د حکمتیار په اړه د احمدضیا مسعود د څرګندونو په باب/ ابومسلم

0 526

څوک باید بښنه وغواړي؛ نظار که حکمتیار؟؟

د حکمتیار په راتلو سره په ځینو کړیو او افرادو سمه تبه راغلې، ځمکه ځای نه ورکوي، سوزي، که په ظاهره ځان د سولې ملاتړی ښيي خو په مختلفو پلمو ددې پروسې د سبوتاژ وروستۍ هڅې کوي. ددې پروسې د سبوتاژ لپاره به د امرالله صالح خل‌پلکې ټولو له رسنیو لیدلې وي، په بحث نه ارزي، هغه ته که همدومره وویل چې (سوله له موافق او ورور سره نه کیږي؛ سوله له دښمن او مخالف سره کیږي! سوله بیه غواړي) کافي به وي.

په عین وخت کې د پخواني قومندان احمدشاه مسعود ورور ضیا مسعود له طلوع سره په یوه مرکه کې د حکمتیار په اړه نادره کړې، هغه وايي: (( حکمتیار باید له ولسه بښنه وغواړي!!) په همدې خبره یوې لنډې تبصرې ته تم کیږو:

حکمتیار او مسعود زموږ د معاصر تاریخ دوه هغه څیرې دي چې ټول افغانان یې له نوم سره اشنا دي او دا تاریخ ددوی له نومونو سره تړلی دی، د قومندان مسعود ورور ضیا مسعود په داسې حال کې د حکمتیار د بښنې په اړه خبره کوي چې د تلې یو سر ته ګوري او بل پلو ته نه، نوموړی وایی چې ګواکې حکمتیار په داخلي جنګونو کې دخیل و باید بښنه وغواړي؛ ډیره جالبه غوښتنه؛

۱- لکه حکمتیار چې له اشباحو او ارواګانو سره جګړه کړي او یوازې مسوول باید حکمتیار وي، او مسعود چې د جګړې بل لوری و، پر حکمتیار يې د ګلونو ګوزارونه کړي وي،

۲- لکه حکمتیار چې شیطان وي او احمدشاه مسعود د تاریخ سپینه پرښته،

د قومندان مسعود ورور فکر کوي افغانان هیرجن ملت دی او د معاصر تاریخ لوبغاړي ېې له ذهنه سپین وتلي دي، نوموړی دغه سوالیه ځانته نه راجع کوي او له ځانه نه پوښتني چې د افغانستان تر ټولو بدنام انسان ببرک کارمل د چا د حاکمیت په ساحه کې تر پایه ارام ژوند کاوه ولې یې بښنه ونه غوښته یا بښنې ته اړ نه ایستل شو؟

ضیا مسعود له ځانه نه پوښتي چې د شهید داودخان پر ضد د کودتا فعال لوبغاړي (جنرال قادر) ته د چا ورور پاسپورټ ورکړ چې له هیواده ووزي؟

ضیا مسعود له ځانه نه پوښتي چې په کومه سیمه کې چې د جګړو پرمهال پکې حکمتیار او ډله یې میشته وه څومره نړیدلې او دا چا او د چا په مرمیو، توغندیو او ورانیو له منځه تللې؟

ضیا مسعود هیرجن دی چې له ځانه سره محاسبه وکړي چې د قدرت د حاکمیت لپاره د نفوذ او ځواک په اساس جمیعیت حقداره و که د حکمتیار حزب اسلامي؟ کله چې ۶۰ سلنه جکړه د روسانو پرمهال د حکمتیار حزب کوله ولې دغه حزب ته د خپل ځواک او نفوذ په اندازه واک او په حاکمیت کې ونډه نه ورکول کیده؟ ایا د جګړې اصلي ريښه همدغه ټکی نه و!! ددغه کار طراحان څوک وو؟ د چا خسر او ورور کیدل؟؟

ضیا مسعود ځان په  کوچه حسن چپ میزند، له خپل لړلي وجدانه وپوښتي چې رباني د کوم دلیل او قانون له مخې د خپل حاکمیت دوره له ۴ میاشتو اوو کلونو ته وغځوله؟ (ایا حکمتیار ته له جګړې پرته بل انتخاب و؟)

ایا د جنګ سبب حکمتیار و که د رباني هغه شعار چې(( یا ارګ یا مرګ!!)) رباني د کوم مجوز له مخې ځان په ارګ کې سریښ کړی و؟؟ (ضیا مسعود ته باید وویل شي چې نوی نسل هر څه څاري او د تاریخ له پاڼو یې زده کوي! ستا بابولالو ته نه دی ناست چې هر څه په پټو سترګو ومني.

ضیا مسعود چې حکمتیار بښنې ته اړباسي، یو ځل د له ځانه وپوښتي چې د تیرو ۴۰ کلونو د جنایاتو اصلي لوبغاړي او متفکر مغزونه، جنرال عظیمي، مزدک، اصف دلاور،ګلاب‌زوی او نور د چا تر وزرونو او سیوري لاندې پناه اخستې وه او د چا پر مټو تر ننه ژوندي ګرځي؟ څوک باید بښنه وغواړي حکمتیار که نظار؟ د قدرت په څوکۍ په سریښیدو سره چا د جنایت خښته کیښوده؛ حکمتیار که نظار؟؟ تاریخ دې ټولو پوښتنو ته ځواب ویلی او ولس یې څاري.

څوک باید بښنه وغواړي، هغوی چې د قدرت او واک پر سر هرې معاملې ته چمتو ول؟ که حکمتیار؟

په پاسنیو پوښتنو سربیره، خپله دې ضیا مسعود د لاندې موضوعاتو په اړه ولس ته په ویښ وجدان وضاحت ورکړي:

اول: فراه ولایت ته چا عربان د پیسو او موټرو په بدل کې د غیرقانوني ښکار لپاره راوستي وو؟؟ د کومو اصولو له مخې؟ ولې په ناخبرۍ کې د مادیاتو په بدل کې پټه معامله کړې وه چې خدای رسوا کړه! ولې ددې جنایت له کبله په خپله له ولسه بښنه نه غواړي؟

دوهم: د دوبۍ په نړیوال هوايي ډګر کې څوک له میلیونو ډالروبکسونو سره لاس په لاس ګیر شو؟ د نړیوالو قوانینو له مخې د هغو پيسو قانوني مدرک څه و؟ ولې یې سپیناوی ونشو؟ که هغه پيسې د افغان ولس د وینو او حقونو بیه وه چې تا شخصي معامله پرې کول! ایا په تا کې د شرم او وجدان په نوم څه شته؟

دریم: په هرات ولایت هوايي دګر کې د عربانو الوتکو ته چا په پټه د ناستې اجازه ورکړې وه، کومه معامله وه چې د مقاماتو له اجازې پرته د عربانو الوتکې راغلې او قضیه افشا شوه؟!

ایا ستا د ورور، خسر او ستا خپله د دومره جنایاتو او غیرقانوني نارواوو په یادولو سره کافي نه ده چې د حکمتیار پر ځای خپله د ولس د محکمې پر وړاندې په نره ودریږې او په مړو سترګو بښنه وغواړې!

مطمین یم چې وجدان ویده دی او هیڅ‌کله به راویښ نه شي! که وجدانونه بیدار وئ او یا تا د وجدان په نوم څه پيژندلی، نن به وطن د یوې دردمنې ۴۰ کلنې غمیزې مرګونې غمیزه کې نه و پروت.

Leave A Reply

Your email address will not be published.