د ډاکتر نجیب د سولې پلان ناکام شو خو ډاکتر اشرف غني بریالی کیږي /غازي اکبر

0 1,723

د ډاکتر نجیب الله د سولې هڅې ولې ناکامې شوې؟ 
دا یوه خبره زموږ په تاریخ کې واضح ده چې یو افغان بل ته نه تسلیمیږي. د شهید حاجي صاحب عبدالقدیر خبره (چې که له ورور سره دې هم دشمني شوه د هندو کره پناه واخله خو له خپل حقه مه تیریږه). د محمدزیو ورورنو جګړې او د یو بل وژل او له یو بله د سترګو ایستل، له هیواده شړل او بندي کول ټولو ته څرګندې دي.
په همدې ډول ډاکتر نجیب الله په هیڅ صورت نه غوښتل مجاهدینو ته تسلیم شي. له بلې خوا مجاهدین هم څو ډلې وو او یو واحد سنګر او غږ یې نه درلود.
تر ټولو مهمه دا ده چې د نجیب الله د حکومت حامي شوروي اتحاد او د مجاهدینو حامیانو په سر کې امریکا هم نه غوښتل د افغانان تر منځ سوله نه غوښتله. روسانو خپله ماته د پښتنو مجاهدینو څخه ګڼله او ویل چې په هرو پنځه بریدونو کې چې د دوی پر خلاف شوي دي، څلور یې پښتنو کړي دي. اوس هم روسان وایي چې د نړۍ له هر ملت سره جوړه کوي خو له پښتنو سره جوړه نه کوي.
ډاکتر نجیب الله د حزب دموکراتیک خلق افغانستان په منځ کې پیاوړې ډله نه درلوده. پرچمیان د ببرک کارمل حلقه به ګوش مریدان وو او خلقیان دوه ډلې شوې وو: حفیظ الله امین روسانو وژلي او د ده د ډلې مشران یې یا وژلي او یا په زندان کې ځپلي وو. خو د زرغون ډله چې سید محمد ګلابزوی، اسلم وطنجار او شهنواز تڼی یې مهم نظامي مشران وو په حکومت کې په لوړو دولتي بستونو کې فعال وو.
که څه هم روسانو خلقیان نشنلستان ګڼل نه کمونستان خو خلقیانو له یوې خوا مجاهدینو سره د یووالي په صورت کې نه د سر امن لیده او نه یې کومه ګټه تصور کوله، له بلې خوا دوی منتظر وو چې روسان به ووزي او دوی به چې د خپلو قربانیو په زور به په اردو کې پاتې وي، د خپل نظامي قوت په زور به سیاسي قوت په اسانۍ لاس ته راوړي.
ډاکتر نجیب الله دا چانس درلود چې د خلقیانو سره ملګری شي او د پښتنو د اتحاد له لارې خپل دریځ قوي او د نظام له پاشل کیدو مخنیوی وکړي، خو هغه په خلقیانو باور ونه کړ او په بدل کې یې د کارمل په ملګرو چې زیاترو سره ستمي او قومي اجندا موجوده وه یې تکیه وکړه.
همدې پرچمیانو او روسانو ډاکتر نجیب الله د پښتنو خلقیانو له ملاتړه بې برخې کړ او د پرچمیانو په محاصره کې راغی. پر شهنواز تڼي د ډاکتر نجیب الله تر پوښښ لاندې د ستمي پرچمیانو کودتا دولت بې توازنه کړ او ډاکتر نجیب الله د کارملي ـ ستمي کړیو او ملیشو په محاصره کې نور هم ټینګ ایسار شو.
هغه خوا امریکا له حکمتیار سره داسې سازش ته ونه رسیده چې ورته په زړه پورې وي، نو د مجاهدینو د څنډې ته کولو پالیسي یې جوړه کړه. دوی داسې هیواد نه زغمه چې ټول ملت یې په جګړه کې روزل شوي وي، پیاوړې اسلامي انګیزه ولري، له امریکا سره شرطونه نه مني او مستقل اسلامي دولت غواړي. امریکا پاکستان ته دنده ورکړه چې د کابل د اردو د چور کولو پلان کې فعال او له روسانو سره همکاره شي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز مرزا اسلام بیک چې په خټه ازبک و، پټ د افغانستان شمال ته سفر وکړ او د دوستم او مسعود د یووالي په کار کې یې د روسانو ملاتړ وکړ. روسانو چې غوښتل له پښتنو انتقام واخلي، نو د دوستم او سید کیان ملیشې او د نظام په دننه کې پرچمي جنرالان یې منظم او له مسعود سره یو کړل چې نظام له داخله وپاشي. مسعود د جهاد په دوران کې نمایشي رول درلوده او هره خوا یې یوازې جعلی فلمونه اخیستل (او په اصطلاح جنګ کې یې حلوا ویشله) دې کار ته د روس او امریکا دواړو مشترک نماینده شو چې د حکمتیار او پښتنو په مخنیوي کې برخه واخلي.
ډاکتر نجیب الله د سولې په طرح کې له هر تنظیم په ځانګړې ډول له حکمتیار او مسعود سره بیلې ـ بیلې اړیکې نیولې او د ائتلافي حکومت غوښتنه یې ترې کوله؛ فکر یې دا و چې اردو، پولیس او استخبارات یې په لاس کې دي که یو ځل دغه تنظیمونه نظام ته راداخل کړي، جهادي او اسلامي انګیزه یې ختمیږي او ژر یې منحلولی او فلجولی شي. مسعود روسانو کینولی او منتظر کړی و چې د لویې توطیې رهبري وکړي او حکمتیار پر نجیب د دغسې ائتلاف باور نه کاوه. ځکه هغه اطلاعات لرل چې نجیب به خپلو ملګرو ته ویل چې (یکبار مه حکمتیار را ازینها (مجاهدین) جدا کنم، تمام تنظیم ها را به یک وزارت حج و اوقاف راضی میسازم، و بعد از آن جزای حکمتار را میدهم). په بدل کې حکمتیار غوښتل چې د نجیب حکومت دې حاضر شي چې واک یوې بیظرفې موقتې ادارې ته ورکړي چې تر شپږو میاشتو وروسته انتخابات وشي او هیواد په سوله ایز لوري روان شي.
ډاکتر نجیب الله ته پرچمیانو دغسې اجازه نه ورکوله او په ده کې دومره زور نه و چې د پرچمي جنرالانو له خوښې پرته دغسې سوله وکړي. په پای کې یې اعلان وکړ چې حاضر دی د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې یوې بې طرفه ادارې ته واک وسپاري، خو پرچمي جنرالانو د روس او امریکا په مشوره پرې کودتا وکړه، ډاکتر نجیب الله یې له هوايي ډګره راوګرځاوه او د ملګرو ملتونو په دفتر کې یې پناه اخیستو ته مجبور کړ. پرچمیانو د حکومت په ټانکونو او الوتکو کې د دوستم او مسعود ملیشې کابل ته راوستې او د پښتنو د درې سوه کلنې واکمنۍ د پای ته رسیدو جشن یې ونیو. پدې سره ثبوت شوه چې ډاکتر نجیب الله د تڼي تر شړلو وروسته ظاهراً د نظام سمبولیک مشر خو په حقیقت کې د پرچمیانو بندي و چې د سولې د کولو واک او صلاحیت یې نه درلود.
دا چې اوسني ځوانان نوموړي ته د سولې د اتل په سترګه ګوري، دوی د هغه وخت له حالاتو سم خبر نه دي. ممکن په وروستیو کې ډاکتر صاحب درک کړې وه چې یو بې طرفه حکومت ته د واک د سپارلو پرته نورې لارې سولې ته نه رسي، او ممکن د ښه نیت له مخې یې دا تصمیم نیولی وي، خو د ده پر خلاف د پرچمي جنرالانو کودتا دا ثبوت کړه چې له ده سره د سولې واک نه و، او روسانو او پرچمیانو هغه دې ته نه پریښود چې د سولې پلان بریالی شي.
د نجیب پر خلاف د پرچمیانو تر کودتا وروسته په نظام کې پښتانه افسران (خلقیان او نجیب پلوه پرچمیان) له پخواني تعهد پرته د مجبوریت له مخې د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامی سره ملګري شول.
مسعود د واک د انحصار کوښښ کاوه او هڅې یې کولې چې نور مجاهدین تطمیع او حکمتیار مات کړي. د دوی په منځ کې د سولې جرګې وشوې خو مسعود او پرچمي ملګرو یې فکر کاوه چې د پښتنو تر ۳۰۰ کلن واک وروسته دوی ته وار په لاس ورغلی دی او باید لږ تر لږه ۱۰۰ کاله یې له لاسه ورنکړي. خو مسعود کمزوری و او واک یې نه شو ټینګولی.
له حکمتیار پرته نورو مجاهدینو ورسره همکاري پیل کړه، خو ده پر حزب اسلامي سربیره پر خپلو موتلفینو (د هزاره قوم څخه متشکل حزب وحدت اسلامی او له ازبکو تشکیل شوو د دوستم پر ملیشو) هم بریدونه پیل کړل او د کابل ښار د وینو په حمام بدل شو.
د مولانا ذاکري په مشرۍ د کندهار د علماو هیئت، مولوي خالص، مولوي محمدنبي، پير صاحب، حضرت صاحب او نورو ټولو خیرخواه مشرانو ورته توصیه وکړه چې د واک د انحصار کوښښ دې نه کوي ځکه دومره زور او وړتیا پکې نشته، خو هغه ویل چې یا هر څه او یا هیڅ. هماغه و چې د حکمتیار، حزب وحدت او دوستم سره تر جګړو وروسته د کمزوري کیدو له امله د طالبانو تحریک ته ټینګ نه شو او له یو ګوذاره لاړ.
د طالبانو رژیم چې کله امریکا ته څرګند شو چې ډیر پیاوړی دی، او مشر یې (ملا محمدعمر مجاهد) تر حکمتیار هم تکړه دی، نو د هغه په مقابل کې د داخلي بدیل د نشتوالي له امله پخپله پسې راغلل او طالبان یې له واکه لیرې کړل. دلته بیا هم د مسعود ډله د پردیو استخدام ته تیاره ناسته وه، امریکا په ډیرو لږو ډالرو کرایه او پر کابل یې واکمنه کړه. دا څل د نظار شورا مشر او موسس مسعود نه و ژوندی، او مارشال فهیم تر هغه یو څه هوښیار و. ده د امریکا سره سازش ومانه، د نظام مشري یې په سمبولیک ډول یوه پښتون (حامد کرزی) ته ورکړه او نظار شورا ۹۰٪ نظامي او ۸۰٪ ملکي حکومت واخیست. حامد کرزی په ۱۳ کلنې واکمنۍ کې په ډیر احتیاط او ویره په ملکي برخه کې د نظار شورا واک یو څه راکم کړ خو په نظامي برخه کې هر څه لا تر اوسه همدغې شورا ته پاتې دي.
اوس چې د سولې پروسه د بریالیتوب پر لور ځي بیا هم د مسعود پلویان د واک تر انحصار په کم شي نه راضي کیږي او له حکمتیار سره د شوي سولې سرسخت مخالفت کوي. دوی له دې ویرې چې نظام ورو ورو د عدالت پر لور لاړ شي او د نظار شورا له انحصاره راووزي، د ملت د قربانیو او ویرونو پر سره تجارت کوي او غواړي د ټول ملت قرباني ګروګان او د خپل ناروا انحصار دوام تضمین کړي.
دا ځل دې ملت نه ویده کیږي، په دننه کې دې ټول ملي او اسلامي قوتونه د ډاکتر اشرف غني سره ودریږي او د نظار شورا ته دې واضح پیغام ورکړي چې وروري به کوو حساب به منو. همدا راز بهرنیانو ته دې قناعت ورکړي چې تر دې زیات باید ستاسو او افغانانو اولادونه د نظار شورا د غلو او چپاولګرو په خاطر قرباني نه شي. کارمل به ویل چې (تا اخرین عسکر روسی همرایش می جنګم). خو روسان پوه شول چې دوی باید تر وروستي عسکره د یو مزدور لپاره ونه جنګیږي. امریکا دې هم تر اخرین امریکایي عسکره د نظار شورا لپاره نه جنګیږي او له افغان ملت سره دې سوله وکړي چې یو دوامدار ستراتیژیک شراکت ته لار هواره شي.
ډاکتر صاحب اشرف غني اوس یو ښه فرصت لري، نړۍ اوس د نظار شورا پر بې کفایتۍ ډاډمنه شوې ده، روس او امریکا اوس دواړه د پښتنو پر خلاف یو نه دي، بلکې تر منځ یې د سړې جګړې د مهال په شان اختلافونه راټوکیدلي دي. نو همدا یې وخت دی چې نظار شورا سړیتوب ته راکش کړل شي او ورته وویل شي چې هیڅ افغان له بله کم نه دی او هیڅ افغان له بل څخه زیات نه دی اضافه طلبي نوره بس کړئ.
سوله په عدالت راځي او نظار شورا دې عادلانه سولې او افغاني ورورۍ ته غاړه کیږدي. له دې پرته بله لاره نشته.

 

Leave A Reply

Your email address will not be published.