګ)، (شوروي اتحاد)، (ختیځ بلاک)، (وارسا تړون)، (کومیکان)، (انقلابي خصلتونه) او حتی خپل ګران هېواد افغانستان سم نه پېژندل او هسې د خپلو مشرانو په تشو شعارونو مینان وو!
ښایي دوی به په دې پوهېدل چې د افغانستان خلک، د دې ګوند اصلي ملاتړکوونکي، یا شورویان، (سره کفار) بولي او وایي چې خور او مور نه پېژني!!
ښایي دوی به په دې پوهېدل چې ګوند په دې کودتا سره د هېواد (عیني او ذهني) شرایط په پام کې ونه نیول. ګوند د خپل تاریخي مسوولیت د سرته رسولو محتوایي او عملي ظرفیت نه لري، واک به ونیسي؛ خو واک به ونه شي ساتی.
ښایي دوی به په دې پوهېل چې (کودتاچي ګوند) په ډلو وېشل شوی: ساده کلیوال خلقیان او ښاري اشرافي پرچمیان چې د شورویانو او د هند او عراق د کمونستو ګوندونو په زیار په میکانیکي توګه سره یو ځای شوي؛ خو په اصل کې یو له بل څخه ډېر واټن لري.
هو! کېدای شي چې رفیع او شعور به په ډېرو نورو خبرو هم پوهېدل چې په هغه مازدیګر یې ونه کړي؛ خو موږ په ژوند کې عملاً ولیدې، په خپلو غوښو او هډونو مو احساس کړي او همغه د رفیع صاحب خبره رښتیا شوه چې ویل یې ګران افغانستان تباه او برباد شو!!
هو! د افغانستان ځوانان د بدلانه غوښتونکي وو؛ خو په احساساتو، چېغو او شعارونو! او په داسې څه واوښتل چې دا دي د څلوېښتم کال په درشل کې لا هم ویني بهېږي، امریکایي او ناتو پوځونه د افغانستان په کلیو او بانډو کې په ترهګرو پسې ګرځي؛ خو د ترهګرو ټول پټ او ښکاره مشران په پاکستان کې ناست دي او د لویو نړیوالو لوبو د سرتېرو په شان د خپل هېواد او خلکو په ضد توري وهي او هره ورځ د جهاد او استشهاد شعارونه ورکوي!

Leave A Reply