زه مو ولې وښکنځلم؟ / عصمت قانع

0 1,777

زه په وړکتوب کې یتیم شوم، جوالیتوب مې هم کړی دی، په ستلونو کې مې نانوایانو او د ښار سماوارچیانو ته له ژورو څاګانو اوبه را اېستلې دي او د ورځې مې شل افغانۍ روزانه کړې ده. په اصلاح سقاوي مې هم کړې ده.

لوڅې پښې ګرځېدلی یم. وږې خېټه او بې دوا رنځ مې هم تجربه کړې دی. لوږې، بې چارګۍ، بېوزلۍ، نیستۍ او دربدرۍ د خپل هېواد پر لمن د بسیا انسان له درد او غم سره خورا ښه اشنا کړی یم.

همدغه د ولس غم مې وو چې لاسو او پښو ته یې زولنې را واچولې، د خلک دیموکراتیک ګوند په اقتدار کې مې د غزني په زندان کې د پښو نوکان و اېستل شول.

د مجاهدینو په صفونو کې مې د افغانستان پرضد د پردۍ جګړې قومانده ولیده. د طالبانو په حاکمیت کې مې د خرییلې ږیرې په جرم د کیبلونو ګوزارونو ته د پښتیو پنجرې سپر کړې.

د رباني نظام راته د افغانستان د بقا پرضد د مافیا توطیه ښکاره شوه، کنه رباني خو سپین چکونه راکول، دده د نظام په لومړي سر کې په مخالف سنګر کې ودرېدلم، علت یې یوازې دا وو چې د افغانستان لپاره مې د خطر او ګواښ احساس ترې کاوه.

افغانستان راته ګران وو، افغانستان مې د ایمان برخه وه، افغانستان مې د ناموس ستر وو، افغانستان مې د اجدادو هدیره وه، افغانستان مې د بچو د نیکمرغۍ نسخه وه، افغانستان مې یوازینۍ هستي وه، چې زه او زما فکر په کې زېږېدلی او روزل شوی وو او افغانستان مې هر څه دی.

کله چې به مې سوچ کاوه چې د محشر ورځ به کومه ورځ وي، یو ځل به ورېږدېدم او له ځان سره به مې وویل: د افغانستان نشتوالی به د اسرافیل شپېلۍ وي، چې افغانستان نه وي جهان نشته. دا خاورینه کره نشته او هماغه ورځ د محشر ورځ ده، هماغه ورځ قیامت دی، هماغه ورځ هر څه ختم دي. اوس هم د افغانستان سر ته خطر د قیامت او محشر علامه او نښانه بولم.

د جمهوري ریاست په دریم ځل انتخاباتو کې له یوه کاندید سره هم نه وم، که څه هم خلکو ګونګي سردار ته منسوب کړم، خو هېڅکله مې په میډیا کې د ګونګي سردار ډمامه ونه غږوله.

د حامد کرزي ځینې ملي دریځونو قناعت راکړی وو، خو د حکومت او حاکمیت برخه یې ونه ګرزېدلم. د جناب ډاکتر محمد اشرف غني په بري یو کال وړاندې خبر وم، ځکه له نړیوالو پوځیانو څخه افغاني ظرفیتونو ته د انتقال ماموریت څه وړوکی ماموریت نه وو، څوک چې لږ سیاسي شعور ولري پوهېږي چې ددې ډول ماموریت عاقبت څنګه نتیجه لري؟

خو ما خپل ملاحظات بربنډ کړل، منافقت مې ونه کړ او د منافقت چل مې نه وو ایزده، ما ویل چې د ډاکتر محمد اشرف غني په وجود کې به یوه داسې لوبه جوړه شي چې د افغانستان وحدت ته به خطره وي.

په هماغه وخت کې مې ورته ولیکل چې دسیسه درک کړي، د افغانستان د کمزورتیا لپاره د یوه خنثی حکومت د جوړېدلو نسخه تر کار لاندې ده.

زه په غني کې دا ځواک نه وینم چې د ملي بقا په سنګر کې داسې ملهم شي، چې ګنې د جواسیسو جراثیم د زخم له ژورو ریښو څخه منع کړي.

غني پاک انسان دی، اکاډمیک کادر دی، هېڅوک هم پر هغه باندې د جفا او خطا تور نه شي لګولای، خو غني عالم دی او په اکاډمیک ډګر کې یې ژوند تېر شوی دی، ځواني یې هم علمي هڅو او منډو خوړلې ده او د بوډاتوب کوچ یې هم اکاډمیک تحقیق ورڅخه ټول کړی دی.

سیاست د جمناستیک لوبه ده چې په آن واحد کې په سلهاوو مانورونه غواړي، غني د سیاست په کږو کوڅو کې جمناستیکي لوبه نه شي کولای.

راځئ له سره داسې انتظام جوړ کړو، چې ټول واحد افغان ملت غه بهرنۍ دسیسې ته متوجه کړو، چې وکولای شي تر څو د واحد افغان ملت لپاره د واحد حکومتي زعامت او قیادت خالیګاه ژر تر ژره ډکه شي.

ځینې خلکو زما همدغه ملاحظات د ډالرو مزدورۍ وبلله، سپکې سپورې یې راته وویلې، وه یې ښکنځلم، ویې رټلم، بد یې راته وویل، رد یې کړم، چا ویل چې نور دې لیکنې نه لولم، چا ویل پر ماین وختلې ولاړې غرق شوې.

چا راته ویل چې د پښتون دښمنو حلقو د لاس ګوډاګی شوی یې، خو ما به د خوشحال په وینا کې د خپل زړه څړیکو ته دم او دارو غوښتل او یا به مې په پښتو لنډیو کې د زخمونو زنګونه تازه کول:

که هر څو یې سمومه نه سمېږي

پښتانه دي د کږو کاڼو دېوال

ما چې د شپې په خاموشۍ کې د تور دیب کومه ډارونکې څېره لیدلې وه، هغه بربنډه شوه، هغه اوس تاسې ټول وینئ.

د افغانستان اساسي قانون چې له یوې اوږدې بې ثباتۍ وروسته ددې هېواد د بقا لپاره یوازینۍ د اعتماد وړ نسخه وه، عملاً له داسې ګواښ سره مخامخ دی چې ټوله څېره یې د فراکسیون بازۍ په نوکارو باندې زخمي کېږي. هېواد عملاً د یوه دوه سره حکومت لخوا تر تهدید لاندې دی.

نن مې په مطبوعاتو کې د جناب جمهور رئیس او ډاکتر عبدالله عکسونه ولیدل چې د ناټو له عمومي منشي سره یې اخستي وو. داسې ښکارېدل لکه یوې خوا ته چې د فلسطین محمود عباس ولاړ وي او بلې خوا ته د اسرائیلو بنیامین.

داسې لکه یوې خوا ته چې د عراق صدراعظم ولاړ وي او بلې خوا ته د ترکیې جمهور رئیس، داسې مې انګېرل چې یوې خوا ته نریندرا مودي ولاړ دی او بلې خوا ته نوزا شریف.

یو هېواد، یو قانون، یو حکومت او دوه سره نماینده ګي، دا څه معنی؟

زه په دغه تصویر کې فاجعه وینم، زه په دغه تصویر کې د افغانستان جنازه وینم، زه په دغه تصویر کې د سپکاوي منظره وینم، افغانستان ته په کې بې حرمتي وینم.

وروڼو! زه نه وایم چې زه د یو پښتون په توګه پر تاجګ برتري غواړم. موږ یو ملت یو، موږ یو ملت وو او موږ به یو ملت واؤسو. د تاجک شرف، د ازبک عزت، د پښتون هویت، د هزاره حیثیت، متحد افغانستان دی.

که اوس هم جمهور رئیس خپل هغه واکونه چې اساسي قانون ورکړي دي په خپل لاس کې واخلي او د خپل هغه تحلیف پر اساس چې د اساسي قانون د ساتنې لپاره یې د لوی خدای (ج) په نامه کړی دی، وفادار پاتې شي، زه یې چپړاسي یم!

په یوه فرمان مقرر شوي دې، په بل فرمان د افغانستان د بې عزتۍ له کاروباره وګرزول شي، دا یې دنده ده.

زما اختلاف د افغانستان له مخالفینو سره دی او وه به اؤسي، نو درنو لوستونکو له ما سره اختلاف وکړئ، خو ما مه ښکنځئ، زه ګیله من یم چې ولې مو وښکنځلم؟!!!!

Leave A Reply

Your email address will not be published.